ارزښتونه لکه لویه هینداره؛ موږ ته تلقین راکوي چې کوم شی زموږ لپاره ښه او کوم شی زموږ لپاره بیا ښه نه دي. موږ هر یوه ته بیا بېلابېلې سپارښتنې لري. همدغه څه د دې لامل کېږي چې د انسانانو ژوند سره متفاوت وي. همدا د نظام متفاوتوالی خپله د انسانانو ارزښتونه دي.
په ورځني ډول موږ هره ورځ ځینې کارونه او کړنې تر سره کوو، څو خپلو ارزښتونو ته ورسېږو او که دغه کارونه زموږ له ارزښتونو سره همغږي وي، له هغه کار خوند اخلو او که ور سره همغږي نه وي، بیا نو هغه ده چې د دې کارونو او کړنو له تر سره کولو ډډه کوو. یانې زموږ موخې او کړنې زموږ لپاره وسیله ده څو وکولای شو له دې لارې خپلو ارزښتونو ته ورسېږو.
د بېلګې په توګه، که د چا تروش خوند خوښېږي، په ډېر احتمال سره یې تروش لیمو، تروش الو او تروشه پښۍ (رواش) هم خوښېږي؛ ځکه د همدې پر مټ تروش خوند ته رسېدای شي. په دې بېلګه کې تروش خوند زموږ د ارزښتونو په مانا دی او تروش لیمو بیا د وسیلې (موخې)، څو تروشې مزې ته ور باندې ورسېږو.
دلته باید یو بل ټکی هم زیات کړو، هغه کسان چې تروشه مزه یې خوښېږي او خوند ترې اخلي، په دې مانا نه ده چې خواږه، تُند او نور خوندونه یې نه خوښېږي؛ بلکې نورو خوندونه ورته تر تروش خوند په ټیټه کټهګورۍ او درجه کې دي.
ځینې وخت موږ د ځان لپاره داسې موخې ټاکوو چې له ارزښتونو سره مو سر نه خوري. د بېلګې په توګه، هغه کسان چې تروش طعم خوند ورکوي او دی د ځان لپاره د ترخه مرچ خوړل ټاکي، دغه کار د دې لامل کېږي چې د ارزښتونو او موخې تر منځ یې تضاد رامنځ ته شي او د دې لامل شي چې یاد کس له خپل کړي کار هېڅ خوند وانه خلي او تر څنګ یې درد او ځور هم وویني.
د ارزښتونو او هغو کارونو تر منځ تضاد چې تر سره کوو یې بدې پایلې هم لرلی شي، چې تر ټولو روښانه هغه د ارامۍ او سکون نه درلودل دي. د بېلګې په توګه، د یوه چا لپاره تر ټولو لومړنی ارزښت دا دی چې معلومه او دایمي دنده ولري، خو ده بیا هم د ځان لپاره روز مزد کول ټاکلي وي، د دې کار پایله ښکاره ده چې دغه کس هېڅکله هم د ارامۍ احساس نه شي کولای.
دغه کس چې شغلي امنیت (دایمي او ښه دنده) ورته تر هر څه مهمه وي، هېڅکله نه شي کولای له خطر ډک کار ته لاس واچوي، خو له دې سره سره ده داسې کار ته مخه کړې ده چې عملاً رېسک او خطر پکې موجود دي، په دې مانا چې کېدای شي یوه ورځ کار ورته پیدا شي او یوه ورځ هم نه او په ټوله کې یې د دندې امنیت نه دی خوندي شوی، مانا دا ده چې دایمي دنده نه لري.
مخکې له دې چې خپل ارزښت وټاکو، نو لازمه ده چې په څو ټکو باندې وپوهېږو.
۱. موږ کولای شو څو اصلي ارزښتونه او بیا د هره یوه لپاره یې څو فرعي ارزښتونه په پام کې ونیسو. کېدای شي د دندې درلودل زموږ اصلي او د ژوند یو ارزښت وي او د دې ارزښت فرعي ارزښتونه بیا کېدای شي په کار کې صداقت، رښتینې هڅه او ژمنتیا وي.
