غزني د افغانستان يو له مهمو او مرکزي ولايتونو شمېرل کېږي. دغه ولايت د هېواد په دويمه درجه ولايتونو کې راځي او د خورا ډېرو لرغونو ابدو لرونکې او غني تاريخي مخينه لري. غزني د جغرافيايي موقعيت له پلوه د شمالي عرض البلد په ۳۳ درجو او ۳۳ دقيقو او همدارنګه د ختيځ طول البلد په ۶۸ درجو او ۲۵ دقيقو كې پروت دى.
غزني ښار له کابل څخه په ١٤٥ کيلومترۍ کې د کابل-کندهار د لويې لارې پر سر پروت دى. د دغه ولايت شمال ته ميدان وردګ او باميان، ختيځ ته يې پكتيا، پكتيكا او لوګر، سوېل ته يې زابل او لوېديځ ته يې د اروزګان او زابل ولايتونه پراته دي.
د دغه ولايت پراخوالى ۳۲۷۹۷ كيلومتره مربع ښودل شوى او د وګړو شمېر يې شاوخوا یو نیم میلیون تنه اټكل شوى دى.
غزني د اقليم له مخې په اوړي کې تود او په ژمي کې يې هوا ډېره سړېږي، په دغه موسم کې يې د حرارت درجه ان تر منفي ۲۰ -۳۰ پورې رسېږي، د ناور سيمه چې د ټول كال په اوږدو كې يې تودوخه د سانتي ګراد له +۲۰ درجو څخه نه لوړېږي، له خورا يخو سيمو څخه يې ګڼل كېږي.
د كال په اوږدو كې يې ۱۸۸ ورځې نسبتاً ګرمې او د اكټوبر مياشتې له ۱۲مې د اپرېل تر لسمې پورې يې هوا سړه او باراني وي. په دغه ولایت کې د كلني اورښت منځنۍ اندازه ۲۲۹۶ ملي متره اټكل شوې او ځمكه يې د سمندر له سطحې څخه ۱۸۰۰متره لوړوالى لري.
ولسوالۍ
دغه ولایت د مرکز په ګډون ۱۸ ولسوالۍ لرۍ: اندړ، مقر، قره باغ، ګيلان، واغظ، ګيرو، ده يک، ناور، جاغوري، مالستان، رشيدان، اب بند، خوګياڼي، ناوه، جغتو، زنخان، اجرستان او خواجه عمري.
د دغه ولايت اوسېدونکي له دريو لويو قومونو پښتون، هزاره او تاجک څخه جوړ دي او له دې سره په څنګ کې نور واړه قومونه لکه بيات، سادات او سکان هم په دغه ولايت کې ژوند کوي او ډېرى ولسوالۍ يې پښتون مېشتې دي.
د اوبو بندونه
په غزني ولايت کې پنځه د ابو بندونه شته، چې مهم هغه یې اب استاده، سلطان بند، سرده بند، زنخان بند او زرسنګ بند دي. دغه بندونه د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې دي، که څه هم چې په وروستيو کلونو کې يې د وچکاليو له امله اوبه کمه شوې؛ خو بيا یې هم کروندګر له اوبو په پراخه کچه استفاده کوي او ډېرى ځمکې ترې خړوبيږي.
کلتور
په دغه ولايت کې کلتوري هلې ځلې له لويه سره په ۱۳۳۱ لمریز کال کې د سنايي اونيزې په خپرېدو سره چټکې او په رسمي ډول پيل شوې. که د غزني تېر تاريخ ته پام وکړو، دغه ولايت په تېر کې هم له تاريخي او علمي پلوه د عرفان او ادب د يو علمي مرکز په توګه پېژندل شوی و؛ د سلطان محمود غزنوي په دوره کې په سلګونو شاعران، عارفان او ليکوالان لکه: سنايي غزنوي، سيدحسن غزنوي، مسعود سعد سليمان، فروخي سيستاني، ابوريحان البيروني او نور له بېلابېلو ښارونو دغه ولايت ته راټول شوي وو.
