وروسته له هغې چې روسیې په توره بحیره کې د اوکراین څو کښتۍ له شلو زیاتو ماڼوګاڼو سره ونیولې، د لوېدیځو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشرانو د کیف او مسکو ترمنځ د راپورته شوي نوي کړکېچ په ترڅ کې د اوکراین ملاتړ کړی دی.
ملګرو ملتونو او د یوشمېر لوېدیځو هېوادونو مشرانو په خپلو بیانونو کې د روسيې دغه کار غندلی او دا یې د اوکراین په ملي حاکمیت تېری بللی دی. دوی له مسکوه غوښتي چې سمدستي دې د اوکراین توقیف شوي ماڼوګان خوشي کړي.
د یکشنبې په ورځ د تورې بحیرې د کریمیا په سواحلو کې روسي کښتیو پر اوکرایني کښتیو ډزې وکړې او د اوکراین د سمندري ځواکونو شپږ سرتېري یې ټپیان او له شلو زیات ماڼوګان یې برمته کړل.
اوکراین د روسیې دغه کار په خپل ملي حاکمیت تېری بللی او له پېښې وروسته یې په یوشمېر هغو سیمو کې چې روسیې ته نږدې پرتې دي، د ۳۰ ورځو لپاره پوځي حالت اعلان کړ.
د اوکراین پارلمان دې قانوني مسودې ته چې د ولسمشر پترو پروشینکو له خوا وړاندې شوې وه، مثبته رایه ورکړه.
د دغه قانون له مخې چې سر له نن یانې د نومبر له ۲۸مې عملي بڼه خپلوي، د یوشمېر ځواکونو د منسجم کولو او د اوکراین د هوایي مدافعې د ځواکونو د پیاوړي کولو او د استخباراتو او ترهګرۍ ضد هڅو په ګډون یو لړ اقدامات شامل دي.
د کیف او مسکو ترمنځ د دغه نوي راپورته شوي کړکېچ پر وړاندې د نړیوالو عکس العملونو په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هغه څه چې ده د روسیې یرغل بللی، وغانده او له مسکوه یې وغوښتل چې د اوکراین ضبط شوې کښتۍ او توقیف شوي ۲۳ ماڼوګان بېرته اوکراین ته وسپاري او د نړیوالو له خوا د اوکراین د په رسمیت پېژندلو سرحدونو درناوی وکړي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازې نېکې هیلې دغه پېښه د اوکراین له ملي حاکمیته ښکاره سرغړونه او له دغه هېواد سره د روسیې د کړکېچ د زیاتوالي بې باکه اقدام وباله.
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا مرستیال سفیر جاناتان الن هم وویل چې روسیه غواړي په غیر قانوني توګه پر اشغال شوې کریمیا ولکه نوره هم ټینګه کړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي، روسیه باید په دې پوه شي چې دا ډول اقدامات به یې بد عواقب ولري. نوموړي دغه راز ویلي، ناټو به د اوکراین له حکومت سره په تماس کې وي چې له خپل ملاتړه یې ډاډمن کړي.
یوشمېر نورو لوېدیځو مشرانو هم د کیف او مسکو ترمنځ د دغه نوي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جرمني له لومړۍ وزیرې انګېلامېرکل سره په ټلیفوني خبرو کې د اوکراین د وروستۍ پرېکړې په اړه چې په یوشمېر سیمو کې یې پوځي حالت اعلان کړی، اندېښنه ښکاره کړې.
پوتین ویلي، هیله من دی چې برلېن به له خپل نفوذه په استفادې کیف دې ته وهڅوي چې له نورو بې باکه اقداماتو څخه ډډه وکړي.