د پاکستان نوی لومړی وزیر عمران خان سعودي ته تللی او ټاکل شوې چې د خپل دغه سفر په لړ کې به له رياضه اسلام اباد ته مرستې وغواړي.
د لومړي وزیر په توګه دا د عمران خان لومړنی بهرنی رسمي سفر دی. له هغه سره په دغه سفر کې د پاکستان د ماليې وزیر اسد عمر او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم مله دي.
د دوی هڅه به دا وي چې د نورو نړیوالو بسپنه ورکوونکو پر ځای له سعودي څخه مالي ملاتړ ترلاسه کړي چې د نړۍ د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د کلدارو ځای ثابت وساتل شي.
په دې وروستیو کې پاکستانۍ کلداره د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې ډېره را لوېدلې ده. په همدې حال کې ځینې کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان د نړیوال وجهي صندق څخه هم د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو هلې ځلې کوي.
د دغه هېواد د ماليې وزیر ویلي چې له دغه صندوق څخه د مرستو ترلاسه کول یې وروستی انتخاب دی او اوس د مرستو نورې لارې چارې ولټوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې عمران خان به د سعودي له پاچا او نورو چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو پر مشترکو ګټو به خبرې وکړي.
پاکستان له ۱۹۸۰ راپه دېخوا ۱۲ ځلې له نړیوال وجهي صندوق څخه پور اخیستی دی. په ۲۰۱۴ کال کې پاکستان له نړیوال وجهي صندوق څخه د مرستو له ترلاسه کولو شپږ میاشتې وروسته له سعودي څخه هم ۱.۵ میلیارده ډالره پور واخیست چې د کلدارو ځای ثابت وساتي.
پاکستان له اقتصادي پلوه له یو لړ ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. اسلام اباد د لوړو او متوسطو عوايدو پر درلودونکو د ماليې د لوړولو اعلان کړی دی. د پاکستان لومړی وزير داسې مهال سعودي ته د مرستو اخیستلو لپاره ځي چې په خپله د سعودي شاهي نظام په یو بې ساري اقدام کې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په لومړي ځل یې په نړیواله کچه ۱۱میلیارده ډالره پور اخیستی دی.
ریاض له هغه وروسته دا پور واخیست چې د ارامکو د تېلو د تولید د ستر شرکت د کارونو پیلول یې وځنډول شول. دا پور د سعودي د شاهي نظام د اقتصادي پلانونو یوه برخه بلل کېږي.