همدا راز په غزني کې ډېرې کلتوري ټولنې شته، لکه د سنايي ټولنه چې په ۱۳۵۰ لمريز کال کې د نياز محمد خوشه په مرسته چې ډېر فرهنګيان يې وهڅول، رامنځ ته شوه. لونګ ټولنه، د فرهنګيانو ټولنه، کاتب ټولنه، البيروني ټولنه، پسرلی ټولنه، قره باغ ټولنه، ارشاد ټولنه، زمزمه کلتوري ټولنه، غزنه باستان اجتماعي ټولنه، کليوال ادبي ملګري ټولنه او داسې نورې ټولنې په ياد ولايت کې جوړې شوې دي.
دا هره ټولنه خپلې دورهيي غونډې لري او يا له دې لارې د نويو شاعرانو او ليکوالانو د کتابونو چاپېدو ته زمينه هم برابروي، خو په دې وروستيو کې په غزني کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري څو پرلهپسې فرهنګي ناستې او همدا راز مشاعرې جوړې شوې او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
په غزنې کې د نوي دولت په راتګ سره د پوهنې رياست عامه کتابتون او د اطلاعاتو او کلتور رياست پر البيروني کتابتون سربېره؛ نږدې ۲۵ کتابپلورنځي شته او د دې تر څنګ په ځینو شخصي پوهنتونونو او ښوونځيو کې هم ورته لوی لوی کتابتونونه شته چې هر وخت ورنه زده کوونکي او نور د مطالعې مينه وال ګټه اخلي.
تاريخي ابدې
غزني ولايت ۱۵۰۰ کلن او له اسلام نه مخکې تاريخ لري، په غزني کې ډېرې تاريخي سيمې او تاريخي ابدې شته، خو ورته د نه پاملرنې له امله دغه ډېرې ابدې او تاريخي سيمې مخ په خرابېدو او يا هم بيخي له منځه تللې دي.
د بېلګې په ډول، د دغه ولايت مهمه سيمه زوړ ښار (بالاحصار) چې پخوا په کې د سلطان محمود غزنوي د سلطنت مقر و، يوه له تاريخي سيمو بلل کېږي. دغه کلا نږدې ۴۰ برجونه لري او ويل کېږي چې سلګونه کاله وړاندې دلته يو سر پټی د سرو زرو بازار هم و، چې د جنګونو له امله وران او له منځه ولاړ او تاريخي اثار او سره زر يې تر خاورو لاندې شول.
د غزني د زاړه ښار ځینې برجونه ويجاړ شوي او يا هم د له منځه تلو په حال کې دي.
په دغه ولايت کې ټول نږدې ۳۰۰ تاريخي سيمې، ابدې او مقبرې شته چې تر اوسه په تېرو لسو کلونو کې يوازې ۳۰ يې رغول شوې دي.
موزيم
د غزني موزيم يو مهال د هېواد له غني موزيمونو شمېرل کېده، خو په تېرو څو لسيزو جګړو کې لکه د هېواد د نورو موزيمونو په شان دغه موزيم هم زيان وليد او ډېرى تاريخي ارزښتمن اثار يې چور او تالان شول. خو په دې وروستيو کې ځيني هغه اثار چې په ياد مهال د ساتلو په موخه کابل ته لېږدول شوي وو او يا له نورو خواوو موندل شوي، بېرته غزني ته لېږدول شوي دي. خو ډېر هغه اثار يې چې بهرنيو ملکونو ته قاچاق شوي او پلورل شوي، لا هم ورک دي.
غزني د تاريخي اثارو له پلوه خورا غني ولايت دى، چې بايد په دې وروستيو کې ډېر کار ورته شوى واى، خو له بده مرغه مرکزي ادارې او په خپله د غزني چارواکو په دې برخه کې هېڅ کار نه دى کړى.
غزني مخکې يوازې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت پورې اړوند يو موزيم درلود، چې هلته په کې له اسلام نه وړاندې تاريخې اثار اېښودل شوي وو. دغه موزيم اوس هم شته، خو اثار يې تر اوسه نندارې ته نه دي وړاندې شوي او له تېرو څو کلونو راهيسې يې دروازې تړلې دي.
دغه راز په وروستيو کې په غزني کې دوه نور نوي موزيمونه هم جوړ شول چې يو يې د ولايت په مقام کې په خپله د ولايت لخوا جوړ شوى او بل د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې دى.
