جمهوریت، د فلسفې په برخه کې د ګوتو په شمېر اثارو په ډله کې راځي چې د نړۍ ستر فیلسوف اپلاتون لیکلی دی.
دغه کتاب ډېر پخوا په لومړیو پېړیو کې اپلاتون د فلسفي موضوعاتو په اړه لیکلی دی. کتاب په لسو ټوکونو وېشل شوی خو دا ټول ټوکونه په یوه کتاب کې ځای پر ځای شوي دي. اپلاتون دا کتاب په لاتیني ژبه لیکلی و او په اتلسمه پېړۍ کې په پاریس کې یو ځل بیا ترتیب او دا دی نن ورځ په پښتو ژبه هم دا تاریخي اثر د لاسرسي وړ شو.
په کتاب کې ډېر ژور، دقیق او هر اړخیز بحثونه شوي چې همدغه ځانګړنه یې د دې سبب شوې چې تر ننه د لوستونکو، لیکوالو او مبصرینو د ماخذ ورکولو یو معتبر اکاډمیک ادرس پاتې شي.
په کتاب کې د ارمان ښار په اړه جالب بحث دی. دا بحث په دې فکر کوي او هم یې جوړوي چې انساني ټولنه کوم ارزښتونه ولري، څنګه ژوند ولرو، څه ډول عدالت حاکم وي، پیل او پای مو څه وي. له بلې خوا د فیلسوفانو ترمنځ په مهمو مسایلو ډيالوګ هم پکې شته او د لوستونکو د تفکر په بډاینه کې مهمه مرسته کوي. د جمهوریت بله موضوع د فیلسوف ځانګړنې بیانوي. هغه څوک چې د ټولنې واکمني له ده سره ښایي او پرته له هغه باید بل څوک د واک پر ګدۍ واکمن نه شي.
د کتاب اهمیت ته په کتو لوېديځوال یې ډېر ستایي او دويم انجیل یې بولي. په دې خبره کې د دوی موخه مذهبي نه بلکې د جذب او کیفیت د لوړې درجې ده.
شاید د نړۍ کومه ژوندۍ ژبه به نه وي پاتې چې جمهوریت پرې نه وي ژباړل شوی. له نېکه مرغه په ۱۳۸۸ل کال کې پښتو ژبې ته تکړه ژباړن ښاغلي څېړنوال سید نظیم سیدي ژباړلی او سوله خپرندویه ټولنې په دويم ځل په دې وروستیو کې چاپ او بازار ته وړاندې کړی دی.
کتاب ۶۷۳ مخه دی. د ژباړن ترڅنګ د علومو اکاډمۍ مخکښو څېړونکو هم پرې خپل یادښتونه لیکلي او د کتاب لوستل یې ډېری د سیاست، اقتصاد، ټولنپوهنې، فلسفې او ارواپوهنې څانګو لوستونکو او څېړونکو ته سپارښت کړی دی.
دغه او نور نوي چاپ شوي کتابونو له اکسوس کتابپلورنځي څخه ترلاسه کولی شی. اکسوس د رسونې خدمتونه هم لري او تاسو کولی شی چې د خپلې خوښې کتابونه په کابل کې په خپلو کورنو او کارځايونو کې ترلاسه کړی.