یکشنبه, مارچ 15, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    غزني کې د کرکټ لس‌اووریزې رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

    بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    سلام ضعیف: پاکستان به د خپل بادار خوشحالولو کې پاتې راشي

    خلیلزاد: پاکستان کېدای شي د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شي

  • نړۍ

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    غزني کې د کرکټ لس‌اووریزې رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

    بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    سلام ضعیف: پاکستان به د خپل بادار خوشحالولو کې پاتې راشي

    خلیلزاد: پاکستان کېدای شي د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شي

  • نړۍ

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

چین نوي انکشافي پړاو ته په داخلېدو؛ د سوله ییز پرمختګ او ګډو ګټو غږ پورته کړی

لیکنه: په افغانستان کې د چین لوی سفیر وانګ یو

نوومبر 14, 2020
in لیکنې
0 0

د ښایسته مني په اکټوبر کې د چین د کمونېست ګوند د ۱۹مې مرکزي کمیټې ۵مه عمومي غونډه په بېجینګ کې تر سره شوه. شي جین پینګ د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو په استازیتوب په یاده غونډه کې کاري راپور وړاندې کړ. په دغه غونډه کې د چين د ملي اقتصاد او ټولنیز پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵ کال د موخو په اړه د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې وړاندیز تر څیړلو وروسته، منظور شو. دغه وړانديز د کمونيست ګوند د غړو هوښيارتيا او ذکاوت او د ټولنې يووالی منعکس کوي او دا ښيي چې چين نوي انکشافي پړاو ته داخل شوی دی.

 “پنځه کلن پلان” د چین د ملي اقتصادي پلان مهمه برخه ده. دا د تیرې پیړۍ له ۵مې لسیزې راهیسې پلی کيږي او د چین د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره ترې عمده پلانونه جوړيږي. دغه پلان د نورو هیوادونو لپاره تر ټولو مستنده حواله وړاندې کړې، څو په نوې دوره کې د چین پر اقتصادي- انکشافي تمایل ښه پوه شي. یاد وړاندیز کې د راتلونکو ۵ کلونو حتی د اوږدې مودې لپاره د چین د ملي اقتصاد او ټولنیز پرمختګ عملي نقشه وړاندې شوې او د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ هر اړخيز معلومات پکې ځای شوي او د سوله ییز پرمختګ او د ګډو ګټو د همکاریو غږ پکې منعکس شوی دی.

په یاده عمومي غونډه کې د دې ستاینه وشوه، چې د شي جین پینګ په مشرۍ د ګوند مرکزي کمیټې پر خپل اصلیت او دندو ټینګولو سره د ټول ګوند او د هېواد د مختلفو ملیتونو په یووالي او استازيتوب د ګوند او هېواد د لارو چارو د پرمخبیولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي، د ۱۳م پنځه کلن پلان د عملي کیدو په موده کې یې په پوره توګه د نسبتاً سمسورې ټولنې د جوړولو په کلیدي پړاو کې د لیدو وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي او د پرمختللي سوسیالیستي هېواد د پوره ابادۍ لپاره یې ټینګ بنسټ کېښودلی دی.

لومړی؛ د چين اقتصادي ځواک په ثابت ډول ښه شوی او اقتصادي جوړښت يې په دوامداره توګه اصلاح شوی دی. له ۲۰۱۶ کال راهیسې، نړیوال وضعیت ډېر پیچلی شوی او نړۍ کې یواړخیزم، پروټکشنیزم او زورواکي پورته شوې، چې د چین اقتصادي ودې او بهرني تجارت پر وړاندې يې د مقاومت خنډونه جوړ کړي دي. د ګوند مرکزي کمیټه د ثبات ساتلو پر مهال د پرمختګ په لټه عمومي زمینې ته ژمنه ده، په مجموعي ډول د چین د اقتصاد ثابته او ګړندۍ وده هڅوي او په هر اړخیزه توګه اقتصادي جوړښت تنظیموي. په تیرو پنځو کلونو کې د چین ملي اقتصاد هر کال ۶.۵ سلنه وده کړې، چې دا ورته مهال د نړۍ د پرمختګ د منځنۍ سویې دوه برابره ده. د دې ترڅنګ، اقتصادي جوړښت یې په دوامداره توګه اصلاح شوی او تمه کیږي، چې GDP به یې په ۲۰۲۰ کې له ۱۵ ټریلیونو ډالرو څخه ډېره شي.

