شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

هغه درسونه چې یوازې شتمن کسان یې اولادونو ته ور زده کوي

ژباړه: صفي الله پادشاه

جولای 4, 2021
in ژوند
0 0

موږ او تاسو ډېر کله د شتمنو خلکو د اولادونو په هکله خبرې کوو او وینو یې چې له خپلو پلرونو څخه ورپاتې پيسو او شتمنۍ د هغوی ژوند ارامه او سوکاله کړی دی؛ خو دا چې هغوی له ښه چانس او بخت څخه برخمن دي او له مادي اړخه په شتمنو کورنیو کې نړۍ ته راغلي، یو حقیقت دی او سترګې نشو پرې پټولای.

خو هغه څه چې د دغه ډول کسانو په هکله مهم دي، هغه درسونه دي چې له خپلو شتمنو پلرونو څخه یې زده کړي دي. دا چې هغوی په دا ډول کورنیو کې زیږېدلي او را لوی شوي دي، دا د هغوی خپل بخت او چانس دی، خو د پلرونو په هکله یې موضوع توپیر کوي. د هغوی پلرونه اړ وو څو  خپله لاس پکار شي، خپل ژوند پر پښو ودروي او له همدې امله اړ شول څو د پیسو ګټلو، شتمنېدو او د شتمنۍ زیاتولو پر لارو چارو ځان پوه کړي.

په دې ډول هغوی وتوانېدل څو د ژوند په اوږدو کې د خپل ځان او کورنۍ لپاره ډېره شتمني را ټوله کړي. که چېرې دغه کسان خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړي، کولای شي د یوې لنډې مودې په اوږدو کې هر څه بېرته لاسته راوړي. لکه هنري فورډ، هغه د پیسو لاسته راوړلو او شتمنېدو پر راز پوه شوی و. د دغې ادعا دلیل کولای شو د یوه خبریال پوښتنې ته د فورډ په نوم د موټر جوړولو کمپنۍ د بنسټګر، هنري فورډ له ځواب څخه تر لاسه کړو. کله چې خبریال له هنري فورډ څخه وپوښتل چې: ښاغلی فورډ! که چېرې تاسو خپله ټوله شتمني په یوه شپه کې له لاسه ورکړی، څه کوی؟

هنري فورډ ځواب ورکړ، باوري یم چې د خپلې اوسنۍ شتمنۍ دوه برابره به یوازې د پنځو کلونو په اوږدو کې بېرته لاسته راوړم.

د شتمنېدو دغه راز او رمز او مالي درسونه چې د فورډ په څېر شتمنو کسانو په تجربي ډول تر لاسه کړي او زده کړي دي، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول یې خپلو اولادونو ته هم لېږدوي.

څرنګه چې پوهېږی، د فورډ د موټر جوړولو شرکت ان اوس هم فعال دی او د امریکا په سطحه د موټر جوړولو یو لوی شرکت ګڼل کېږي.

همدارنګه هغه شتمن اولادونه چې په هکله مو یې خبرې وکړې، که څه هم د خپل ژوند یوه ځانګړې دوره یې پر لګښت کولو تېره کړې او هغه د چا خبره د خپلو پلرونو پیسې یې ګوړې او ګازرې کړې دي، خو تر څنګ یې هغوی د خپلو شتمنو پلرونو د مالي درسونو او لارښوونو وارثین هم دي او له یادو درسونو څخه په خپل ژوند کې ګټه اخلي.

خو که چېرې تاسو د یوې شتمنې کورنۍ اولاد هم نه یاست، پوهېږی چې د شتمنېدو لپاره باید کار وکړئ او نوښت رامنځته کړئ. سره له دې چې موږ ټول غواړو چې د شتمنېدو او پیسو لاسته راوړلو په خاطر باید په یوه ځای کې پر دنده وګمارل شو، باید په یاد ولرو چې تل هم نشو کولای د نورو لپاره کار وکړو، بالاخره باید د خپل یوه نوي کاروبار لپاره خپله لاره پیدا کړو او پر بنسټ یې وده او پرمختګ وکړو.

