زابل د شمالي عرض البلد په ۶۶ درجو او د ختيځ طول البلد د ۳۲ درجو او ۷ دقيقو تر منځ د هېواد په سوېل- لوېديځ كې پروت دى.
زابل يا پخوانى زابلستان د پښتنو د لرغونو قبيلو زاوليانو ټاټوبى، د كابل- كندهار پر لويه لار پروت دی، چې ۱۷۲۹۳ کيلومتره مربع مساحت لري. زابل ۴۵ كاله وړاندې په رسمي ډول د مستقل ولايت په توګه ونومول شو.
په ۱۳۹۰ کال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د شوې سروې له مخې، د زابل د نفوسو شمېر شاوخوا څلور سوه زره تنه ښودل شوى دى.
څلور خواوې
د زابل ختيځ ته د غزني ناوه ولسوالي، د پکتيکا تروه ولسوالي او د ډيورنډ پوله پرته ده. شمال ته يې غزني، لوېديځ ته يې کندهار او د اروزګان ځينې برخې او سوېل ته يې کندهار پروت دى.
ولسوالۍ
دغه ولایت پر مرکز کلات سربېره يوولس ولسوالۍ لري چې شملزي، ارغنداب، خاكيران (خاك افغان، كاكړان) داى چوپان، ميزانه، شاجوى، شهر صفا، اټغر، شينكۍ، نوبهار او سيوري نومېږي. په دغه ولايت كې توخي، هوتك او د دې تر څنګ تركي، اندړ، سليمانخېل، ناصر، خروټي، كاكړ، احمدزي، پوپلزي، وردګ، يوسفزي، صافيان او شيراني قومونه پکې استوګن دي. د زابل ټول وګړي پښتانه دي.
کلتور
زابل که څه هم چې پخوا يې فرهنګي او کلتوري وضعيت ډېر د پام وړ نه و او خلکو ورسره ډېره لېوالتيا نه درلوده، خو اوس په کې ډېرې کلتوري او فرهنګي هڅې روانې دي. فرهنګي ټولنې شته، فرهنګي خپرونې، غونډې او مشاعرې هغه څه دي چې په زابل کې تر سره کېږي. سورغر ادبي ټولنه او زابل ادبي بهير په کې فعالې فرهنګي ټولنې دي، چې هر کال د بادام ګل په نوم مشاعرې هم کوي.
رسنۍ
د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت په راتلو سره په زابل کې هم ځینو خپلواکو رسنيو پر فعاليت پيل وکړ. په دغو رسنيو کې د ترنک، ملي او زبل راډيوګانې، کلات غږ پنځلس ورځنۍ جريده، ترنک اونيزه، زبيده او شنه پاڼه مجله شامل دي چې اوس شنه پاڼه مجله او ترنک مجله يې له چاپ څخه پاتې دي. په دې وروستيو کې د زابل په شهر صفا، شاه جوۍ او شينكۍ ولسواليو كې هم سيمه ييزي راډيوګانې د زابل د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) لخوا جوړې شوې دي، خو د هغوى نشرات تر ډېرو محدودو ساحو پورې دي.
تاريخي ابدې
غوړه مرغه او د غونډانو تاريخي غر چې د پښتنو په ټولو تاريخي شجرو او كتابونو كې يې نوم راغلی، د كلات د بالا حصار غونډۍ، د شملزو په ولسوالۍ كې د كچرو تاريخي لاره چې د احمدشاه بابا لښكرې له همدې لارې هند ته تلې، د غشي منار همدا غشى احمدشاه بابا د كلات او جلدك تر منځ هغه مهال جوړ كړ، كله چې هند ته د غزا په نيت تلو او دلته يې د بري لپاره د فال په نيت غشى وار كړ.
د سيوري ولسوالۍ د سره غره په لمنه كې د بولان په نوم د پښتنو تاريخي هديره، د بولان په سيمه كې پخوانۍ لرغونې سمڅه، د صاحب خان غونډۍ، سورتاك او سنګر جمال خېل سيمې، د كلات پر غونډۍ د شيخ متي عليه الرحمه زيارت، په نوبهار ولسوالۍ كې د معافانو كلى چې د احمدشاه بابا لخوا له عسكرۍ معاف شوی و، د شملزو په ولسوالۍ كې د ساوټ غره په لمنه كې د خڼكۍ زيارت، د شملزو ولسوالۍ ته په پنځه كيلومترۍ كې د خرښبون نيكه زيارت، د نوبهار ولسوالۍ د غونډانو غره ته نږدې د كټه بابا زيارت، په خپله د غونډانو تاريخي غر، په اټغر ولسوالۍ كې د ملكيار بابا د زوى حسين نيكه زيارت، د شينكۍ په ولسوالۍ كې سپيدار ته نږدې د ملكيار بابا د شهيدانو هديره، د شملزو د ولسوالۍ او نوبهار ولسوالۍ تر منځ د لواړګي سيمې، د غونډانو په لمنه كې د بابو كلي ته نږدې د مغلو او پښتنو شهيدانو هديره، د نوبهار ولسوالۍ او شاجوى تر منځ د شوبهار تاريخي سيمه چې يو وخت د شابهار په نوم و، د شاجوى او كلات تر منځ د كابل او كندهار د لويې لارې سوېل خوا د تازي سيمه او د نازو انا د پلار سلطان ملخي تاريخي كلا، د زابل ولايت د شملزو په ډګرو كې له ګرګينانو سره د پښتنو سرتېرو زيارتونه، د شملزو په ډګرو كې د سهاك خوندي مشهور تاريخي زيارت، د شملزو د ولسوالۍ د دروازګۍ په خوله كې د پښتنو د يوه پخواني ليكوال حسين نيكه او جانان صافي زيارتونه، د ګرمام بابا زيارت، د حسني متي بابا زيارت، د حسن نيكه زيارت، د محمد هوتك د پټې خزانې د ليكونكي مزار او داسې نور د زابل تاريخي ابدې دي.
