دا یو تاریخي حقیقت دی چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده او هره ورځ دا هیله لرو چې نور د کایناتو د علم زانګو شي.
دا هم رښتیا ده چې افغانستان د استثنااتو هېواد دی. تازه د امریکایانو په وتو سره طالبانو د ولسوالیو نیولو ته جدي کار روان کړی او د لانګ وار ژورنال په حواله د افغانستان له ۳۹۸ ولسوالیو څخه ۱۰۷ د طالبانو په کنټرول کې دي، ۹۲ د افغان حکومت او پاتې نورې ۱۹۹ لاس په لاس کېږي.
د طالبانو له چټک پرمختګ سره چې ځینې ولسوالۍ یې ونیولې د ولس له غبرګون سره مخ شول تازه په نږدې دولسو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ خلک راووتل او د اړتیا په صورت کې یې ژمنه وکړه چې د افغان ځواک تر څنګ به ودري او له خاورې به دفاع کوي. دا یو ښه اقدام دی. لومړی دا چې خودجوشه دی او د نظام پایښت غواړي او طالب/امارت منسوخ کوي. دوهم دا چې دا پاڅونونه ملي دي نه یوازې خاصې جغرافیې او ګوندونه راوتلي بلکې د ټولو اقشارو خلک دي، حتی مېرمنې هم راوتلې دي.
خو اوس وېره دا ده چې دغه ملاتړي(پاڅون کوونکي) باید مدیریت او حمایت شي.
اول باید د افغان حکومت د یوه تقنیني فرمان پر اساس د دفاع وزارت په چوکاټ کې د ملي پاڅون اداره رامنځته شي. د پاڅون کوونکو د تشکیل، هدف، حق، تکلیف، صلاحیت او مسوولیت او ارزښتونو لاره مشخصه شي. دغه قانون باید د پاڅون اصولو سرغړونکو ته جزایي قواعد هم ولري.
هر پاڅون کوونکی باید د هغه له وسلې او نورو امکاناتو سره یو ځای بایومتریک او بشپړ راجستر شي. څو «نظم» برقرار وي او د داخلي جګړې عقدې پکې خړوبې نشي.
د «اسلامي جمهوریت» ساتنه ارزښت او هدف وګرځي. هېڅوک باید له راجستر پرته او د اړوند قوماندان پرته څوک ونه وژني او دفاعي حالت ولري.
افغان حکومت ته په کار ده چې دغه طرح ژر جوړه کړي او تطبیق یې کړي. که داسې ونشي او نظم نه وي لرې نه ده چې دغه ملاتړي د نظام پرضد شي او شته نظام رانسکور کړي ځکه دا خودجوشه پاڅون د اوسنیو افغان حکومت د مشرانو د محبوبیت په موخه نه دی شوی بلکې له طالب سره د مخکینیو ستونزو شتون، امارت نه منل او دا شل کاله د افغانانو ټولنیز پرمختګ ځنډول او په ټوله کې په سوله د دوی تکبر او د اوسنۍ مبارزې عدم مشروعیت د دې سبب شوي چې دوی وسلې راواخلي او تېرې ترخې تجربې بیا تکرار نشي.
د طالبانو لومړی ځل راتګ په همدې راوشو چې مجاهدینو کورنۍ جګړه کړه او دوی دا شر او فساد وبلل او راپورته شول. اوس هم وېره ده که دغه ملاتړي مدیریت نشي او غیر مسوول وسله والو غوندې فعالیت وکړي کورنۍ جګړه به وشي او بیا به یې څوک د کنترول نه وي. ډېر امکان بیا د دې هم شته چې له مجاهدینو، طالبانو، داعش ور هاخوا داسې یوه بله غمیزه(ډله) راپورته شي چې د څلوېښت کلن ناورین د ختم لاره به لا ورکه کړي.
د یادونې وړ ده چې دا افغان حکومت ته یو ښه چانس دی چې له ولس سره شته وسلې مدیریت کړي او ترې یو راپور ولري او د راټولولو لپاره یې د راتلونکې لپاره کار اسانه کېږي.
موږ وینو چې دغه ملاتړي نن ورځ څومره بې راجستره وسلې لري او د دې موقع ده چې هر چا ته له نوملیکنې پرته د وسلې کارولو اجازه ورنه کړل شي.