محمد عثمان کاکړ د سردار عبدالقیوم خان سرګړي کاکړ زوی دی، چې په ۱۹۶۱ کال د پښتونخوا په مسلم باغ کې وزیږېد. لومړنۍ زده کړې یې په مسلم باغ کې تر سره کړې او په ۱۹۸۱ کال کې د پنجاب د بهاولپور ښار اړوند په ټیکنیکل پوهنتون کې شامل شو. نوموړي د پوهنتون دوره په بریالیتوب سره تر سره کړه او له فراغت وروسته یې بیا لا نورو لوړو زده کړو ته مخه کړه او د کویټې په ساینس پوهنتون کې کې یې (بيایسسي) وکړه.
ویل کیږي چې په همدغه کال او همدغه دوره کې یې د محصلینو د کالج په قومي غورځنګ ” تنظیم ” کې غړیتوب تر لاسه کړ او سیاسي قومي مبارزه یې د هغو محرومیتونو پر ضد پیل کړه، چې د بهاولپور په پنجابي پوهنتون کې ورسره مخامخ شوی و.
د جنرال ضیاءالحق پوځي دولت د ملي او سیاسي ګوندونو په کړنو او فعالیتونو بندیز ولګاوه او د همدې بندیز په ترڅ کې د پښتونخوا عوامي ګوند د جنرال ضیاءالحق د دغه غیر جمهوري او ناروا عمل پر وړاندې لاریون وکړ، خو پوځیانو په لاریون کوونکو برید وکړ او اته تنه لاریون کوونکي یې ووژل.
تر دغه برید وروسته د عثمان کاکړ مبارزه نوره هم د ظلم او ظالم نظام پر وړاندې ګړندۍ او غښتلې شوه او په ۱۹۷۸ کال چې کله د پښتونخوا د عوامي ګوند کانګره جوړه شوه، نو شهید عثمان خان کاکړ پکې د محصلینو د تنظیم د منشي په توګه وټاکل شو.
شهید عثمان خان کاکړ د سیاسي فعالیت تر څنګ خپلې زده کړې هم کولې او همدا ډول یې له وکالت سره سم د بلوچستان له پوهنتون څخه په ریاضیاتو کې هم د ماسټرۍ دیپلوم تر لاسه کړ.
د همدې کال په ترڅ کې د ګوند ولایتي غونډه په ګلستان کې وشوه او ښاغلی عثمان خان کاکړ ولایتي منشي وټاکل شو.
په ۲۰۰۶ کال د ګوند بله کانګره د کویټې د ایوب سټیډیوم په احاطه کې وشوه او ښاغلی کاکړ د نوموړي ګوند ولایتي مشر وټاکل شو.
تر پورتنیو فعالیتونو وروسته کاکړ د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د یوه پښتون سناتور په توګه ښه په نره او زړورتیا د پښتون او افغان ولس په ننګه او ملاتړ له ویاړه ډکه سناتوري او د خپل محکوم ولس استازولي وکړه. هغه افغان ولس یو ملت ګاڼه او د ډیورنډ فرضي کرښه یې د وخت جبر او استبداد ګاڼه. هغه باور درلود چې له آمو تر اباسینه دا یو لوی افغان ملت دی او دغه محکوم ولس هیڅ وخت د پاکستان په اداره کې د یوه ملت په توګه نه شي ورګډېدلای. نوموړي په زغرده او ډاګه ویل چې د افغانستان په څلوېښت کلن جنګ کې د پاکستان مطلق لاس دی او پنجاب به د دغه تاریخي ناورین او انساني غمیزې حساب خامخا ورکوي.
عثمان خان کاکړ د افغان وطن د واقعي خواخوږي او ځيرک سیاستوال په توګه د امن، سولې، ثبات او یووالي لپاره عملي مبارزه او د قدر وړ هلې ځلې وکړې. نوموړي په افغانستان کې د سولې بهیر د ملاتړ تر څنګ تل د پردیو د لاسوهنو سخت مخالفت کاوه او هغه ټولې پالیسۍ او کړنې یې سختې نقد کولې، چې د سیمې او افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ په زیان وې.
