یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

چين يو ګام مخکې؛ د امريکا له ګډون پرته د جامع سيمه ييز اقتصادي مشارکت تړون

اعظم منور

نوومبر 17, 2020
in لیکنې
0 0

د آسيا لس غړو هیوادونو جمع چين، جاپان، سويلي کوريا، اسټراليا او نويزيلنډ  د نوامبر په ۱۵مه د جامع سيمه ييز اقتصادي مشارکت تړون “RCEP ” لاسليک کړ.

د دغه تړون موخه په راتلونکو کلونو کې په ډېرو برخو کې د تعرفو کمول ښودل شوي، چې د لاسليک لپاره يې له تېرو اتلسو کلونو را هيسې ۲۸ پړاوه خبرې شوې او غړي يې بالاخره موافقې ته ورسېدل او تړون يې لاسليک کړ.

د سي جي ټي ان د خبر له مخې، د دې تړون پنځلس غړي هېوادونه د نړۍ کابو له دریو یوه برخه نفوس او د نړۍ کابو دېرش سلنه ناخالص داخلي توليدات جوړوي.

د پام وړ ټکی دا دی چې امريکا د لومړي ځل لپاره د نړۍ په کچه مهم تړون کې ګډون نه لري او ياد تړون د دغه  هېواد د استازو له شتون پرته لاسليک شو.

امريکا او چين د نړۍ  د لومړۍ او دويمې کچې لوی اقتصادي قدرتونه دي او له ډېرې مودې راهيسې په اقتصادي برخه کې ښکر په ښکر روان دي.

امريکا هڅه کوي چې د چين د چټکې اقتصادي ودې مخه ونيسي او په مقابل کې يې چين هم د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره نوې لارې پيدا کوي.

چين  په ۲۰۱۳ کال کې د (يو کمربند يوه لار) وړانديز مطرح کړ او له مخې يې په ډېرو هېوادونو کې پانګونې هم وکړې.

د بېلګې په توګه، چين د يو کمربند يوه لارې طرحې پر اساس د پاکستان د ګوادر په ګډون، په ځینو سيمو کې زياتې پانګونې وکړې.

هند چې د پاکستان پخوانی سيال دی، د ايران په چابهار بندر کې يې سلګونه ميليونه ډالره پانګونه وکړه او دغه راز امريکا که څه هم له ايران سره يې  اړيکې خرابې دي، خو د ګوادر بندر د رول کمېدو په موخه يې د پاکستان پخواني سيال هند لپاره د ايران چابهار بندر له بنديزونو څخه معاف کړ.

په مقابل کې يې چين ايران ته د ۲۵ کلنې همکارۍ د سند وړانديز وکړ چې ايراني چارواکي يې د دواړو لوريو په ګټه ګڼي.

 په چين کې د ايران پخواني سفير مهدي صفري د ايران له دويم ټلوېزيوني چينل سره په مرکه کې دغه سند د ايران او چين دواړو په ګټه وباله او د ده په وينا، په دې سند کې د انرژۍ، صنعت او کانونو، سياحت، روغتيا، امنيتي، پوځي او نورې برخې شاملې دي.

دغه راز د امريکا د رسمي سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه هیواد سږ کال له اقتصادي ځوړتيا سره مخ شوی.

 د امريکا د اقتصادي تحقيقاتو ملي ادارې د جون په لومړۍ لسيزه کې اعلان وکړ، چې د کوويډ- ۱۹ وبا په وجه امريکا په رسمي ډول له اقتصادي ځوړتيا سره مخ شوې او دا د دغه هېواد په تاريخ کې د اقتصادي پراختيا د اوږده پړاو ختم دی.

په مقابل کې يې چين که څه هم د کوويډ- ۱۹ له امله زيانونه ليدلي، خو د امريکا په نسبت يې زيان کم دی او د پام وړ دا ده چې چين په خپل هېواد کې کوويډ- ۱۹ کنټرول کړی او د واکسين په جوړولو کې يې هم پرمختګونه کړي.

اوس امريکا وېره لري چې ښايي د چين اقتصاد چې لا له مخکې د چټکې ودې په حال کې دی، د کوويډ- ۱۹ په مخنيوي سره به يې نړيوال باور نور هم زيات شي او په مقابل کې به امريکا چې له يوې خوا له اقتصادي ځوړتيا سره مخ شوې، له بلې خوا به د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې په نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکړي، نو ځکه يې په دې وروستيو کې په خپل هېواد کې د چيني شرکتونو د فعاليتونو منع کېدو ته مخه کړې.

امريکا نه يوازې په خپل هېواد کې د چيني شرکتونو د فعاليت د بندولو اقدام کوي، بلکې هڅه کوي چې په دې برخه کې نور  هېوادونه په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونه هم له ځان سره ملګري کړي، خو تر اوسه نه ده توانېدلې.

دغه راز که څه هم په امريکا کې کورني جنجالونه اوږد تاريخ لري، خو سږ کال پکې د نژادي تبعيض پېښې دومره  لوړې کچې ته ورسېدې چې د نړيوالو خبرونو مهم سرټکي جوړوي.

پر دې سربېره، د دغه هېواد له ولسمشريزو ټاکنو وروسته له رامنځ ته شويو ننداريو سره هممهاله ډېری تحليل‌ګران لرې نه ګڼي چې په دغه هېواد کې کورنۍ شخړې رامنځ ته شي.

له بلې خوا د روغتيا نړيوال سازمان په ګډون، له ځينو مهمو نړيوالو تړونونو څخه د امريکا وتلو له امله هم دغه هېواد په نړيواله کچه هم ګوښی کړی او اوس يې هغه پخوانی برم نشته چې د نړۍ د مهمو معادلو په ټاکلو کې به يې غوښنه ونډه درلوده.

په مقابل کې يې چې چين د جامع سيمه ييز اقتصادي مشراکت تړون مهم غړی او مبتکر ګڼل کېږي او د اقتصادي همکاريو په لړ کې يې د ملګرو شمېر مخ په زياتېدو او د تلې پله يې د امريکا په مقابل کې د درنېدو په حال کې ښکاري، ښه پر مخ روان دی.

چيني چارواکو دغه تړون د ځان، سيمې او نړۍ لپاره ګټور بللی او په وينا يې، د دغه تړون ګټې به له سيمې څخه پراخې او نړيوالې وي.

د چين لومړي وزير لي که جيانګ د نوامبر په ۱۵مه اعلان وکړ چې د جامع سيمه ييز اقتصادي مشارکت تړون لاسليک کېدل د څو اړخیز او آزادې سوداګرۍ لپاره يوه بريا ګڼل کېږي.

د شين هوا آژانس د خبر له مخې، د چين لومړي وزير د دغه تړون لاسليک کېدو په اړه ترتيب شوې ويډيويي ناسته کې ويلي، چې د جامع  سيمه ييز اقتصادي مشارکت تړون لاسليک يوازې د ختيځې آسيا سيمه ييزې همکارۍ لپاره ستره لاسته راوړنه نه، بلکې د څو اړخيزم او آزادې سوداګرۍ لپاره يوه ستره بريا ګڼل کېږي.

لنډه دا چې د امريکا مخ پر ځوړ  اقتصادي وضعيت او د چين چټکې اقتصادي ودې ته په پام سره، داسې اټکل کېدای شي چې چين به ډېر ژر له امريکا څخه مخکې شي.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In