له بده مرغه په افغانستان کې سياست د پوخوالي او کره توب هغې کچې ته نه دى رسيدلى، چې له نړيوالو معيارونو سره پرتله شي. دلته عموماً د سياسي برياوو لپاره د عامه خلکو د کمزوري کولو اصل کارول کېږي. دروغ ويل، چل، فريب، دوکه، هوايي ژمنې کول، د خپلې سپېڅلتيا د تبلیغاتو لپاره د ړندو مقلدينو پيدا کول، د عامه ولس د باور تر لاسه کولو لپاره عبادت کول، مذهبي ځايونو ته تلل، له ولس سره د الفاظو په کچه ځان خواخوږی ګڼل، د قوم، سمت، ډلې او ژبې د حق غوښتنې لپاره د مبارزې چيغه اوچتول، د زنده باد ويلو لپاره د ګوسفندي خلکو پيدا کول، له خلکو سره د خبرو پر مهال د خاورې هيواد او د ملي ګټو لپاره د قرباني ورکولو دروغجنې چيغې وهل د سياست د بريا ضمانت ګڼل کېږي. زمونږ د سياست لوبغاړي پوهيږي چې په دغه هېواد کې د دين، هيواد، سولې، قوم او ژبې د چوپړتياوو سوژې د سياسي بريا ضمانت دی.
هر سياستوال چې کومه سوژه ځان ته د خلکو د غولولو او د خپلو جيبونو ډکولو لپاره ګټوره وګڼله، کاروي يې او کله چې فرصتونه بدليږي نو سوژه بدلوي، خو که فرصت بالکل ختميږي، نو زمونږ سياستوال خپل متبوع هيواد ته او يا هم دوبۍ، تهران، کولاب او اسلام اباد ته مخه کوي او ولس پرېږدي.
زه د مقدساتو او ارزښتونو په نوم جګړه د سقوط د سناريو برياوې، وياړونه، يا هم عيب او بدنامي د وژل شويو انسانانو، د بورو ميندو، کونډو مېرمنو، يتيمو بچيانو او در په دره تورسرو کونډو هويت ته په کتو، د روانې مجهولې او مبهمې جګړې د توجیه نيمګړي منطق او د افغانانو له تويې شوې وينې سره په ترازو کې اچوم، بيا پوهيږم چې ګټه چا وکړه او زيان چا وليد. هديرې له چا ډکې شوې او د يتيمانو لښکر چاته پاتې شو. بيا پرېکړه کوم چې دغه جګړې د وياړ ارزښت درلود او که د ماتم کولو وړ وه؟ باور لرم چې دغه جګړه داسې ډيزاین شوې ده چې تلفات زيات، د افغانانو خپلمنځي دښمني لا پياوړې او د سولې مخه يو ځل بيا تر يوه نامعلوم وخت پورې ډب شي.
په جګړه کې له ولسمشر څخه نيولې تر والي پورې د هيڅ مشر زوى ګډون نه لري. د هيڅ مشر کورنۍ د جګړې په ليکو کې د خپل فاميل د وژل شوي غړي جسد ننداره نه کړ. په جګړه کې زمونږ د عام ولس د بچيانو وينه تويېږي. خويندې کونډې کيږي، ميندې بورې کيږي، د پلرونو د ملا تير ماتيږي، خورکۍ ته د اختر کاليو راوړلو پسې د تلليو وروڼو جسدونه راوړل کېږي، افغان ماشومان يتيمان کيږي او بالاخره د هيواد راتلونکی مو تياره کيږي. اوس خو اصفهان او ډیلى هم نه فتحه کوو چې دومره په هسکه غاړه يې کيسې وکړو او يا هم ورباندې ووياړو. خپلې ولسوالۍ نن له يوه لاس څخه بل لاس ته تلل يو عيب او سبا له فاتح څخه مفتوح ته راګرځېدل يې بل عيب دى.
د جګړې د خاتمې لپاره د خپلو ټولو وړتیاوو کارولو ته اړتیا ده. د يوه هېواد وګړي، د يوه رب منونکي، د يوه اسماني کتاب پلويان، د يوه پيغمبر امتيان او د يوه ملت افراد په خپل منځکې سره وژني نو افتخار په څه؟ عسکر او که طالب مو ووژل، نو د افغانې مورکۍ د زړګي ټوټه مو ورڅخه واخیسته. که له ځان څخه د دفاع حق ومنم، نو بيا هم د تأسف خبره ده چې د ورور وژلو ته بل ورور ولې مجبور شو؟
څو لسيزې وشوې چې زمونږ له هیواد څخه د سيستمونو د ازمویلو لابراتوار جوړ شوی دی. هر بخت ازمويونکي افغانستان ته زمونږ له عقایدو او دودونو سره په ټکر کې پردي افکار له ځان سره راوړل. چا د بورژوازي ديکتاتورۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه په پرولتاريا ديکتاتورۍ خبرې کولې، خو له دواړو ديکتاتوريو سره يې يو ځاى سر وخوړ، چا اسلامي نظام ته د نفاذ شعارونه ورکول، خو وروسته معلوم شول چې د واک حرص ورباندې غلبه کړې وه. چا د دين په نوم د دودونو په ښاري ټولنه کې د تطبیق هڅه وکړه، خو نه د ښار شو نه د کلي او چا هم د پاپوليستي ديموکراسۍ په نوم له زر، زور، توپونو او د الوتکو له غوړمبا سره ګډه ناپړيته نسخه زمونږ په لابراتوار کې له ازموينو لاندې ونيوه، خو داسې کړنې يې وکړې چې اوس د ديموکراسۍ مخکښان هم ورباندې شرميږي. مونږ په خپلو دوديزو عقایدو ولاړه ټولنه يو. بدلون يوازې د ژورې اړتيا او يا هم د سپېڅلي ټريبيون له ادرس څخه منو.
