د چين د نوي ګوندي نظام سپين کتاب د جون په ۲۹مه نېټه خپور شو. په دغه کتاب کې د چين د نوي ګوندي نظام د رامنځته کېدو، پرمختګ او بشپړېدو بهير، د دغه نظام ځانګړتياوې او له اوږدې مودې راهيسې په تېره بيا د چين کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې د دغه نظام يو لړ لاسته راوړنې او تجربې ليکل شوې دي.
د چين نوی ګوندي نظام د دغه هېواد د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د څو ګوندونو ترمنځ د همکارۍ او ګډې سلامشورې سياسي نظام دی. دغه نظام د چين د بنسټيزو حالاتو له مخې د چينايانو د ځيرکتيا او د انسانانو د غوره سياسي تمدن په يو ځای کېدو رامنځته شوی دی.
د چين په نوي ګوندي نظام کې د چين کمونېست ګوند، ۸ ديموکراتيک ګوندونه او ځينې غير ګوندي شخصيتونه شامل دي. له اوږدې مودې راهيسې د چين کمونېست ګوند له نورو ګوندونو سره يو ځای ګډ کارونه او هڅې کړي او نژدې ټينګې همکاريزې اړيکې يې ساتلې دي. د دغه نظام له مخې به، د چين په حکومت کې دننه کمونېست ګوند، ديموکراتيک ګوندونه او غير ګوندي شخصيتونه په يووالي سره نژدې همکارۍ او ګډ کارونه وکړي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي، چې د چين نوی ګوندي نظام يوه ستره سياسي اختراع ده او د سياسي تمدن په برخه کې انسانانو ته ستر خدمت بلل کېږي.
د چين دغه ځانګړتيا لرونکی ګوندي نظام نورو هېوادونو ته څه اهميت لري؟
په يو هېواد کې بايد څرنګه سياسي او ګوندي نظام جوړ شي؟
ګوندي او سياسي نظامونه د همغه هېواد د تاريخي دودونو او اوسنيو واقعي حالاتو ته په کتو جوړيږي. د چين نوی ګوندي نظام د سياسي ګوندونو په اړه د مارکسيزم د اړوندو تيوريو او د چين د واقعي حالاتو په نظر کې نيولو سره جوړ شوی، بنسټ يې د چين غوره دوديز کلتورونه، الهام يې د چين د ديموکراتيک انقلاب له تاريخي بهيره اخيستل شوی، دغه نظام د نوي چين د جوړېدو پر وخت رامنځته شوی، د سوسياليستي انقلاب، ابادۍ او اصلاحاتو په ترڅ کې يې پرمختګ موندلی او د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم په نوې زمانه کې بشپړ شوی دی.
د چين نوی ګوندي نظام له تېرو څه باندې ۷۰ کلونو راهيسې ورځ تر بلې د سالم کېدو پر لور روان دی، د چين په سياسي او ټولنيز ژوند کې خپل خاص تفاقونه او قوي ځواک لري او د هېواد د اداري سيستم او وړتيا د عصري کېدو په بهير کې يې خورا مهم رول لوبولی دی.
د يونان پخواني خارجه وزير جورج کټلوګلوس وايي، چې د چين کمونېست ګوند د خپلو خلکو په مشرۍ لويې لاسته راوړنې لري. دغه ګوند د خپلو برياليو تجربو په شریکولو سره د نړۍ نورو سياسي ګوندونو ته ارزښتناک پيغامونه استولي، چې هر هېواد بايد له خپلو واقعي حالاتو سره سم او د موجودو غوره تيوريو په نوښت خپله ځانګړې لار پيدا او ټينګ ګامونه دې پورته کړي.
د سياسي ګوندونو ترمنځ عصري اړيکې، نږدې همکارۍ او يووالی د زياتره خلکو د بنسټيزو ګټو په ګټه دي.
په چين کې د نوي ګوندي نظام په پلې کېدو سره به د زياترو خلکو ګټې ډېرې او پوره شي، ټول هېوادوال به پر يو ګډ لوري ګامونه واخلي او کوښښونه به وکړي، علمي او اغېزمنې تګلارې به وټاکي او تطبيق به يې کړي او هېواد به تر موثرې ادارې لاندې پرمختګ وکړي.
له تېرو څه باندې ۷۰ کلونو راهيسې په چين کې له يو لړ سترو لاسته راوړنو څخه د ياد ګوندي نظام غوره والی څرګندېږي. د چينايانو د کال منځني عايدات له لسګونو څخه لس زرو امريکايي ډالرو ته لوړ شوي، منځنی عمر يې له ۳۵ نه ۷۷ کلونو ته زيات شوی او د شيدو خورو ماشومانو د مړينې انډول په زرو کې له ۲۰۰ نه ۵.۶ ته ټيټ شوی دی.
اوس د افغانستان د سولې بهير له کليدي فرصت سره مخامخ دی، خو پر وړاندې يې ننګونې هم پرتې دي. دغه هېواد به پر کوم لوري روان شي او په راتلونکې کې به څرنګه سياسي او ګوندي نظام غوره کړي؟ څه د افغانستان په ګټه وي؟
د دې پوښتنو ځوابونه يوازې له افغانانو سره دي، دوی يې په اړه پرېکړه کولی شي. په بله ژبه يوازې افغانان د افغانستان د راتلونکي سياسي چوکاټ د جوړولو پرېکړه کولای شي.
دوی به د هيواد رښتيني حالات او ځانګړي دوديز کلتورونه په نظر کې نيسي او د ملي ګټو د ساتلو په پار به پرېکړه کوي.