امریکا او ملګرو يې د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو حکومت يې ړنګ او پر ځای یې د بُن تر کنفرانس وروسته د حکومت داسې یو جوړښت رامنځته کړ، چې ټولې هغه ډلې ټپلې پکې واکمنې شوې، چې تر دې وړاندې يې له طالبانو سره د مقاومت په نوم جګړه کوله او د طالبانو پر وړاندې د امریکا د بریدونو ملاتړ او په ځمکنۍ جګړه کې د امریکا او ناټو د ځمکني ځواک رول یې ادا کړ. پر دې ډلو د امریکایانو لخوا د قدرت د چاکلېټو ویشلو تر څنګ بېساري ډالر هم وویشل شول، چې وروسته بیا پرې د هېچا زور هم ونه رسېد. امریکایان او ملګري يې په یوه نوي سوچ سره دلته راغلل، دوی په لومړیو کې افغانانو ته ډېرې غوړې ژمنې ورکړې، د جګړې ختمول، د نشهيي توکو د کرکلې او قاچاق له منځه وړل، دولت جوړونه، د امنیتي ځواکونو پياوړتیا، بیارغونه، د بنسټونو رغونه او دې ته ورته په لسګونه داسې نورې ژمنې چې له افغان جګړه ځپلي ولس سره د دوی د مرستو شعارونه ګرځېدلي وو، له څه مودې وروسته ګام په ګام دا هرڅه معکوس راڅرګند او ورو په ورو روښانه شوه چې ناټو او امریکا دلته دې څه په لټه د افغانانو خاوره کاروي او دوی برخلاف موږ د خپلو ګټو او اهدافو لپاره وژني. په دې شل کلن حضور کې چې امریکایانو دلته درلود، په سلګونه زره بېګناه افغان ماشومان، ښځې او سپين ږیري یې په ډېره بې رحمۍ د بمبارونو، چاودنو، توپچي بریدونو او شپنیو عملیاتو له امله قرباني شول. په دې خونړۍ جګړه کې چې پیلوونکي يې همدا په نړۍ کې د بشر پالنې ناره وهونکي وو، هر ډول جنګي جنایتونه یې تر سره کړل. کروندګر په کروندو کې، ماشومان په ښوونځيو او روغتونونو کې، ښځې او سپين ږیري په کورونو کې تر ړندو بریدونو لاندې ووژل شول، چې وروسته یې بیا هغه محاکم او بنسټونه هم تحریم کړل، چې دا جنایتونه یې څېړل. موږ د یوه داسې خونړي جنګ ښکار یو چي ودونه او ناوې مو هم د ړندو بمباریو ښکار شوي. د نشهیي توکو کښت په کراتو زیات او قاچاق يې خورا پياوړی دی. دولت جوړونه په دولت وېشنه، ډیموکراسي په بیروکراسۍ، بیارغونه په ویجاړۍ، اقتصادي وده په بېکارۍ او له هیواده د کدرونو تېښتې او اداري فساد افغانستان د نړۍ لومړی مفسد هیواد کړ.
د امنیتي ځواکونو تجهیز په هغه کچه چې ورته اړتیا وه، ونه شو. په امنیتي سکټور کې هم هغه خلک واکمن شول چې د امریکا په جنایتونو کې يا شریک او یا هم چوپه خوله وو. هوايي ځواک مو یوازې په څو هلیکوپټرو پورې محدود پاتې شو، ملي يووالی يې په قومي جوړښتونو بدل او د ملت جوړونې پر ځای يې ملیت پالنه رامنځته کړه. خلاصه هر هغه څه يې تر سره کړل چې زموږ د ملي ګټو او ملي عنعناتو او عرف خلاف وو؛ مګر هغه څه يې وکړل چې د دوی د ګټو پالونکي او ساتونکي وو. زموږ ملي او بنسټيزې پروژې او د کانونو کېندل خو لا تر اوسه په صفر کې ضرب دي. اوس چې دوی د وتلو کوم تمثیل شروع کړی، دا هم د يوې خونړۍ جګړې له دوام سره مل دی. د جنګ د ختم پر ځای يې د دوام لپاره د سون توکو د برابرولو هڅه پيل کړې؛ ځکه دوی غواړي چې نظامي ځواکونه وباسي، خو د یوه دوامداره استخباراتي پایښت په لټه کې دي.