که څه هم موږ د شتمنو پلرونو زامن نه یو چې باید دغه درسونه یې موږ ته را زده کړي وای، خو موږ خپله کولای شو یاد درسونه او لارښوونې خپلو اولادونو ته ولېږدوو. خو تر دې مخکې باید هغوی په ښه توګه زده او درک کړو. نو راځئ پوه شو چې یاد مالي درسونه څه دي:

لومړی مالي درس: له محدودو سرچینو څخه غوره ګټه اخیستنه

ډېری ماشومان ډېر کله له خپلو میندو او پلرونو څخه غواړي څو هغوی ته د لوبو وسایل، شیریني باب او ډېر نور هغه توکي چې په یوه پلورنځي کې شته، واخلي. که چېرې ستاسو ماشومان هم په پرله‌پسې ډول له تاسو دا ډول غوښتنې لري، باید هغوی ته د پيسو د محدودوالي مفهوم ور زده کړئ. هغوی ته ور زده کړئ چې مور او پلار باید د پیسو لاسته راوړلو لپاره کار وکړي، څو وکولای شي چې خپل او ستاسو د اړتیا وړ توکي وپېري.

که چېرې ستاسو اوسنۍ بودیجه او پانګه اجازه درکوي، کولای شی هغوی ته ووایئ چې په یوه وخت کې باید یوازې یو شی وپېري، له دې پرته باید پر دې پوه شي چې د هغه توکو د پېرلو پایله، چې لګښت او پيسې یې نه لری، د خوښې وړ کار نه دی. هغوی ته ور زده کړئ چې په بې پروا توګه د هر څه پېرل او پیسې پر بې مانا توکو مصرفول، کولای شي د هغوی پانګه او شتمني ختمه کړي او نور به ونه شي کولای چې خپل د اړتیا وړ توکي او وسایل وپېري.

په دې توګه ماشومان کولای شي چې خپلې اړتیاوې د لومړیتوبونو پر بنسټ عیارې کړي او د خپلو اړتیاوو له منځه څو مهمې هغوی انتخاب کړي. ان که تاسو شتمن هم یاست او د بودیجې یا پانګې له اړخه کوم محدودیت نه لری، بیا هم باید خپلو ماشومانو ته دغه مفهوم ور زده کړئ.

د ښارونو ډېری پخوانیو اوسېدونکو به خپل اولادونه له نورو کاروبار لرونکو ملګرو سره د کار زده کوونکو په توګه ګمارل، څو په خپله وکولای شي یو عاید ولري او پر دې پوه شي، هغه پيسې چې له ځان سره یې لري، یوه محدوده سرچینه ده او باید غوره ګټه ترې واخلي.

یوه غوره نظریه دا ده چې خپل ماشوم مو د خوراکي توکو نږدې یوه پلورنځي یا سوپر مارکېټ ته بوځئ او یو څه پيسې ورکړئ، هغه ته اجازه ورکړئ څو په پلورنځي کې وګرځي. په دې ډول شرایطو کې باوري کېږي چې د خپلې اړتیا وړ توکو د اخیستلو لپاره کافي اندازه پیسې لري. هغه باید پر دې پوه شي چې څه څه ته اړتیا لري او څه ډول کولای شي چې د خپلو اړتیا وړ توکو او وسایلو د اخیستلو لپاره بودیجه په مناسبه توګه مدیریت کړي.

دویم مالي درس: باید پوه شئ چې څه ډول شی وپېرئ

ماشومان تل غواړي هغه راښکونکي او په زړه پورې توکي چې په یوه پلورنځي کې یې ویني، ویې پېري. دا کېدای شي تاسو ته یو غوره فرصت وي څو هغوی ته ور زده کړئ چې په پلورنځي کې ټول شته د اړتیا وړ توکي وڅېړي او د غیر ضروري توکو پر ځای مهم او مناسب توکي انتخاب کړي.

تر ټولو غوره لاره دا ده څو هغوی ته واضح کړئ چې ولې ټول هغه څه نه ورته اخلئ چې دوی یې غواړي. په یوه پلورنځي او سوپر مارکېټ کې په ګرځېدو سره، هغوی ډېر ژر متوجه کېږي چې په لویو پلورنځیو او مارکېټونو کې ډېر داسې په زړه پورې او جذاب شیان شته چې ښايي په یوه کوچني پلورنځي کې د شته وسایلو او توکو په پرتله ډېر ګرانبیه وي.