۲. ارزښتونه کېدای شي موقعیت ته په کتو بدلون وکړي ان کېدای شي بیخي ور باندې پوه نه شو، چې بدلون یې کړی دی، نو لازمه ده چې په اګاهانه ډول مو خپلو ارزښتونو ته پام وکړو. د بېلګې په توګه، یو څوک مینې ته ډېر درناوی لري او ارزښت ورکوي، خو کله چې متوجه کېږي خیانت ور سره شوی دی، کېدای شي په هماغه شېبه کې یې ټول هغه باورونه چې د مینې په اړه یې درلودل، تر پوښتنې لاندې کړي. په دې صورت کې نه یوازې دا چې نور مینه ورته بې ارزښته ښکاري ان کېدای شي د دې ارزښت پر وړاندې ودرېږي.
۳. ځینې وخت موقعیت ته په کتو دا اېجابېږي چې په اګاهانه ډول خپلو ارزښتونو ته بدلون ورکړو. د بېلګې په توګه، کېدای شي یوه کس ته دنده ان تر خپلې کورنۍ هم با ارزښته وي او د کورنۍ اړوند په ډېری مراسمو کې لکه کلیزه، شیریني خوري، واده او نورو کې چې باید حضور ولري، غیر حاضر وي. دغه څه کېدای شي له کورنۍ سره د اړیکو د سړېدو او کم رنګه کېدو لامل شي او خبره ان بېلوالي ته ورسېږي؛ ځکه د ژوند ملګری (خاوند / مېرمن) او اولادونو ته کورنۍ تر ټولو لوړ او لومړنی ارزښت دی؛ خو د هغه لپاره بیا دنده تر ټولو لوړ او لومړنی ارزښت دی، له همدې کبله د ده او کورنۍ تر منځ یې اختلاف منځ ته راځي. دلته نو تر ټولو ښه پرېکړه دا کېدای شي چې ارزښتونه د لومړیتوب له مخې درجه بندي کړي او کورنۍ تر دندې مخکې کړي او په لومړي قدم کې ځای ورکړي.
پورتنیو څرګندونو ته په کتو اړتیا ده چې خپل ارزښتونه مشخص او وټاکو. د دې کار لپاره ښه ده چې ویې لیکئ څو یې ښه درک او د لومړیتوب له مخې درجه بندي کړئ.
۱. ستاسو د ژوند ارزښتونه څه دي؟
۲. ستاسو اعتقادات او باورنه کوم دي؟ د بېلګې په توګه: کېدای شي یو څوک ووایي، زه په دې باور یم چې باید په دنده کې صادق اوسم، نو صداقت د هغه لپاره یو ارزښت دی. کېدای شي یو بل څوک بیا ووایي، زه په دې باور یم چې ټول خلک باید تل د خپلې دندې اړوند برخه کې د زده کړو په لټه کې اوسي، وړتیاوې یې لوړې کړي او پرمختګ وکړي، نو د دې کس لپاره بیا زده کړې او پرمختګ ارزښت بلل کېږي. اوس نو همدغه کس خپل ازاد او فارغ وخت د دندې اړوند زده کړو ته ځانګړی کوي.
۳. روغتیا درته مهم ده او که کورنۍ؟
۴. پیسې درته مهمې دي او که روغتیا؟
د هغو ارزښتونو له ډلې چې مشخص کړي مو دي ۳ ارزښتونه چې لوړ لومړیتوب درته لري، مشخص کړئ. له هغه وروسته دغه درې ارزښتونه بیا بیا له ځان سره یاد او تکرار کړئ، څو مو یې ناخوداګاه ذهن د یوه ارزښت په توګه ومني. کله یې چې ومنل، نو په ناخوداګاه ډول به شرایط هم همداسې راشي چې دغه درې ارزښتونه په لومړیتوب کې ځای ونیسي.