دویم؛ په چين کې د خلکو ژوند او ګټې يې ښې شوې دي او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې يې د ليدو وړ نتيجه تر لاسه کړې ده. د ۱۳م پنځه کلن پلان په موده کې د شي جین پینګ په مشرۍ د ګوند مرکزي کمیټې د چین د خلکو د مستقیمو او واقعي ګټو په اړه ځينو مسئلو ته په ډېره درنه سترګه کتلي، د استخدام کیفیت او د خلکو د عایداتو سویه يې لوړه کړې، عامه خدمتي سیستم يې نور هم بشپړ کړی، د ټولنیز ضمانت سیستم يې پیاوړی کړی او د بې وزلۍ د کمښت او له منځه وړلو تګلارو په برخه کې يې په هر اړخیزه توګه ډېرې ښې نتیجې تر لاسه کړې دي. په ۲۰۱۹ کال کې د چینایانو د هر کس پر سر منځني عایدات ۴۶۴۸ ډالرو ته رسیدل، چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله يې ۳۹،۹ سلنه زیاتوالی ښود. په چين کې د بنسټیزې طبي بیمې خدمت یو ميلیارد  او ۳۰۰ میلیونو تنو ته او د لوړ عمر د بنسټیزې بیمې خدمت يې یو ميلیارد کسانو ته رسیدلی دی. له تیرو ۵ کلونو راهیسې په چین کې د بې وزلو کسانو شمېر تر ډېره کم شوی، په دغه هيواد کې په ۲۰۱۵ کال کې د بې وزلو کسانو ثبت شوي عایدات ۵۱۷ ډالره وو او په ۲۰۱۹ کال کې يې دغه رقم ۱۴۸۴ ډالرو ته پورته شو، چې کلنی زیاتوالی يې ۳۰،۲ سلنې ته رسيده او له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د چين په کلیوالو سیمو کې ۵۰ ميلیونه کسان له بې وزلۍ څخه وتلي دي.

درېیم؛ په چين کې ایکولوژیکي چاپیریال ډېر ښه شوی او د ښایسته چین ابادي نوې مرحلې ته داخله شوې ده. په همدې موده کې چین په ټینګې ارادې سره ایکولوژیکي چاپیریال او شین پرمختګ ته لومړیتوب ورکړی او د ایکولوژیکي چاپیریال ساتلو په برخه کې يې تاریخي، ستر او لوی بدلون رامنځ ته کړی دی. له تیرو ۵ کلونو راهیسې يې لس زرو یوانو ته د GDP د پورته کېدو لپاره د کاربن ډای اکسایډ ایستلو اندازه ډېره کمه کړې او کچه یې د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۱۸،۲ سلنه ټیټه شوې ده. په ۲۰۱۹ کال کې يې لس زرو یوانو ته د صنعتي ارزښت د پورته کېدو لپاره د لویو تصدیو مصرفي انرژي د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۱۵ سلنه کمه کړې ده، چې اندازه یې ۴۸۰ ميلیونو ټنو سکارو سره برابره ده. رییس شي جین پینګ د ملګرو ملتونو د ۷۵یمې اسمبلۍ په مباحثوي غونډه کې اعلان وکړ، چې د چین کاربن ډای اکسایډ د ایستلو اندازه به تر ۲۰۳۰ کال پورې د لوړتيا په حال کې وي او وروسته به رکود غوره کړي او په ۲۰۶۰ کال کې به دغه ستونزه د شنو تدبیرونو له لارې حل شي، چې د نوموړي دغه خبرې د نړیوالو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.

څلورم؛ د چين لوړې کچې ورخلاصون واقعي پایلې تر لاسه کړې دي، سوداګریز چاپیریال يې ډېر ښه شوی او د نړۍ په مخکښ کتار کې ولاړ دی. د ۱۳م پنځه کلن پلان په موده کې چین د ورخلاصون ځینې تدبیرونه وړاندې کړل، د بهرنیو سوداګرو د پانګونې قانون يې اصلاح او پلی کړ، د بهرنیو سوداګرو پر مخ د داخلیدو تور لېست یی کم کړ، د ازاد تجارت ۲۱ ازمېښتي ناحیې یې جوړې کړې، له ۲۵ هېوادونو او سیمو سره یې د ازاد تجارت ۱۷ تړونونه لاسلیک کړل، تر ډېرې اندازې پورې یې د بازار عملیاتي لګښتونه کم کړل، مساوي، روڼ او ارام تجارتي چاپیریال یې جوړ کړ او د  ورخلاصون اقتصاد د نوي میکانیزم ابادي یې چټکه کړې ده.

