په دوحه کې د افغان- امریکا جګړې د ختم په لاره کې د طالبانو او امریکا د سولې هوکړه، د بهرنیانو د کرغېړن او ناروا شتون د پای ته رسېدو هڅې او دا چې طالبانو منلې وه چې دوی به په بین الافغاني مذاکراتو کې برخه اخلي او د تېرې ۴۰ کلنې ربړې له ټولو ښکېلو افغاني طرفونو سره به د خپلمنځي خبرو او مذاکراتو له لارې افغان وطن ته سوله راولي، د وطن د ابادۍ او عزت په لار کې به د نړۍ د نورو بالغو ملتونو په څېر د خپل برخلیک په ټاکلو کې برخه اخلي او د دې لپاره یې د بهرنیانو هر ډول لاسوهنه، غوښتنه او فرمایش په افغاني ډیالوک کې منع کړل او د بهرنیانو د غوښتنو پر وړاندې ودرېدل.
دا هغه څه وو چې د سولې هیلې یې غښتلې کړې، ولس یې د سبا افغانستان په عزت، ثبات او سیال دریځ باوري کړ. مګر بدبختانه د حکومت اړخ د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو، جمهوریت، اساسي قانون او د امنیتي بنسټونو د ساتنې په خیالي پلمو د سولې او مذاکراتو په لار کې خنډونه راولاړ کړل، طالب بندیان یې چې یوازینۍ ګناه یې د افغان وطن له سیاسي حریت او تاریخي عزت، خپلواکۍ او آزادۍ څخه ننګه او د خپلو تېرو اسلافو په څېر بهرنیانو او یرغل ته یې (نه) ویل وو، د هغوی له خلاصولو یې انکار وکړ، هغه یې خپلې سرې کرښې وګڼلې، لانجې او لالچونه یې پرې وکړل او حتی ۴۰۰ طالب بندیانو ته خو یې د ولس په نوم جعلي او مصنوعي جرګه هم راوغوښتله.
دوی په دې هم بسنه ونه کړه؛ بلکې مخکې لاړل، له پاکستان سره د خبرو یې وویل، د جګړې او زور خبرې یې وکړې، د طالب خلاف رسنیزه جګړه یې پیل کړه، د ډاکتر غني، مرستیالانو او د ارګ د ویاندویانو ادبیات دومره جګړه مار شول چې د اور بڅري یې بادول.
د تبلیغاتي جګړې له دې توپان سره یوځل بیا د ډېرو هغو سیمو بمباري پیل شوه، چې د دوحې د هوکړې خلاف وه او د حکومت- امنیتي ادارو خو د سیمو د تصفیې او د طالبانو له وجوده د پاکولو نغارې هم وغږول شوې.
په مذاکراتو کې خنډونه راپیښ شول، د دوحې بین الافغاني مذاکرات د حکومت سختو شرایطو ټکني کړل او داسې ذهنیت خپور شو او دا د حکومت له دريځونو تبلیغېدل چې په امریکا کې د نوي ولسمشر جو بایډن له راتګ سره به د دوحې د سولې هوکړه لغوه یا لږ تر لږه د امریکایانو د پاتې کېدو موده به وغځېږي او په دې سره به د غني حکومت پنځه کاله بشپړ او طالبان به د سولې او جګړې له یوه تپل شوي حالت سره مخ کړي.
ځکه هم ارګ، مرستیالانو، ویاندویانو، موتلفینو او د ولسي جرګې غړو به ویل چې امریکا باید د دوحې تړون ملغا او یا لږ تر لږه د دوی د ناز او سلیقې سره سم ټکی او شرایط دې ورزیات کړي.
مګر د طالبانو فعالې سیمه ییزې ډیپلوماسۍ، په جګړه کې د امریکایانو له نظره د دوی د ماتې تر درشل ښکېلتیا او دا چې په لوېدیځو رسنیو کې دا د امریکا د تاریخ یوه اوږده او ناپایه جګړه وبلل شوه، نو د بایډن په مشرتابه نوې امریکایي ادارې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې د دوحې هوکړې له شرایطو سره سم د ټولو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ.