مشاهير
سلطان ملخي توخى، نازو انا، ملکيار بابا، بابا هوتک، شېخ متي بابا، شيخ کټه بابا، محمد هوتک د پټې خزانې ليکوال، د ميرويس نيکه پلار شاه علم خان هوتک، سيدال خان ناصر، ملا باز توخى، جانان هوتک، محمد عمر خان توخى، وکيل بسم الله خان هوتک، ملا عبدالقيوم شملزى، وکيل حبيب الله خان، ملا عبدالسلام راکیټي، خان خنډي خان، حاجي عبدالباري خان، حاجي محمد هاشم خان هوتک، ډاکټر زلمى زابلى، حميدالله خان توخى، حاجي عزيزالله خان ناصر او نور يې مخکښ او نوميالي دي.
کرنه
د دې ولايت خلک زيات پر كرنه او مالدارۍ بوخت دي چې عمده حاصلات يې بادام، غنم، اوربشې، جوار، مۍ او نورې غلې دانې دي، خو د تازه مېوو په برخه كې هم دغه ولايت ډېرې مېوې لكه خټكي، هندواڼې، انار، انګور، انځر، بادام او توت لري.
ښوونه او روزنه
زابل د نورو ولايتونو په پرتله د ښوونې او روزنې له پلوه لږ ټكنى دى، دغه ولايت چې په تېرو وچكالیو كې خورا ځپل شوى دی، خلك يې مجبوره دي چې د خپلې كورنۍ لپاره نفقه لاس ته راوړي، دا چې په دغه ولايت كې د اوبو سطحه ټيټه ده، نو خلك مجبور دي چې د هېواد د ځینو ولايتونو تر څنګ، پاكستان، ايران او دوبۍ ته د مزدوريو لپاره ولاړ شي، همدې چارې تر ډېره ښوونه او روزنه هم له ګواښ سره مخ كړې ده او بله دا چې دغه ولايت غرنى دى. په ځينو سيمو كې يې د ناامنۍ له كبله هم ښوونځي نشته او ماشومان يې له كورنيو سره په مال څرولو او د کرنې پر چارو بوخت دي.
د دې ولايت د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې ټول ٢٣٦ ښوونځي دي، چې ٩٥ يې پرانيستي او ٤٥ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي او نور يې د ناامنيو له امله تړل شوي دي.
سوداګري
په زابل کې د سوداګرۍ چارې د پام وړ نه دي، خو بيا هم په دغه ولايت كې د بادامو، زردالو، انګورو، غنمو، وربشو او جوارو سوداګري کيږي چې ځینې خلک يې پر کار بوخت کړي دي.
لوبې
په زابل كې اوس هم تر ډېره پخوانۍ لوبې د خلکو خوښيږي. خوسى، بيډۍ، مردكۍ، سوخوټ (د تيږو لوبه)، غېږنيول، توپ ډنډه او نور يې په دوديزو لوبو کې راځي او دغه راز د شپې لخوا د فولكلوريكو كيسو اوږده داستانونه ويل هم په کې دود دي.
په دغه ولایت کې ځینې نورې عصري لوبې هم شته لکه كركټ، فوټبال او واليبال چې مينه وال يې مخ په زياتېدو دي.
په دغه ولایت کې تر اوسه کوم رسمي ورزشي کلب نه دی جوړ شوی او نه هم تر اوسه د دغه ولایت لوبغاړي په رسمي لوبو کې لوبېدلي دي. د دغه ولایت ځوانان بیا په تېره هغه یې چې ورزش ته یې مخه کړې ده، له دولت غواړي چې دوی ته د ورزش په معیار برابر لوبغالي او ورزشي کلبونه جوړ کړي، څو له دې لارې وکولای شي خپل هیواد ته یو خدمت وکړي.