پنځم؛ چين همیشه خلکو ته لومړیتوب ورکوي او د کوویډ-۱۹ پر ضد مبارزې کې يې ستر نتایج تر لاسه کړي دي. په یاد وړاندیز کې په لومړي ځل هغه لرې موخه واضح شوې، چې ټول چینایان بايد شتمن او سمسور ژوند ولري او له دې څخه خلکو ته د لومړیتوب او مرکزیت ورکولو په اړه د ګوند انکشافي افکار څرګندیږي. د چین کمونېست ګوند او حکومت د کرونا وبا پر ضد مبارزه او اقتصادي او ټولنیز انکشافي کارونه ترتیبوي، همیشه يې د خلکو ژوند، امنیت او روغتیا ته لومړیتوب ورکړی او په دې برخه کې د ټولو ناروغانو لګښتونه د حکومت لخوا ورکړل شوي دي. د امریکا لخوا له یوې ټولپوښتنې سره سم؛ د کرونا وبا پر ضد د مبارزې په برخه کې د خپل حکومت په اړه د چینایانو د رضایت توازن تر ټولو لوړ دی.

د ۱۳م پنځه کلن پلان په موده کې د نړۍ له پیچلو حالاتو سره سره د شي جین پینګ په مشرۍ د ګوند مرکزي کمیټې د ستراتیژۍ په تنظیمولو او ټینګې ارادې سره د چین په دننه کې د اصلاحاتو او پرمختګ سترې دندې پوره کړې او د کرونا وبا پر ضد د مبارزې په اړه د لیدو وړ نتیجې یې  تر لاسه کړې دي. یاد وړاندیز پر دې اساس د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې د چین د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره نقشه جوړه کړې او د سوله ییز پرمختګ او د ګډو ګټو د همکاریو له رویې سره سم یې له بېلابیلو هیوادونو سره د نوي ډول نړیوالو اړیکو او د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ابادولو هیله ښودلې ده. ډېر محتویات یې د لارښوونې ډېر ارزښتونه لري چې چین او نورو هېوادونو ته په تېره بیا د افغانستان په ګډون، مختلفو پرمختیایي هیوادونو ته پوره ډاډ او اطمينان ورکوي.

لومړی؛ چين به د نوښت ځواک پیاوړی کړي او غښتلی علمي هېواد به جوړ کړي. چین به خپل ستراتیژیک علمي قوت پیاوړی کړي، کلیدي تخنیکونه به خپل کړي او د نړیوالې سیالۍ توان به لوړ وساتي. په دې وروستیو کلونو کې ځینې هېوادونه لالهانده شوي او پر هواوې او ټیک ټاک يې بندیزونه لګولي او د کلیدي چیپ د برابرۍ په برخه کې د چین پر وړاندې خنډونه جوړوي او غواړي چې د چین د اقتصادي او علمي پرمختګ مخه ونیسي. چین به په نوې موده کې علمي څیړنو ته لا زیاتې پاملرنې وکړي، د خپلو تصدیو اختراعي توان به لوړ کړي، د ځینو هېوادونو د زورواکۍ مخه به ونیسي او له مختلفو پرمختیایي هېوادونو سره به انکشافي فرصتونه شریک کړي.

دویم؛ د هيواد رښتینی اقتصاد دې پیاوړی  او اقتصادي سیستم دې نور هم ښه شي. رښتینی اقتصاد د یو هېواد د پرمختللي اقتصادي سیستم نه جلا کیدونکې برخه ده او د اقتصادي پرمختګ عمده ټکی او بنسټ هم دی. چین همیشه په عمومي اقتصاد کې د رښتیني اقتصاد ثابت توازن ساتي، چې دا په نړۍ کې د څو ځلو اقتصادي بحرانونو د راتلو پر وړاندې د مقابلې لپاره د چین مهمه وسیله ده. چین به په راتلونکي کې د تولیداتو او باکیفیته توليد په برخه کې غښتلی هېواد اباد کړي، رښتینی اقتصاد به نور هم پیاوړی کړي، تولیدي لړۍ به نوره هم ښه کړي، د اقتصادي کیفیت، ګټې او د سیالۍ کلیدي توان به لوړ کړي او د نړۍ د اقتصادي پرمختګ د ټینګ بنسټ په توګه به پاتې شي.