یوه په زړه پورې لار هم دا ده چې کله غواړی د اړتیا وړ توکو د اخیستلو لپاره بازار ته لاړ شی، خپل ماشومان مو له ځان سره بوځئ، د اړتیا وړ توکو یو لېست چمتو کړئ او له خپل ماشوم څخه وغواړئ چې د ضروري شیانو په لیکلو کې درسره مرسته وکړي. کله چې د خرید په حال کې یاست، لېست مو ماشوم ته ورکړئ او اجازه ورکړئ څو هغه توکی چې باید ویې پېری، انتخاب کړي.

هغوی ته د محصولاتو د کیفیت، بیې او نورو هغو مواردو په هکله چې پر پېرلو باندې اغېزه کوي، وضاحت ورکړئ. راتلونکی ځل چې کله د کور د اړتیا وړ توکي اخلی، له خپل ماشوم سره یو ځای یوه بل پلورنځي ته لاړ شئ چې د توکو بیې یې ټيټې وي.

په حقیقت کې دویم مالي درس چې شتمن خلک یې خپلو اولادونو ته ور زده کوي، دا دی چې ماشومان یې دا درک کړې چې تل غوره فرصتونه شته او باید د خپل خرید او اړتیا وړ توکو د اخیستلو لپاره بېړه ونه کړي او د خپلو یادو اړتیاوو په هکله لا ډېر فکر وکړي.

درېیم مالي درس: پر دې پوه شئ چې وخت تر پیسو ډېر ارزښت لري

که څه هم دغه موضوع ډېرو ته د ارزښت وړ نه ښکاري، خو ماشومان باید پر دې پوه شي چې هغوی په ورځ کې څلورویشت ساعته وخت لري او د یاد وخت د مصرفولو لپاره دوې لارې لري. ایا له دغو څلورویشت ساعتونو څخه تر ټولو ډېره ګټه واخلي، او یا دا چې یاد فرصت له لاسه ورکړي؟

کټ مټ لکه د اوړي رخصتۍ، چې په پوره توګه ازادي لري څو هغه کړنې چې زړه یې غواړي، تر سره کړي او یا دا چې کار پکې وکړي. د بېلګې په توګه، هغوی په خپلو رخصتیو کې د پیسو لاسته راوړلو لپاره یو کار تر سره کوي، کوم څه پلوري، مطالعه کوي او یا له خپلو همزولو سره لوبې کوي.

هغوی باید پوه شي چې د ورځې په اوږدو کې له خپل وخت څخه د ګټې اخیستو په تړاو د هغوی تصمیمونه کولای شي د هغوی پر راتلونکي ژوند باندې اغېزه وکړي.

یو چیني متل دی چې وایي: د یوې ونې د کرلو لپاره تر ټولو غوره وخت، شل کاله مخکې و او بل تر ټولو غوره وخت یې همدا نن دی.

له دې هر څه سره سره، یوه د ارزښت وړ نظریه دا ده چې خپلو اولادونو ته اجازه ورکړئ څو هغه کړنې لېست کړي چې غواړي په خپلو رخصتیو کې یې تر سره کړي. تر څنګ یې کېنئ او د راتلونکي لپاره د هغوی د انتخاب کړو کړنو پر ګټو او لاسته راوړنو بحث وکړئ. د دا ډول فعالیتونو له تر سره کولو څخه موخه دا ده، څو ماشوم د وخت د مدیریت کولو پر مفهوم پوه شي او خپل وخت بې ګټې تېر نه کړي. اجازه ورکړئ څو ستاسو په لارښوونو سره له خپلو رخصتیو خوند واخلي.

دا تر ټولو هغه غوره مالي درسونه وو چې کولای شی خپلو اولادونو ته یې ور زده کړئ او اجازه ورکړئ چې د خپل وخت یوه برخه پر لوبو کولو تېره کړي. په باوري توګه چې پاتې نور مالي درسونه به په راتلونکي کې په پوره لېوالتیا سره په خپله زده کړي.

زما پوښتنه له تاسو څخه دا ده: تر ټولو ارزښتمن درس چې له خپل پلار څخه مو زده کړی، څه و؟

پر ځواب مو فکر وکړئ، هغه متل په پام کې ونیسئ چې وایي: پلار ګټلي، زوی ته اسان دي. همدا اوس لاس پکار شئ او په ژوند کې مو د کاروبار هغه لوری غوره کړئ، چې پر بنسټ یې په راتلونکي کې د سوکاله او شتمن ژوند خاوندان کېږی، نه داسې ژوند چې ان د یوې کوچنۍ اړتیا د پوره کولو لپاره هم بل چاته محتاج و اوسی.

Share13Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In