نن د چين نړيوالې راډيو د تاسيس اتيا يمه کليزه ده، زه د يو داسې کس په توګه چې په دې لويه رسنۍ کې مې کار کړی، غواړم څو کرښې وليکم، هيله ده چې د پام وړ مو وګرځي.
د چين نړيواله راډيو چې د ۱۹۴۱ ميلادي کال د ډسمبر په درېيمه نېټه جوړه شوې چې په لومړيو کې يوازې په چينې ژبه خپرونې درلودې او د وخت په تېرېدو سره يې د نړۍ په مختلفو ژبو خپرونې پيل کړې چې اوس ددغو ژبو شمېر ۶۵ ته رسېږي او په نړيواله کچه تر ټولو ډېر مخاطبين لري، يوه يې پښتو راډيو ده.
اوس نړۍ ته ددې رسنۍ خپرونې پر راډيو سر بېره، وېډيو، ګرځنده ټيلېفون او چاپي رسنيو له لارې هم ترسره کېږي او نړۍ ته يې د چين په ور پېژندلو او همدارنګه چين ته د نړۍ په ور پېژندلو کې مهم رول ادا کړی.
د چين نړيواله راډيو د ۲۰۱۴ ميلادي کال تر اپرېل پورې له هېواد څخه بهر د ۴۰ استازندويه دفترونو، د کنفوسيوس ۱۳ موسسو، د خپرونو د جوړولو ۲۴ سټوډيو ګانو، ۹۷ شعبو پر جوړولو او په هېواد کې دننه د ۶ اف ام راډيويي کانالونو پر جوړولو بريالۍ شوه.
د چين نړيوالو راډيو پښتو څانګه
د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه د ۱۹۷۳ ميلادي کال د جولای په ۱۵مه نېټه جوړه او مخاطبين يې د نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان کې مېشت پښتانه دي.
دغه راډيو مرکزي دفتر د چين په پلازمېنه بېجينګ کې دی او بشپړه پته يې ده( 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 )
ياده راډيو ددې کرښې تر ليکلو پورې په افغانستان او پاکستان کې اورېدل کېږي.
دغه راز په کابل او کندهار ولايتونو کې د سپوږمۍ راډيو له لارې د اف ام پر څپو هره ورځ د کابل پروخت د سهار اووه بجې او د ماښام په پنځه بجې، دوه ساعته خپرونې لري.
علاوه پردې د spogmai Radio) ) اپلېکشن له لارې د چين په شمول د نړۍ په هر ګوټ کې اورېدل کېږي.
د چين، نړۍ او سيمې مهم خبرونه، تبصرې، د چين سياسي چارې، اقتصاد، کلتور، سپورټ، هنر، په چين کې د مسلمانانو ژوند، سيلانۍ چارې، چينې ژبې زده کړه او… يې مهمې خپرونې دي.
د ۲۰۰۳ ميلادي کال د ډسمبر په ۲۸مه په رسمي توګه ددغه راډيو وېبپاڼه ( http://pushtu.cri.cn ) پرانيستل شوه چې په ټوله نړۍ مينه وال، لوستونکي او ليدونکي لري.
د يادې راډيو له تاسيس را په دې خوا تر اوسه پورې يې ډېری کار کوونکي چينيان پاتې شوي او اوس مهال شاوخوا ۱۵ کار کوونکي لري چې ډېری يې چينايان دي.
چيني کار کوونکي يې ټول په پښتو ژبه پر روانو خبرو سربېره، ليکنې او ژباړې هم کوي او په راډيو کې وياندويي کوي او دغه راز يې ډېر پښتو چيني قاموسونه هم ليکلي چې دا په خپل ځای پښتو ژبې د ودې لپاره يو ستر کار هم دی.
د چين نړيوالې راډيو فارسي څانګه
د چين نړيوالې راډيو فارسي څانګه په ۱۹۵۷ ميلادي کال کې فعاله شوې او د ايران، افغانستان، تاجکستان او پاکستان د شمال لپاره هره ورځ نيم ساعت خپرونې لري.
ددې کرښو تر ليکلو پورې د ايران د (راډيو فرهنګ) په همکارۍ په ټول ايران کې اورېدل کېږي.
د فارسي راډيو انټرنېټ پاڼه Persian.cri.cn هم د ۲۰۰۳ ميلادي کال په اکتوبر کې په رسمي ډول فعاله شوه.