درېیم؛ د هېواد دننه دې نوي انکشافي حالات اباد شي. چین به کورنۍ اړتیاوې زیاتې کړي، کورنی اقتصادي سیستم به نور هم بشپړ کړي او د کورنيو او بهرنيو بازارونو پیوستون به وهڅوي. دا به د نړیوالې سیالۍ د امتیاز ساتلو او د پرله پسي اقتصادي پرمختګ لپاره د چین یوه اصلي ستراتیژي وي. چین یو ميلیارد او ۴۰۰ ميلیونه نفوس لري او د هر کس پر سر GDP يې له لس زرو امريکايي ډالرو څخه اوښتې، د نړۍ تر  ټولو لوی او ځواکمن مصرفي بازار لري او د پرمختګ ځای يې هم ډېر لوی دی. چین به په کورني بازار کې تولید، ویش، ترانسپورټ او مصرف په ګډون هره برخه یو له بل سره پیوسته کړي، د عرضې جوړښت به ښه کړي، د کورني بازار سویه به لوړه  او د نړۍ لپاره به ښه بازاري بنسټ چمتو کړي او له نړۍ سره به پراخ بازاري فرصتونه شریک کړي.

څلورم؛ چين به د لوړې سویې ورخلاصون  پلی او د ګډو ګټو نړیوالې همکارۍ به وهڅوي. په یاد وړاندیز کې لیکل شوي، چې چین به په لا پراخو ساحو او زیاتو برخو کې په ژوره کچه ورخلاص کړي، ازاد او اسان تجارت او پانګونې به پرمخ بوځي او د یو کمربند او یوې لارې ګډه باکیفیته ابادي به وهڅوي. نړيوال د چین ګډې مشورې، ابادي او شریک اصول ستايي، چین به متقابل تجارت او پانګونې پراخې کړي، د یو کمربند او یوې لارې په اړه امنیتي ضمانت به پیاوړی کړي او د مختلفو هېوادونو د اساسي تاسیساتو پیوستون به وهڅوي. چین به د تجارت څواړخیز سیستم ته پرمختګ ورکړي او نړیوالې همکارۍ به پیاوړې کړي، څو د ګډو ګټو همکارۍ رامنځ ته شي.

چیني ملت همیشه دا وايي چې نړۍ زمونږ شریک کور دی او باید له هر کس او  ټولو شیانو سره مینه ولرو، باید په عادلانه توګه نړیوالې چارې تر سره کړو او باید د مختلفو هېوادونو خلک د وروڼو په شان ګډ ژوند وکړي. د چین د دولت رییس شي جین پینګ څو ځله غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړیوال سیستم او د نړیوالو قوانینو پر اساس نړیوال نظام باید وساتو، باید د ګډو ګټو پر اساس پرانیستې ستراتیژي غوره او له نړیوالو سره یو ځای د بشر د ګډ برخلیک ټولنه اباده کړو. چین د نړۍ تر ټولو لوی پرمختیایي هېواد دی، نو که وغواړي، د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او په هراړخیزه توګه د پرمختللي سوسیالیستي هېواد موخه پوره کړي، د نړۍ ارامو سیاسي او امنیتي حالاتو، خپلو هلو ځلو او د نړۍ د نورو هېوادونو ګډو کوښښونو او پرمختګ ته اړتیا لري. چین غواړي له افغانستان او نورو هېوادونو سره یو ځای د کرونا وبا پر ضد د مبارزې په اړه نږدې همکارۍ وکړي، د نړۍ د اقتصاد اداري سیستم نور هم عادلانه او بشپړ کړي، د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه باکیفیته پرمختګ رامنځ ته او په بېلابېلو ساحو کې د ګډو ګټو د همکاریو سویه لوړه کړي او په ګډه سوکالي او نیکمرغي تر لاسه کړي.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

جاو له جي د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د ۴مې غونډې له برخوالو خبريالانو سره مرکه وکړه

مارچ 14, 2026

بېجينګ: امريکا د ايران د اټومي مسئلې د بحران جوړوونکی دی

مارچ 14, 2026

د چین د سره صليب ټولنې د ایران د وژل شويو زده‌کوونکو د کورنیو لپاره ۲۰۰ زره ډالره بېړنۍ بشري مرسته ورکړه

مارچ 14, 2026

ټولبهير ولسي ډيموکراسي د بشري سیاسي تمدن لپاره یو بل امکان برابروي

مارچ 14, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In