ښاغلی کاکړ د ډیموکراسۍ یو له پلویانو او د ډیموکراسۍ ضد قوتونو سخت انتقاد کوونکی بلل کېده.
د پاکستان په سنا کې نوموړي تل د ډیموکراسۍ ضد قوتونو پر خلاف ویناوې کولې او د همدې ویناوو له امله يې په پاکستان کې شهرت تر لاسه کړی و.
عثمان کاکړ چې د روان کال په مارچ میاشت کې د پاکستان په سنا کې وینا کړې وه، ده ته په ځواب کې بیا بیا ویل شوي وو چې د ډیموکراسۍ له پلوۍ او د ډیموکراسۍ ضد قوتونو خلاف خبرې دې نه کوي او باید چوپ پاتې شي.
نوموړي په دې وینا کې ویلي وو چې ده ته داسې اشارې ورکړل شوې دي، چې دی به ووژل شي؛ خو نوموړي په دې وینا کې زیاته کړې وه: «که مړ هم شم، پروا نه کوي، خو باید وژنه مې په ریکارډ پاتې شي، چې زما د وژلو ذمهوار د پاکستان استخبارات دي.»
عثمان کاکړ چې تل به يې د لر او بر افغان خبره کوله، د پاکستان پوځ او استخبارات ېې تل په افغان جګړه کې په لاسوهنه تورنول او په دې فکر و، چې د ترهګرۍ مرکزونه اسلام اباد او لاهور کې دي.
ښاغلي کاکړ به د پاکستان په سنا کې هم همداسې وینا کوله او تل يې د پښتنو تر څنګ د بلوڅانو، سیندیانو او نورو قومونو د حق غوښتنه کوله. نوموړی په همدې خاطر په پاکستان کې د یوه زړور سیاستوال په توګه مشهور و.
د کاکړ تړاو د مسلم باغ له یوې وتلې کورنۍ سره و. نوموړي درې زامن او یوه لور درلوده او له مالي پلوه هم ډېر شتمن و؛ خو د ده ژوند ډېر ساده و. د ځوانۍ شپې ورځې یې د ګوندي کارونو لپاره د کويټې په جناح سړک په داسې يوه وړه خونه کې تېرې کړې، چې کرايه به يې دوه- درې زره روپۍ وه.
هغه په ۶۰ کلنۍ کې هم تر خپل عمر ځوان ښکارېده او د صحت به يې ډېر خيال ساته.
عثمان کاکړ به په رسمي او ولسي ويناوو کې د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره سختې نيوکې کولې او هم دا وجه وه چې هغه په افغانستان کې هم ډېر محبوب و. د نوموړي تر مرګ وروسته په ټولنيزو رسنيو ډېرو افغان فعالانو د خپل تصوير پر ځای د هغه تصوير لګولی دی. د دې تر څنګ هغه به ډېر په ښکاره د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو تور پورې کاوه، چې د افغانستان په سياست کې مداخله کوي.
د پښتنو د دغه پیاوړي رهبر عثمان خان کاکړ مبارزه نوره د پاکستان حکومت ته د زغم وړ نه وه، چې د کورنۍ په وینا یې د جون په ۱۷مه په کویټه کې په خپل کور کې پر سر سخت ټپي شو. کاکړ له یادې پېښې وروسته ژر د کویټې روغتونونو ته یووړل شو او بیا له هغه ځای کراچۍ ته ولېږدول شو. دا چې ټپونه یې ژور وو، ژوند ورسره وفا ونه کړه او نوموړي د ۶۰ کلونو په عمر دا نړۍ پرېښوده او ومړ.
