د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه به د ډسمبر له ۹مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په انلاين ډول تر سره شي. په امريکا کې د چين سفير چن ګانګ او د روسيې سفير اناټولي انتونوف د نومبر په ۲۷مه نېټه د ډيموکراسۍ د تش په نوم سرمشريزې په تړاو په يوې ګډې مقالې کې ويلي، چې د امريکا په کوربه توب د ډيموکراسۍ سرمشريزه د سړې جګړې مفکوره وړاندې کوي او چين او روسيه ټينګ مخالفت کوي.
نوموړو په دغې مقالې کې غوښتنه کړې، چې په نړۍ کې د تفرقې او دښمنۍ د پارولو هڅې بايد بندې او په نړيوالو اړيکو کې دې د متقابل درناوي، ګډې همکارۍ او ګډو ګټو مفکوره پرمخ يوړل شي او بېلا بېل هېوادونه دې د ټولنيز نظام، ايډيولوژۍ، تاريخ، کلتور، پرمختګ د توپيرونو پر وړاندې د همغږي او ګډ ژوند لپاره دې هڅې وکړي.
مقاله زياتوي، چې سوله، پرمختګ، برابري، عدالت، ډيموکراسي او ازادي د ټولو انسانانو ګډ ارزښتونه بلل کيږي. ډيموکراسي د کوم هيواد او يا د ګوتو په شمېر هېوادونو انحصاري حق نه دی، بلکې د ټولو هېوادونو د خلکو حق دی. د ډيموکراسۍ لارې چارې مختلفې دي او داسې يوازېنی موډل يې نشته، چې د ټولو هېوادونو له مشخص وضعيت سره سمون ولري.
د يو هېواد مناسبه لار بايد له خپل وضعيت او د زمانې د پرمختګ له جريان سره سمون ولري، هېواد ته بايد اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او ثبات او د خلکو په ژوند کې ښه والی راولي، دغه لاره بايد د خپلو خلکو ملاتړ ولري او د انسانانو د پرمختګ لپاره بايد ګټوره وي.
د ډيموکراسۍ سرمشريزې غونډې ته د ولسواکۍ جامې ور اغوستل شوي، خو په حقيقت کې دا د ډله ييز سياست د جوړولو او د مختلفو کېمپونو ترمنځ د مخالفت او مقابلې د پارولو لپاره د امريکا هڅه او د سړې جګړې د مفکورې د بيا پېل نښه ده، نو ځکه د نړيوالې ټولنې له شک او مخالفت سره مخ ده.
د امريکا د فلمي نړۍ مشهور ډايرکټر اوليوير سټون د ار ټي تلويزيون له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې د امريکا دغه سرمشريزه به د نړۍ د پاشل کېدو او بېلتون سبب وګرځي او د امريکا د ډيموکراسۍ اصلي بڼه ( د پيسو سياست ) دی.
نوموړي زياته کړې، چې امريکا خپل ځان د ډيموکراسۍ استازی بولي، خو حقيقت دا دی، چې دغه هېواد په خپله خوښه نړيوال مقررات ويجاړوي او په نړيوالې ټولنې کې تفرفقه اچوي. سټون د امريکا په سياست کې د پيسو رول بيان کړ او ويې ويل، چې د ۲۰۲۰م کال د امريکا د ولسمشرۍ او پارلمان په ټاکنو کې ۱۴ ميليارډه امريکايي ډالره لګول شوي دي. که د ۱۴ ميليارډو امريکايي ډالرو په لګښت د يو هېواد ولسمشر وټاکل شي، نو هغه هېواد به څه ډول ډيموکراسي ولري؟
د چيني او روسي سفيرانو په دغې ګډې مقالې کې ويلي، چې د ډيموکراسۍ د ارزونې بنسټيز اصل دا دی، چې ايا خلک د هېواد د ادارې په پراخو چاروکې د ګډون حق لري؟ ايا خلک د خپلو پوښتنو او غوښتنو ځواب او رضايت تر لاسه کولی شي؟ خلک له لاسته راوړنو راضي دي؟
ډيموکراسي بايد د خلکو ارادې او هېلې تمثيل کړي او خلکو ته بايد ګټې ورسوي. کوم هېواد ډيموکراتيک بللی شو؟
د دغې پوښتنې د ځواب او قضاوت حق د همغه هېواد له خلکو سره دی.
د امريکا د پيو(Pew) څيړنيز مرکز يو راپور ښيي، چې اکثره امريکايان د خپل هېواد له سياسي نظام څخه سخت ناراضه او مايوسه دي او يوازې ۱۷ سلنه يې په دې باور دي، چې د امريکا ډيموکراسي د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ ده.
ډيموکراسي بايد يوازې د کورنيو چارو په اداره کې څرګنده نه شي، بلکې اړينه ده چې په نړيوالو اړيکو کې هم تطبيق شي. هر هغه حکومت، چې رښتينې ډيموکراتيکه روحيه لري، د نړيوالو اړيکو له ډيموکراتيک پرمختګ څخه کلک ملاتړ کوي، داسې نه چې په کور دننه ډيموکراسي او يووالي غواړي، خو په نړيوالو چارو کې بيا باداري او د بېلتون کرښې اوباسي.
د نړۍ په بېلا بېلو هيوادونو کې روانو جګړو او ګډوډيو دا راته وښوده، چې پر نورو هېوادونو په زور او ظلم د خپل نظام او ارزښت تپل بدې پايلې درلودلی شي او نه يوازې سيمه ييزه بلکې نړيواله سوله هم ننګولی شي او له همدې امله ډېرو جګړو د نړۍ سولې او ثبات ته هم سخت زيانونه رسولي دي. په عراق، افغانستان او ليبيا کې پوځي لاسوهنې او د ډيموکراسۍ تش په نوم انقلابونه د ياد حقيقت څرګندې بېلګې دي.
ډيموکراسي د شعار ويلو ننداره نه ده او نه هم پر نورو هېوادونو د تفوق سياسي وسيله ده. بېلا بېل هېوادونه بايد د توجه تمرکز پر خپلو چارو ورټول کړي او نورو هيوادونو ته بايد ګواښ او ګوتڅنډنه ونه کړي.
نړيواله ټولنه اوس له زياتو نړيوالو ننګونو سره مخ ده، د همغږۍ او همکارۍ پياوړتيا او د انسانانو د پرمختګ لپاره هڅې، د بېلا بېلو هېوادونو پر غاړه ګډې او بېړنۍ دندې دي.