غيرمتزلزل باور لرو چې غني د يو متعهد ملي او ولسواک مشر په توګه نه کار کوي او نه يې هم وړتیا لري. د ښې حکومتولۍ، پياوړي کاري ټيم جوړولو کې سترې نيمګړتياوې لري، د لوېديځوالو د حمايت تر لاسه کولو لپاره یې داسې عجيب او غريب کارونه وکړل، چې نه يوازې خپل ملت يې له حکومت څخه بېزاره کړ، بلکې د غرب حمايت يې هم تر لاسه نکړاى شو. نوموړي د واک لپاره هر ډول معاملې وکړې. فساد سيستماتيکه بڼه خپله کړه، خو مونږ بيا هم له نسکور او پاشلي حکومت څخه د غني فاسد حکومت په مراتبو ښه ګڼو. البته دا به له عيني واقعيتونو سره ټکر وي چې د ولسمشر غني تېرو تخلفاتو او تخطيو ته له کتو وروسته هم فکر وکړو، چې په زعامت کې له بدلون پرته به زمونږ ستونزه حل شي. اوس خو لا داسې ښکاري چې غني په خورا تيزۍ سره وخت له لاسه ورکوي.
د اوس لپاره خو طالبان فکر کوي چې د سقوط تسلسل او له امریکا سره هوکړه واک ته د هغوى د رسېدو پيل دی. غني بېچاره د سړيو له کمبود سره مخ دی. د واک د غځولو په ويروسي رنځ اخته دى. له ستونزمن حالت سره له مخکې کيدو وروسته فکر کوي او بيا احساساتي ګام پورته کوي. خپله جګړه يې د واشنګټن دفاع بلله، خليلزاد يې ستايه، خو اوس پوه شو چې هر څه خوب او خيال وو.
څومره به ښه واى چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له هوکړې وروسته له افغانانو سره د خپلو ستونزو د هوارولو ژمنو او افغان حکومت د بين الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې سولې ته رسيدل خپل مسووليت ګڼلاى واى. دواړو خواوو په قطر کې د وخت تيرولو، ناندريو وهلو، د يو بل په پړه ګڼلو، د يو بل پر وړاندې د سپکو الفاظو او اصطلاحاتو کارولو پر ځاى د دوحې مذاکراتي ټيمونو ته د A پلان، B پلان او C پلان په توګه د جګړې د ختمولو لپاره ځانګړي، په ملي ګټو ولاړ، متمایل، د عمل وړ او په مشخصو غوښتنو راڅرخول شوي مختلف وړانديزونه کړي واى. له بده مرغه چې تر اوسه د دواړو خواوو له لوري داسې طرحه نه ده وړاندې شوې چې په ځمکنیو حقایقو ولاړه او د توجیه وړ وي.
د پوستو او ولسوالیو له مسلسل سقوط او د سترو ښارونو له نسبتاً خوندي حالت څخه داسې ښکاري چې د جګړې لپاره بشپړ پلان او د اړوندو اړخونو تر منځ همغږي هم شته؛ خو سولې ته ظاهراً هيڅ پلان او پروګرام نه تر سترګو کیږي. که اوسنى کړکيچن، امنیتي او سياسي بد وضعیت دوام کوي او دواړه اړخونه په ملي او بين المللي کچه له فشار لاندې رانشي، نو په ناببره توګه او يا د کوم مرموز پلان له مخې د نظام د چورلټ سقوط وړاندوینه به دروغ نه وي او د دغه ډول ممکنه سقوط په تړاو د چارواکو اوسنى سياسي سکوت به بوږنوونکې پايلې ولري.
بخت ازمويونکو ته هم وايم چې دلته څو ځله مخکې هم سقوط تجربه شوى دى، خو هيڅ فاتح په نظام جوړولو باندې نه دى بريالى شوى. مونږ د نړولو مهارت لرو، خو جوړول بيا راڅخه پاتې شي او يو بل فاتح د سقوط پړاوونه بشپړ کړي. سقوط مه لمانځئ. اوس هم وخت شته. ژور فکر وکړئ. دغه ملت اوس سولې ته اړتیا لري. که غني د واک د جنون او د قحط الرجال په ويروس اخته و او هيواد يې بحران ته ورساوه، نو له تاسو مو غوښتنه دا ده چې تاسو هغه د پخوانیو ناکامو فاتحينو تېروتنې مه تکراروئ. دغه هېواد ته د فاتح ځواک په توګه نه، د مالک په سترګه وګورئ، ستاسو خپلې او ستاسو د اسلافو سهوې او د ناکامۍ لاملونه وارزوئ. ځواک ښه دی، خو يوازې ځواک هم ستونزه نشي حل کولاى.