د چين نړيوالې راډيو فارسي څانګې هره خپرونه د ورځې دوه ځله تکرارېږي.
شاوخوا شل چينايي او ايراني کار کوونکي لري، نړيوالې پېښې او خبرونه، (جنګ فرهنګي، مسلمانان چين، دانشنامه چين، چين ګردی، موسيقي او آموزش زبان چينی) د يادې راډيو خپرونې دي.
چينا ډاډ کام انټرنېټ پاڼه د ۱۹۹۹ ميلادي کال په مې مياشت کې فعاليت پيل کړ او د چين يوه باوري او پخوانۍ انټرنېټ پاڼه ګڼل کېږي او په لسګونو ميليونه مخاطبين او استفاده کوونکي لري.
ددغه سایټ اصلا د (GMG) نړيوال رسانه يي شرکت اړوند دی.
جي ام جي د چين نړيوالې راډيو ( سي آر آی) او د چين د نړيوالې رسانه يي شبکې( سي، آی، بي، ان) اړوند دی.
اوس د چين نړيواله راډيو، سي سي ټي وي، سي جي ټي ان او نورې رسنۍ د يوه ګډ ګروپ په جوړولو سره چې مخفف يې CMG)) دی فعاليت کوي.
د يادونې وړده چې چين د نړۍ په کچه نورې مشهورې رسنۍ هم لري چې دلته يې څو رسنيو ته اشاره کولای شوو.
شين هوا، Xinhua، د چين رسمي دولتي خبري آژانس دی او ترټولو لویه خبري سرچينه ده.
چين دوه رسمي خبري آژانسونه لري چې يو يې شينهوا او بل يې د چين خبري سرويس دی.
که دغه رسنۍ د نړۍ له نورو رسنيو سره پرتله کړو نو پوه به شوو چې چينۍ رسنۍ اوس په نړيواله کچه په رسنيو کې مخکښ ځای لري.
رويټرز ۱۳۰۰ کار کوونکي لري، او شينهوا تر لس زرو ډېر کار کوونکي، ۳۱ داخلي او ۱۰۷ نړيوال دفترونه لري.
شينهوا پر خبري آژانس سربېره، يوه خپرندويه موسسه هم ده چې شل ورځپاڼې او ۱۲ مجلې لري او له لس ميليون څخه په لوړ تيراژ چاپېږي.
شینهوا ډيلي ټلګراف ددغه خبري آژانس مشهوره ورځپاڼه ده، دغه راز د عکسونو لوی آرشيف لري چې په ميليونونو تاريخي عکسونه يې جمع کړي دي.
شينهوا په ۱۹۳۱ ميلادي کال کې د سره چين خبري آژانس (Red China News Agency) په نوم کار پيل کړ او په ۱۹۳۷ ميلادي کال کې يې نوم پر شينهوا بدل کړ. له ۱۹۴۴ ميلادي کال څخه يې په انګليسي ژبه هم نشرات پيل کړل او په ۱۹۴۷ کال کې يې خپله لومړنۍ شعبه په لندن کې جوړه کړه.
شينهوا خبري آژانس د چيني، انګليسي، اسپانيايي، روسي، فرانسوي او عربي په شمول د نړۍ په څو رسمي ژبو خبرونه خپروي.
شينهوا تر سلو ډېرو مشهورو نړيوالو خبري آژانسونونو سره د خبرونو د تبادلې تړون لري.
د چين مرکزي ټلوېزيون، China Central Televisionمخفف يې (CCTV) د چين تر ټولو مهمه ټلوېزيوني رسنۍ ده.
د متفاوتو پروګرامونو ۴۵ ټلوېزيوني شبکې لري او له يو ميليارډ څخه ډېر ليدونکي لري، د يادو شبکو عمده پروګرامونه مستند، کمډي، ساتېرۍ او ډرامې دي.
مرکزي دفتر يې په پلازمېنه بېجينګ کې دی، د ۱۹۵۸ ميلادي کال د ډسمبر په دويمه نېټه تاسيس شوی او څه باندې لس زره کار کوونکي لري.
چين ګڼ شمېر مشهورې چاپي رسنۍ هم لري، چې چينا ډيلي، بېجينګ ډيلي…. ته يې اشاره کولای شوو.