دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په ژوند کې د بریالیتوب لارې چارې

ژباړه: احسان الله کریمي

جون 23, 2021
in لیکنې
0 0

بریالیتوب داسې شی نه دی، چې یوه ورځ کې پیدا شي او ورته ورسیږی. بریالي کسان په یوه ورځ بریا ته نه دي رسېدلي، هغوی د دې لپاره کلونه کلونه زحمت ایستلی. موږ په دې مقاله کې د بریالیتوب ۱۵ هغو رازونو ته اشاره کړې ده، چې پر مټ یې کولای شو د  ژوند په هره برخه کې بریا لاسته راوړو. یوازې په دې رازونو باور او عمل وکړئ.

 لومړی راز

هېڅوک په ژوند کې دومره قوي نه دي چې ستاسې لاس ونیسي او ستاسې د بریا لامل شي، که د نورو ژوند ته وګوری، وبه وینی چې هغوی هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي او کله کله خپل ځان بیخي کمزوری ښيي. نو په کوم دلیل له نورو کسانو د لاسنوي تمه کوی، په داسې حال کې چې هغوی خپلې ستونزې نشي حل کولای.

دویم راز

هیڅ انسان پوره نه دی. هر انسان ښېګڼې او بدګڼې لري. که تاسې غواړی چې په هره برخه کې استاد واوسی او له هر پلوه پوره وی؛ دا هېڅ امکان نه لري .
هیڅ انسان پوره نه دی، خو هر انسان له ښو هم ښه پرېکړه کولای شي. خپلې وړې وړې تېروتنې په نښه کړئ او د سمون لپاره يې همدا اوس لاس پکار شئ. بریالیتوب له همدې ځایه پیلیږي.

درېیم راز

تاسی نشی کولای حالاتو ته په مکمل ډول تغییر ورکړی، نو څنګه چې شرایط دي په هماغه راضي واوسئ، یوازې په دې باندې باور ولرئ چې په اوسنیو حالاتو کې د بریالیتوب لارې چارې کومې دي.

 هر انسان په ژوند کې ډېرې ستونزې لري، عجیبه ده هغه خلک چې له ستونزو سره مخ دي، وايي کاشکي زه فلانی وی، اوس به مې ښه خوشحاله ژوند درلود، دا خبرې هسې ګپ دی. د دې فکرونو پر ځای داسې حللارې ولټوئ چې پر مټ یې خپل ژوند جوړ کړی، دا فکرونه مو پرته له دې چې وخت مو ضایع کړي، نور کومه خاص ګټه نه درته کوي.

څلورم راز

خوشالۍ او بریا ته د رسېدو لپاره په نور حساب مه کوی، لکه څنګه چې مو مخکي وویل چې هرڅوک خپلې ستونزې لري او هر څوک په خپل غم اخته دي، خپله نشي کولای چې ستونزې یې حل کړي، نو د دې لپاره کوښښ وکړئ چې ټوله هڅه مو باید دا وي چې خپلې ستونزې پخپله حل کړی او نورو ته له لاسنیوي ځان وساتئ او برعکس داسې څه تر سره کړئ، چې نور خلک ستاسو لاره وڅاري. هدف مې دا دی چې دومره قوي شئ چې له خدای پرته د نورو مرستې ته اړتیا ونه لری.

پنځم راز

کله چې د یو کار کولو لپاره پلان جوړوی، له ځان څخه پوښتنه وکړئ، کوم کار تر سره کړم چې د ټولو په ګټه وي، یوازې خپلې ګټې په پام کې مه نیسئ.

شپږم راز

ښایي د انسان د زړه تر ټولو ژوره لېوالتیا دا وي، چې له ځان څخه د مهم څیز لپاره ژوند وکړي. له موږ څخه هر یو دې ته لېواله یو، چې مهم واوسو، یو توپیر را منځته کړو، پوه شو چې نړۍ تر یوه بریده غوره ده، ځکه چې موږ د ځمکې په دې خاورینه کره کې له چا سره معاشرت کوو او په هغه باندې مینېږو، نو د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره باید پرله‌پسې هڅې وکړو.

اووم راز

انسان یو ټولنیز موجود دی او معلومه خبره ده، چې د ژوند د دوام لپاره له نورو سره اړیکو ته اړتیا لري. که دا خبره نه منی، لږ فکر وکړئ چې د ځمکې کره، ځمکه او ټول موجودات ستا په نوم شي، خو یوازې تاسو په دې ځای کې ژوند کوی او نور څوک درسره نشته، تر ښه فکر کولو وروسته به دې پایلې ته ورسېږی چې دا هیڅ مانا نه لري او سمدلاسه به د وضعیت د بدلون په لټه کې شی. مانا دا چې له نورو پرته او یوازې ژوند کومه مانا نه لري.

