له کله نه چې طالبانو له امريکایانو سره د دوحې تړون لاسليک او د دې تړون له مخې د طالبانو په زرګونه بنديان خوشې شول، په طالب چارواکو د سفر محدودیتونه لرې شول او تر څنګ يې امريکا او ناټو ژمنه وکړه چې نور به د افغان ځواکونو هوايي او ځمکنی ملاتړ نه کوي، طالبانو ځانونه د روانې شل کلنې جګړې ګټونکي او فاتحین وبلل، د دوحې لاسلیک شوی تړون يې د امریکا د ماتې او د ځان د بريا سند یاد کړ، دوی په لومړيو کې د جګړې د کمښت ژمنه وکړه؛ خو پورته یاد شويو فکټورونو ته په کتو چې طالب سياسي مشرانو خپلو نظامي مشرانو ته د بريا تضمين حساب کړ، نو جګړه د اکثرو طالب نظامي قومندانانو ټاکنه شوه، دوی باور تر لاسه کړ چې جګړه به له افغانستان څخه د امریکایانو تر وتلو وروسته افغان حکومت د دوی پر وړاندې راوپرځوي، اوس چې جګړه د مختلفو دلایلو چې په هغه کې هم د حکومت او هم د طالبانو د جنګ طلبو کړیو رول غوښن دی، تر بل هر وخت ګرمه او په ځينو ولایاتو کې د ډېرو ولسوالیو واګي هم د طالبانو په لاس کې ده او دا لړۍ لا روانه ده. اوس دا پوښتنه را پورته کېږي چې ايا طالبان به د جګړې له لارې په ټول افغانستان واکمن شي؟
راځئ لومړی دا سره جلا کړو چې ایا روانې جګړې طالبان په سیاسي میز د امتیاز او نړۍ ته د خپل قوت د څرګندولو لپاره پياوړي کړي او کنه؟ ایا د دوی وروستی انتخاب د جګړې له لارې په افغانستان واکمنېدل دي؟
که چيرې د جګړې شدت د لومړۍ پوښتنې د ځواب لپاره وي، نو طالبان به وکولی شي چې د میز پر سر ډېر څه د جګړې له همدې شدت څخه تر لاسه کړي، ځکه دوی په ډېرو ولسوالیو تلسط پيدا کړ او په ډېریو لویو لارو کنټرول لري. دوی به وکولی شي چې پر حکومت د فشار له لارې يا خپلې غوښتنې ټولې ومني او یا به يې داسې معاملې ته اړ باسي چې په واک کې به د طالبانو حضور ډېر زیان وي. اوس راځو د دویمې پوښتنې ځواب ته.
که چيرې طالبان په دې فکر جګړه کوي چې دوی به د جنګ له لارې په ټول افغانستان واکمنيږي، نو دوی بايد د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر په دقت وڅېړي، هغه په دې مانا چې ایا اوسنی افغانستان دې ته چمتو دی چې د طالبانو تر تسلط لاندې راشي؟ او د دوی د سختو قوانینو تر سخت دریځۍ لاندې به هغه سیاسي اقشار چې په تیرو شلو کالو کې يې په پوره ازادۍ خپل فعالیت کړی، خپل شتون ومني؟ ایا دوی به د خپلو پخوانيو دښمنانو پر وړاندې چې اوس له پخوا په ملي او نظامي لحاظ خورا پياوړي شوي، بريالي شي او یا به هغوی د طالبانو حاکمیت ومني؟
ایا سیمه یيز او ګاونډي هيوادونه به د طالبانو بشپړ حاکمیت په افغانستان کې په رسمیت وپيژني؟ او تر ټولو مهمه دا چې نړیوال په ځانګړې توګه امریکا، ملګري ملتونه او ناټو به دوی په افغانستان بشپړ واکمنېدو ته پرېږدي؟
دا او دېته ورته هغه پوښتنې دي چې دا جوتوي چې طالبان نه باید خپله تیره تاریخي تېروتنه تکرار کړي، دوی نه باید په ټول افغانستان د واکمنېدو او د خپلې خوښې حکومت د رامنځته کیدو په هڅه کې واوسي؛ ځکه دوی نه شي کولی چې په يوازې ځان حکومت جوړ کړي، تیر تاریخ هم ښودلې چې د ډلو او ګروپي حکومتونو بقا نه ده کړې، که چيرې طالبان په کابل هم ولکه ټينګه کړي، بیا هم اړ دي چې له دوو يوه لاره غوره کړي چې يوه د جګړې او بله هم د خپلو پخوانيو هغو جنګي ډلو او په اوسني حکومت کې له پوره ونډه والو سره د سولې او تفاهم لار ده، چې یو يې دایمي جنګ ته اړ کوي او بله يې دایمي ثبات ته رسولی شي. نو بناً غوښتنه دا ده چې د طالبانو په ګډون ټول اړخونه سولې ته لومړيتوب ورکړي او خپلې ټولې شخصي او ملي ګټې په سوله کې تضمين کړي، ځکه هیڅ لوری نه یو بل د تل لپاره حذفولی شي او نه یو لوری د تل لپاره په قدرت کې پاتې کيدلی شي.