طالبانو او امریکا که څه هم د دوحې په هوکړه پوره عمل ونه کړ، ولې د یوه ستراتیژیک تدبیر پر بنسټ یې د دوحې هوکړې ته ژمنتیا وښوده.
په مقابل کې ډاکتر غني او محدود ارګ محوره ټیم یې د دې پر ځای چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او د سولې له لارې خپل پرون جبیره کړي، د سولې تخریب ته یې کار ووایه، یوځل بیا یې د طالبانو د انشعاب ناکامې هڅې پیل کړې، پر جګړه او جګړه مارو ادبیاتو یې تکیه وکړه او په یوه تاریخي اشتباه سره یې د طالبانو خلاف د سیمې هېوادونه لکه ایران او هند په افغان قضایاوو کې راښکېل کړل. ایرانیان بیا بیا کابل ته راغلل او هند د شمالي ټلوالې تنظیمي مشران لکه عبدالرشید دوستم، اسماعیل خان او عطامحمد نور ډیلي ته د بلې جګړې د تیاریو لپاره وبلل او د افغانستان د ملي امنیت له لارې یې د دوی د مالي، سیاسي او استخباراتي ملاتړ ټټر وواهه.
هغه چې له دغو سفرونو څخه وروسته دوستم په تخار، جوزجان او سرپل کې د مرګ په نوم درې ۷۵۰ کسیزه قطعې هم جوړې کړې.
د حکومت له اړخه د سولې په لار کې لویو خنډونو، دښمنانه مانورونو، تخریبونو، سبوتاژونو او په ځانګړې توګه یوې بلې جګړې ته د تګ اعلانونو طالبان اړ کړل، چې جګړې شدیدې کړي او د سبا افغانستان د ځواب ویونکي طرف په توګه اجازه ورنه کړي، چې د ۱۹۹۰یمو کلونو د شر او فساد ډانګیان افغانستان د پردیو بدمخو کرایي جګړو، شرارتونو او ورور وژنو کندې ته ورټیل وهي.
ولې موږ ولیدل چې کله طالبانو د نرمې جګړې له لارې ډېرې سیمې لاندې کړې او لسګونه ولسوالۍ یې ونیولې، حکومت خپل بد نیت او دسیسه څرګنده کړه او لکه د ډاکتر نجیب الله په څېر یوه تجربه شوې، ناکامه او د اورونو بلوونکې تېروتنه یې وکړه، چې هغه د ۱۹۹۰یمو کلونو د تنظیمي جګړه مارانو، ټوپکیانو، پاټکیانو او اربکیانو راټولول او وسلهوال کول وو.
هغه چې غیر مسوولو وسلهوالو ته د دفاع په نامه د وسلې یا د قوې د استعمال صلاحیت ورکول او انتقال و، هغه د دې پر ځای چې د طالبانو ملي مقاومت او تاریخي داعیه وننګوي، خپله به د کابل واکو واکمنو پایښت کمزوری او د واکمنۍ ورځې به یې د ګوتو په شمېر را کمې کړي.
نو زموږ غږ د زوال د ورځې په دې نشهیي غټانو دا دی چې لا اوس هم د وطن د ژغورلو او د تاریخ د جبیرې وخت شته، امریکا ته مو تګ هرڅه روښانه کړل، راوګرځئ، د وطن په عزت کې برخه واخلئ، ملېشو ډاکتر نجیب هم ونه ژغوره، نو تاسې خو بیخي نه شی ژغورلی، په پردو تکیه ناکامي لري او هو دغه ملېشې هغو مارانو ته ورته دي، چې ډېر ماهره پاړوګران یې مړه کړي او وژلي دي.