اتم راز

په ژوند کې د بریا یو راز دا دی، چې موخې مو ولیکئ، تر ټولو لومړی کار چې سهار یې تر سره کړی، دا دی چې ورځ مو د څه لپاره ځانګړې کړې ده. ذهن مو داسې جوړ کړئ، چې سهار له خوبه د راپاڅېدو له وخته بیا تر ماښامه په قوي روحیه د هغه لپاره مبارزه وکړئ. اوس څنګه کولای شی چې دا ډول شرایط د خپل ځان لپاره رامنځته کړی؟ هره ورځ سهار د خپلو موخو په لیکلو سره دا کار کولی شی. کله مو چې دا کار وکړ، نو د خپلې مهمې موخې شاوخوا کرښه را تاو کړئ؛ هغه موخه چې په اوږدمهال کې به ستاسو په ژوند زیات اغېز ولري.
اوس له خپله ځانه وپوښتئ: نن کوم کارونه تر سره کولای شم، چې هر څه ته بدلون ورکړي او ما خپلې دې موخې ته نږدې کړي؟

نهم راز

په یوه کار کې له یو چا څخه وېره او د یو کار په تر سره کولو کې له دې څخه وېره چې ایا دې کار کې به بریالی شم کنه، تل له ذهنه وباسئ او مثبت فکر ولری. په پیل کې به مو ذهن ته ډول ډول شیطاني وسوسې درشي، خو دا هر څه حقیقت نه لري، څه چې مو په کوم نیت پیل کړي دوام ورکړئ او پرته له کوم فشار او وېرې څخه مخته ولاړ شئ.

لسم راز

وایي نیمایي ویښتان مو د هغه څه په اړه اندېښنې سپینوي، چې په ژوند کې مو هیڅ نه پېښیږي. په لومړۍ شماره کې مو وویل چې ذهن ته به مو ډول ډول وسوسې او منفي خبرې راځي، خو تاسو مثبت فکر وکړئ او هغه په پوره مانا درک کړئ. تل دا ووایاست چې ”زه یې کولی شم” او په خپلې کوچنۍ بریا هم ډېره خوښي څرګنده کړئ او ځان وستایئ.

یوولسم راز

لومړنۍ ماتې مو د دویم ځل لپاره فرصت وګڼئ، که په لومړي ځل پاتې راغلی، نو مه ناهیلي کیږئ، ځکه لومړنۍ ماتې د دویم ځلې پیل لپاره ښه فرصت دی، دا ځل یې ښه په هوښیارۍ پیل کړئ، د لومړۍ ماتې تر ټولو غوره ټکی دا دی چې دا ځل موږ تر لومړي ځل په خلاصو سترګو پرېکړه کوو او لوری ټاکو. له ماتې وروسته باید موږ تیار اوسو او د هغو درسونو له مخې حرکت وکړو، چې له ماتې څخه مو زده کړي دي.

دوولسم راز

ډېر کسان فکر کوي په هغه لار چې مخکې پرې روان دي، د بریا لپاره یوازینۍ هغه ده او پرته له دې لارې نه شي کولای خپلو هدفونو ته ځان ورسوي. مګر بریالي خلک تر ډېره دا ډول نه دي او دوی نړۍ په هماغه بڼه مني څنګه چې ده. دوی ټول هغه بدلونونه چې مخې ته یې راځي، قبلوي او له ټولو شته امکاناتو د خپلې بریا لپاره استفاده کوي. دا هم سمه ده چې بدلون باید په دوامداره او هر اړخیزه توګه نه وي، خو مه هیروئ چې بدلون او انعطاف د بریا کلي ده.

دیارلسم راز

اړینه نه ده چې نورو ته ثابته کړی چې څنګه کس یاستی، خلک حق لري چې څنګه یې زړه وي هغسې فکر وکړي؛ خو تاسې باید هغسې ونه اوسئ، څنګه چې خلک فکر کوي.

ستاسو تر غوږو به د خلکو ډول ډول خبرې درسیږي، خو تاسو چې کوم هدف ټاکلی، تر هغه ځان ورسوئ او بریالي شئ.

څوارلسم راز

په یاد ولرئ چې ستاسو هدف ژوند کول دي او باید غوره ژوند وکړی، هدف ته د رسېدو لپاره باید دومره سختې هم په ځان را نه ولئ چې ژوند درنه هېر شي. هر وخت خوشحالۍ ته د رسېدو لپاره دلیل پیدا کړئ او وګورئ چې په هغه وخت کې له ژوند څخه ډېر خوند اخلی.

Share6Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

جولای 27, 2026

یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

جولای 27, 2026

یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

جولای 27, 2026

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د بانکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In