د مور غېږ د روزنې لومړنۍ مدرسه ده، پر دې سربېره چې هر ماشوم د ښو او بدو عادتونو تر څنګ نور څه هم زده کوي، ښځې په عينې وخت کې له چاپېريال سره نږدې اړيکې لري چې په مستقيم او غير مستقيم ډول له هغه څخه برخمنې کيږي. پر ځای د دې چې ښځې چاپېريالي ژوند ته ځانګړې پاملرنه کوي، ښځې کولی شي چې د چاپېریال ساتنې لپاره هم ډېر څه وکړي.
په چاپېریال کې ککړتیا که هغه د اوبو، خاورې او هوا وي، اصلې منبع یې کورونه دي چې زیاتره یې په کورونو کې تولیدیږي. په ازاده فضا کې ککړتیا هغه وخت رامنځته کېږي، چې موږ یې د پاک ساتلو لپاره لازم اقدامات ونه کړو.
کله چې زموږ او ستاسې په کورونو کې کثافات جمع شي، هغه کثافات بیا موږ راخلو او پر ځای د دې چې کثافت دانۍ کې یې واچوو، هغه د جومات، بل چا د کور او یا هم په لارو کوڅو او یا یې هم ویالو ته ور اچوو او ویالې ورباندې ډکوو او که ډېر مهربانه اوسو، د ټاکلو کثافت دانیو په څنګ کې یې ږدو.
ښاروالي په هر ځای کې کثافت دانۍ ایښې، خو موږ څوک ونه لیدل چې کثافات په کثافت دانۍ کې واچوي. همدا لامل دی چې چاپېریال مو ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.
د چاپېریال ساتنې برخه کې د ښځو اساسي دنده څه ده؟ او په دې برخه کې څه کولی شي؟ موږ په همدې مقاله کې خبرې پرې کوو.
دا چې له سړیو څخه ښځه ډېره په کور کې وي او ټوله ورځ په کور کې په کارونو بوخت وي، نو د ښځو لپاره لاندې ټکې کولای شي چې د چاپېریال په ساتنه کې رغنده رول ولوبوي:
۱ـ ښځې راتلونکي نسلونو ته د چاپېريالي فرهنګ د لېږد اصلي عامل دي. په دې ډول چې ښځې د خپلو اولادونو روزنه او پالنه کوي، د ماشوم له پيدا کېدو سره سم د ژوند کولو لارې چارې، فرهنګ، رسم او محيط سره اړيکې له خپلې مور څخه زده کوي. څه ډول چې د ژوند کولو فرهنګ د ښځو په منځ کې عام شي او ښځې د اکو سيستم توانمندي وپېژني، په هغه صورت کې کولی شي چې دغه معنوي ميراث خپلو اولادونو ته وليږدوي. نو ضرور ده چې لومړی باید په دې موضوع خپله ښځې پوه شي او بیا یې خپلو اولادونو ته ورسوي.
۲- ښځې چې د کور د سمبالښت مديريت په واک کې لري، کولی شي چې د کور او محل د چاپېريال ساتونکې واوسي.
۳- ښځې د اضافي لګښتونو په مخنيوي کې ښه او رغنده مرسته کولی شي. په همدې دليل ښځې د کور په اداره او د ماشومانو په ساتلو او روزلو کې رغنده رول لري، طبعي د لږ مصرف فرهنګ چې ځانګړی رول په دې برخه کې لري، د ښځو په وسيله منځته راځي.
۴- که چېرې ښځې د اوبو د مصرف په برخه کې له مناسب فرهنګ څخه برخمنې شي، د کورنۍ نورو غړو ته د دې فرهنګ په لېږد سره کولی شي په کال کې زرګونه ليتره اوبه په خپل کور کې له بې ځایه مصرف څخه راوګرځوي.
۵- د کاغذي رومالونو او لاس پاکونو او دېته ورته نورو کاغذونو کارولو کې کموالی او په وخت او مناسب ځای کې یې استعمال تر ډېره د ښځې دنده ده او که یې په مناسب ځای او وخت ترې ګټه واخلي، هغه ده چې یو ښه چاپېریال به ولرو.
۶- په کورونو کې د ځمکې لاندې اوبو د ککړتيا د مخنيوي په موخه د درملو پر ځای د نورو سيمه یيزو دوديزو موادو کارول.
۷- په کورونو کې د برښنا لږ استعمال چې په دې توګه د سلفر دای اکسايد کچه را کميدای شي.
۸- د پلاستيک او يو وار مصرف لوښو مخنيوی او يا لږ کارول چې وروسته بيا د هغې د تجزيې لپاره ۵۰۰ کاله لازم دي. که چيرې له هغه څخه په کمه اندازه کار واخيستل شي، د چاپېريال ساتنې برخه کې به ډېره مرسته وکړای شي.
که چېرې ښځې د خپل کور پاک ساتلو، په وخت او پر ځای د اوبو مصرفولو، کثافاتو پر ځای اچولو او په لارو او سړکونو باندې د کثافاتو نه اچولو هنر خپلو اولادونو ته وښيي، پرته له شکه چې دا به د یو ښه چاپېریال په رامنځته کولو کې تر بل هرڅه ډېره مرسته وکړي.
خو دې موخو ته د رسېدو لپاره او په یاده برخه کې د ښځو ښه پوهاوی ممکن ډېر وخت وغواړي او په دې برخه کې ډېرې ستونزې وي. تر ټولو اړينه دا ده چې ښځو ته نن ورځ د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې د چاپېريال او نورو کارونو کې کمه ونډه (سهم) ور کړل شوې ده او د هغوی فعالیتونه نادیده بلل کېږي. له همدې کبله د دوی زده کړې محدودې دي او دليل يې دا دی چې ښځې د کور د کارونو او نورو فعاليتونو له امله نشي کولی چې زيات وخت د محل په کارونو، د کلي او کرنې په چارو کې تېر کړي او یا حداقل په دې برخه کې خپله پوهه لوړه کړي، نو ځکه يې زده کړې نيمګړې دي او په ښه ډول د چاپېریال په ساتلو کې ونډه نه شي اخیستلی. پکار ده چې په دې برخه کې تر بل هرچا او هرې منبع رسنۍ دې برخې ته زیاته توجه وکړي او د خپلو پروګرامونو او برنامو له لارې په دې برخه کې د ښځو د عامه پوهاوي په موخه اغېزناک فعالیتونه ولري.
د دې کړنو په تر سره کولو سره به موږ وکولاي شو چې د چاپېریال د ککړتیا مخه او یا یې هم اثرات تر یوڅه اندازې راکم کړو.