د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۷مه غونډه د جون له ۲۱مې څخه د جولای تر ۱۵مې نېټې پورې په ژنيو کې تر سره کېږي.
په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي چن شو د جون په ۲۱مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۷مه غونډه کې د نړۍ د څه باندې ۶۰ پرمختيايي هېوادونو او سيمو په استازيتوب وينا وکړه او پکې يې د کرونا ضد واکسين د عادلانه وېش غوښتنه وکړه.
نوموړي د خپلې وينا پر مهال وويل، چې کرونا وبا په نړۍ کې لاهم د خپرېدو په حال کې ده او بېلابېلو هېوادونو، په تېره بيا مخ پر ودې هېوادونو ته يې زيات اقتصادي او ټولنيز زيانونه اړولي دي.
ده زياته کړه، چې واکسين د دې وبا د ختمولو لپاره پياوړې وسله ده او دا چې اوسمهال واکسين ته لاسرسی ډېر ستونزمن دی، نو پکار ده، چې په نړيواله کچه يې توليد عام شي.
چن شو دا هم وويل، چې د واکسين نېشناليزم او تر نفوس زيات ذخيره کول يې ډېر د اندېښنې وړ دی.
نوموړي څرګنده کړه، چې چين د کرونا ضد واکسين د عادلانه وېش په اړه د ملګرو ملتونو له غوښتنې ملاتړ کوي او پر ټولو هېوادونو غږ کوي، چې خپلمنځي يووالی وساتي، ژمنې پلې کړي، او له پرمختيايي هېوادونو سره په تېره بيا له بېوزلو هېوادونو سره دې د واکسين د پر وخت ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
ډېرو پرمختيايي هېوادونو له چين څخه مننه کړې، چې واکسين يې برابر کړ. د چين څرګندونې د پرمختيايي هېوادونو غږونه دي، هيله ده چې بېلابېل هېوادونه د واکسين له عادلانه ويش څخه ملاتړ وکړي.
د جون په ۲۲مه نېټه، کله چې چين د واکسين په نړيواله کچه توليد عامولو باندې بوخت و ، کاناډا د ځينو لوېديځو هېوادونو په استازيتوب د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا په ۴۷مه غونډه کې د شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ مسئلو په پلمه پر چين تور لګولی دی،خو د دوی بې اساسه تورونه د نورو هېوادونو اعتماد نه شي تر لاسه کولی .
بلاروس د ۶۵ هېوادونو په استازيتوب په يوه ګډه وينا کې له چين څخه ملاتړ څرګند کړ او د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره يې مخالفت وکړ.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، ځينو لويديځو هېوادونو د چين په اړه ګنګوسې خپرې کړي او د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، چې موخه يې د چين او په چين کې د پرمختيايي بهير مخنيوی دی، خو د دوی دسيسه به خامخا ناکامه شي.
اوس کرونا وبا په نړۍ کې ډېره خپره ده، خو امريکا او ځيني لوېديځ هېوادونه له يوې خوا له نړيوالو سره واکسين راغونډوي او له بلې خوا د بشري حقوقو په پلمه پر چين تور لګوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټريس وويل، که واکسين په عادلانه توګه ونه وېشل شي، نو دا به يو نوی اخلاقي فساد وي.
تر اوسه پورې د کرونا ضد ۷۵ فيصده واکسين يوازې د لسو هېوادونو په لاس کې دی. د واکسين عادلانه وېش د بشري حقوقو د پوره کېدو لپاره کليدي دی. ټول نړيوال بايد واکسين ته مساوي لاس رسی ولري او په نړيواله کچه يې توليد عام شي.
هيله ده چې بېلابېل هېوادونه يو موټی شي او د نړيوالو همکاريو له لارې کرونا وبا ته ماتې ورکړي او د خلکو امنيت وساتي.