رسنۍ
په غزني کې رسنيزو فعاليتونو هم د پخوا په پرتله وده کړې ده، په دغه ولايت کې اوسمهال د دولتي او نادولتي تصويري، چاپي او غږيزو رسنيو شمېر تر ۴۳ پورې رسېږي.
په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د عليحضرت محمد ظاهرشاه په دوره کې د سنايي اونېزه له چاپه راووته، چې تر اوسه پورې خپرونې کوي. په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د افغانستان ملي راډيو- ټلوېزيون شبکه فعاله شوه چې خپرونې يې له کابله په مستقيم ډول برکاسټ کولې، خو د نوي دولت (د حامد کرزي دوره) په راتګ سره په غزني کې د دولتي راډيو- ټلوېزيون او سنايي اونېزې سره په څنګ کې نورو ازادو رسنيو ته هم د فعاليت زمينه برابره شوه.
د کرزي د حکومت په لومړيو کې يوازې څو دولتي رسنيو په دغه ولايت کې فعاليت کاوه، خو له نېکه مرغه اوس په دې برخه کې پرمختګ شوى دى.
پوهنه
غزني که څه هم مخکې د هېواد د نورو ځينو ولايتونو په کچه د پوهنې په برخه مخکښ و، خو وروستيو څو لسيزو جګړو د دغه ولايت ښوونې او روزنې ته هم زيان اړولى او په ډېرى ولسواليو کې يې تر ډېره ښوونځي وتړل شول او څو دورې هلکان او نجونې يې له تعليمه پاتې شول.
په ټول غزني کي د انسټېټیوټ او دارالمعلمين په ګډون، ټولټال ۶۳۵ بېلابېل ښوونځي شته، چې ۴۷۴۷ ښوونکي لري او ۲۴۵۹۸۶ زده کوونکي پر زده کړو پکې بوخت دي، چې ٤٥ سلنه يې نجونې جوړوي.
د غزني پوهنتون په ۱۳۸۷ لمريز کال کې جوړ او اوسمهال شپږ (د ښوونې او روزنې، شرعياتو، اقتصاد، کرنې، ادبیاتو او انجنیري) پوهنځي لري.
صنعت
په دغه ولایت کې د کلالۍ او پوستين دوزۍ تر څنګ، مسګري، زرګري، پشمينه بافي، خامکدوزي او جامې هم د هغو صنايعو په ډله کې راځي، چې د دغه ولايت يوه برخه خلک يې پر جوړولو مصروف دي.
د پشمينه بافۍ صنعت د جغتو، ناهور، جاغوري او مالستان او د قره باغ د ځینو سيمو د خلکو فرهنګ بلل کېږي، د دغو سيمو ټولې ښځينه له وړيو د جوړېدونکو توکو اوبدل زده کوي او ډېرې کورنۍ له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کوي.
ټغر، جوال، جورابې، دستکش، جاکټ او پشمې کمپلې چې د شالکي په نوم هم ياديږي، ډېرى د ښځو لخوا په دغو ولسواليو کې اوبدل کېږي او سربېره پر دې چې په کورونو کې ترې استفاده کوي، بهر ته هم صادريږي.
د خامکدوزۍ صنعت هم په پورته يادو ولسواليو کې دود دى، په کليو کې ښځې دستمال، څادر، کالي، شال، خولۍ او يخنونه جوړوي. که څه هم تر اوسه ورته په بهر کې مناسب بازار نه دى موندل شوى، خو د سيمې په بازارونو کې د ډېر ارزښت لرونکي دي.
کلالي هم د غزني يو له مهمو صنعتونو څخه ده او له ډېر پخوا د سلطان محمود غزنوي له وختونو چې دغه ښار د علم او فرهنګ زانګو وه، دود ده.
پوستين ګنډنه هم د دغه ولايت يو صنعت بلل کېږي، پوستين د ځانګړو مسلکي کسانو لخوا د څارويو او نورو حيواناتو له څرمنو چې ثابتې وړۍ ولري، جوړيږي. دغه جامه په دې چې ګرمه ده، په ژمي کې خلک ترې کار اخلي.