د هغه په ناروغۍ او مرګ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او پر ډېریو افغان چارواکو او عامو افغانانو سربېره، د پاکستان مسلم ليګ نواز تر مرستيالې مشرې مريم نواز پورې ټولو خپګان وښود. کله چې هغه له کویټې کراچۍ ته د علاج لپاره وړل کېده، نو په لسګونو خلک د سړک پر سر ولاړ وو او عثمان کاکړ ته یې د روغتیا دعاوې کولې.
له کاکړ سره د خلکو د مينې يوه لویه وجه دا وه چې عثمان کاکړ تر لسيزو پورې له خلکو سره نږدې پاتې شوی و.
عثمان کاکړ هغه وخت ډېر مشهور شو چې کله په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان د سنا غړی شو، هلته چې يې کومې ويناوې وکړې او په ټولنيزو رسنيو لاس په لاس خپرې شوې، نو ډېر شهرت یې وموند.
د نوموړي مرګ په لر او بر وطن کې د خلکو سخت غبرګونونه را وپارول او ټول پښتون قام یې سخت په غوسه کړ.
د نوموړي په جنازه کې لسګونو زرو کسانو ګډون کړی و، خو د ده په جنازه کې د ګډون لپاره د افغان حکومت لوړ پوړي پلاوي د ملي امنیت د سلاکار د ولسي او سیاسي چارو مرستیال سرور احمدزي او د سرحدونو او قبایلو وزیر محب الله صمیم ته د عثمان کاکړ په جنازه کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.
افغان حکومت د خپل ولس په استازیتوب د عثمان کاکړ کورنۍ، دوستانو، خواخوږو او پلویانو ته تسلیت وړاندې کړ. په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان وکړ چې په کابل کې به یو سړک د عثمان کاکړ په نوم کړي.
د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د پښتونخوا وتلي مشر محمود خان اڅکزي د هغه د جنازې ګډونوالو ته په وینا کې په ادعا سره وویل، چې عثمان خان په تبه نه دی مړ؛ بلکې له هغه سره جبر شوی او وژل شوی دی. د نوموړي په وینا، دا د دوی ذمهواري نه ده چې معلومه کړي عثمان خان چا وژلی دی؟ که عدالتونه او پلټونکې ادارې له دوی څخه پوښتنه ګروېږنه وکړي، نو دوی به پاخه شواهد ورته وړاندې کړي چې ظاهراً یې اشاره د پاکستان حکومت ته وه.
د عثمان زوی خوشحال کاکړ هم وايي چې پلار یې په ډېر چل او بې رحمۍ سره وژل شوی او هغه ادعاوې سمې نه دي چې نوموړی غورځېدلی دی. خوشحال زیاتوي، له ډېرې مودې راهیسې یې پلار ته ګواښونه کېدل چې د جمهوریت په ملاتړ دې څرګندونې نه کوي او دوی پوهېږي چې دا کار چا کړی دی.
د عثمان کاکړ مړینه د لر او بر افغان وطن لپاره یوه لویه ضایع بلل شوې ده او د لوی افغانستان تحریک مشر جمیل وقار وايي، نه یوازې دا چې عثمان کاکړ د لر او بر سیاسي مشر و؛ بلکې د پښتنو د پرمختګ، ملت جوړونې او یووالي لپاره ډېر پوخ بنسټ و.
دغه راز په افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر احمدالله وزیر وايي، چې عثمان کاکړ له نوې ځوانۍ څخه د ژوند تر پایه تل ملي سیاست کړی او د ټولو پښتنو لپاره یې د هغوی د حقونو لپاره مبارزه کړې او تل یې ټينګار پر دې و چې پښتانه سره یو شي.
د افغانستان د اوسني ولسمشر په ګډون، ډېرو سیاستوالو د عثمان کاکړ په مړینه خواشیني وښوده او د نوموړي مړینه یې یوه لویه تشه وبلله.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، عثمان کاکړ خپلې ایډیالوژۍ او د ځپل شویو ولسونو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته ژمن کس و او تشه به یې تر ډېره وخته ډکه نشي.