چين او افغانستان ښه ګاونډي هېوادونه دي. له اوږدې مودې راهيسې، چين تل د افغانستان د بنسټيزو تأسيساتو له جوړولو څخه ملاتړ کړی او کوي يې او د کابل پوهتون د چيني ژبې د تعليمي ودانۍ او د چينايي شفاخانې په شمول د ځينو بنسټیزو تأسیساتو د جوړولو په برخه کې له افغانستان سره مرستې کړې او دغه راز له افغانانو سره يې بشري مرستې هم کړې او کوي يې چې له دې کبله د چین او افغانستان ترمنځ دوستي لاټينګه شوې ده.
د کندهار ولايت د افغانستان په جنوب کې ډېر مهم دی او په دې سیمه کې يو ځانګړی روغتون شتون لري چې اصلي نوم يې ميرويس حوزوي روغتون دی او د دې ښار په شمال لويديځ کې پروت دی. دغه روغتون د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې د چين د فقد صدراعظم جو ان لای تر منظورۍ لاندې د چين له خوا جوړ شوی و. دغه روغتون له اوږدې مودې راهيسې د کندهاري اوسېدونکو او د افغانستان د جنوبي سیمو د خلکو لپاره طبي خدمتونه کوي او د چین او افغانستان ترمنځ د دوستۍ پر یو سمبول بدل شوی.
په دې روغتون کې چيني بڼه لرونکې ودانۍ ليدل کيږي، ډېرو ځايي اوسېدونکو د دغه روغتون په خپل نوم نه یادوي، بلکې د چينايي شفاخانې په نوم يې پېژني.
۶۳ کلن سپين ږيري عبدالاحمد په خوشحالۍ سره د سينهوا اژانس له خبريال سره د دغه روغتون په اړه د مرکې په ترڅ کې داسې وويل: “روغ جوړ شوم او په دې روغتون کې د درملنې پر اغيزې خوښ يم او اوس کور ته ځم.”
رښتيا ده چې دغه روغتون نه يوازې په کندهار کې بلکې د افغانستان په جنوب کې تر ټولو لوی روغتون هم دی او د کندهار ولايت او شاوخوا ولايتونو د اوو ميلیونو تنو وګړو لپاره طبي خدمتونه برابروي.
په ۱۹۷۵ کال کې ياد روغتون په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د سره صليب د نړيوالې ټولنې د يوې شمېرنې له مخې، په دغه روغتون کې په ۲۰۱۴ کال کې څه باندې دوه لکه او شپېته زره ناروغان درملنه شوې يعنی هره ورځ څه باندې اووه سوه تنه ناروغان درملنه کېږې.
د دې روغتون له جوړېدو راهيسې د چین حکومت په پر له پسې توګه ور سره مرستې کړې دي. په افغانستان کې د چين پخواني سفير ليو جين سونګ کندهار ته د سفر په موده کې له ياد روغتون څخه ځانګړې ليدنه وکړه او ويې ويل: “د چين روغتون” لکه چې په صحرا کې یوه له شنو ونو څخه ډکه سيمه، په کندهار کې پروت دی او هم د سولې سمبول دی. د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې د ورڼو په شان دي او تل يو له بل څخه ملاتړ کوي او یو د بل پوهاوی کوي. چین به تل له دې روغتون څخه ملاتړ وکړي او هيله لري چې دغه روغتون يوه سوله ييزه کړکۍ وګرځي او هر افغان وګړي په سوله ييز چاپيريال کې ژوند وکړي
د کندهار ولايت د روغتيايي چارو د ادارې مشر عبدالپحرا له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې”چينايي شفاخانه” د چین او افغانستان ترمنځ د دوستۍ سمبول دی. په راتلونکې کې به د دې روغتون د بسترونو شمېر زيات شي او د ځايي اوسېدونکو لپاره به لاښه خدمتونه ترسره کړي.
د دې روغتون له کيسې څخه له افغانستان سره د چین د حکومت د بشر دوستۍ نړيواله روحيه ښکاريږي. نن ورځ د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې د چین حکومت هم د دې روحيې په اجرا کولو سره د افغانستان په شمول له ډېرو بهرنيو هېوادونو سره مرستې وکړې. په دې وروستيو کې چين افغانستان ته د کرونا ضد اووه لکه دوزه واکسین سپارلي او په فعاله توګه يې د کرونا وبا پر وړاندې د افغانستان په شمول له بهرنیو هېوادونو سره همکارۍ کړې او کوي يې. باور لرو چې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو په پياوړتيا سره خپل منځي دوستي لا ټينګه شي.