د دغه ولايت مسګري هم ډېر نوم لري، مسګران او پښان معمولاً د بزګرۍ، ترکاڼۍ او نور وسايل او لوښي لکه بېل، کلنګ، تېشه، رنده، مارتول، جبل، ديګونه او داسې نور څیزونه جوړوي او خپل پخوانى حالت يې اوس هم ساتلى دى.
خو له دېرشو کلونو راپدېخوا ورو ورو په غزني کې د صنعت بڼه کمرنګه شوې او خپل ارزښت يې له لاسه ورکړى دى. خو ويلای شو چې په دې وروستيو دوو کلونو کې لاسي صنايعو ته څه ناڅه پام شوی چې اوس په غزني ښار کې مېرمنې په خپلو لاسونو ډول ډول څیزونه جوړوي او بيا یې وروسته بازار ته وړاندې کوي.
کرنه
د دغه ولایت شاوخوا ٧٠ سلنه اوسېدونکي پر کرنه بوخت دي، دغه ولايت پراخې کرنيزې اوبيزې او للمې ځمکې لري، که څه هم د دغه ولايت يو څه اندازه کرنيزې ځمکې له بندونو او چينو خړوبيږي، خو کاريزونه په کې ډېر دي او کاريزونه د دغه ولايت د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو مهمه سرچينه بلل کېږي.
هغه سيمې چې د بندونو له اوبو بې برخې دي او يا هم طبيعي چينې ونه لري، د ځمکو د خړوبولو لپاره د کاريزونو له اوبو ګټه اخلي؛ خو له بده مرغه په دې وروستيو کلونو کې د پرلهپسې وچکاليو له امله د غزني د ډېرو کاريزونو اوبه وچې شوې او خلکو د دې تشې ډکولو لپاره د ژورو څاګانو کیندلو ته مخه کړې ده.
دغه ولايت د کرنې لپاره مساعدې او حاصل خيزې ځمکې لري، چې بېلابېلې مېوې لکه انګور، زردالو، الو، مڼې، بادام، توت، شفتالو، هندواڼې، خټکي، ګيلاس، انځر او داسې نورې په کې ښه وده او ډېر حاصل ورکوي.
دغه ځمکې د غلودانو او سبزيجاتو د حاصلاتو له پلوه هم بې سارې دي، غنم، وربشې، لوبيا، نخود، عدس، شرشم او د سبزيو په برخه کې لکه کچالو، پياز، ملۍ، ګازرې، ګندنى، نعنا، ګشنيز، کدو، بادرنګ، تره، کرم، شلغم، رومي او تور بادنجان او داسې نور د دغه ولايت کرنيز حاصلات جوړوي.
لوبې
لکه د نورو ولايتونو په څېر په غزني کې هم ورزش او نورې بېلابېلې لوبې له ډېر پخوا راهيسې دود دي، که څه هم چې ځینې دغه لوبې او ورزشونه تر يوه بريده هېر شوي، خو بيا هم په ځينو لرې کليوالو سيمو کې دود دي او د لويانو تر څنګ ماشومان خپلې دوديزې لوبې تر سره کوي.
په غزني کې اوسمهال زياتې لوبې لکه، نيزه بازي، (سانګې وهل) کوله شتره، خوسی، چندر لال، توپ ډنډه، غېږنيول، پټ پټوني، تېږه اچول، چشم پوټان (سترګې پټول) ټوپ وهل، واليبال، فوټبال، چکه کول، نښه او غشي ويشتل او داسې نورې ورته لوبې تر سره کېږي.
دا هغه لوبې دي چې پخوا به په غزني کې په خاص ډول په ولسواليو او کليو کې زياتې تر سره کېدې؛ خو له وروستيو بدلونونو سره يادې دوديزې لوبې تر ډېره هېرې شوې او اوس هومره نه تر سره کېږي لکه پخوا به چې تر سره کېدې.
پر دې سربېره، اوس هم په غزني کې نږدې ۳۱ فيدراسيونونه فعال دي چې په کې په زرګونه ښځينه او نارينه لوبغاړي پر ورزش او لوبو بوخت دي.