په امريکا کې د چين او روسيې سفيرانو د امريکا په نېشنل انټريسټ مجله کې يوه مقاله خپره کړې او پکې يې د امريکا په کوربه توب له ډيموکراتيکې سرمشريزې سره مخالفت څرګند کړی او ليکلي يې دي، چې په نړۍ کې ناپايه جګړو او تاوتريخوالي دا ثابته کړې، چې پر نورو هيوادونو د خپل نظام او ارزښتونو تپل د نړۍ او سيمې سوله، امنيت او ثبات سخت زيانمنوي.
ټاکل شوې، چې امريکا د ډسمبر په نهمه او لسمه نېټه د ډيموکراسۍ سرمشريزه ترسره کړي.
دا څرګند ټکی دی، چې دغه سرمشريزه به په نړۍ کې د ايډيالوژيو يا فکرونو د تقابل، د بادارۍ د ټينګښت او د سړې جګړې مفکورې د بيا فعالېدو سبب وګرځي. امريکا ډيموکراسي غواړي، خو همېشه د ډيموکراسۍ ضد کړنې ترسره کوي.
امريکا له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د ډيموکراسۍ په پلمه د سياسي ګروپونو او ډلو ټپلو په لټه کې ده، دغه هيواد نه يوازې پر نورو هېوادونو تېری کړی، بلکې ګڼ شمېر بې ګناه کسان يې هم وژلي دي. د چین د بشري حقونو څېړنيز مرکز راپور وايي، چې د دوهمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو تر ۲۰۰۱م کال پورې د نړۍ په ۱۵۳ سيمو کې ۲۴۸ تاوتريخوالي رامنځته شوي، چې ۸۱٪ يې يعنې ۲۰۱ تاوتريخوالي د امريکا له لوري راپورته شوي دي.
امريکا په يوګوسلاويا فدرالي جمهوريت، افغانستان، عراق، ليبيا او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ډيموکراتيک نظام د اصلاحاتو په پلمه جګړې پيل کړي، چې په پایله کې يې خلکو ته د سر او مال درانه زيانونه رسولي او د ځايي خلکو ژوند يې تلپاتې او دايمې ستونزو کې ګېر کړی دی.
امريکايي ځواکونو پر افغانستان تپل شوې شل کلنۍ جګړې کې تر ۳۰زرو ډېر ملکي وګړي ووژل، تر ۶۰ زرو ډېر کسان يې ټپيان کړل او څه باندې ۱۱ ميليونه کسان يې بې کوره کړي دي.
د کابل پوهنتون کارپوهانو اټکل کړی، چې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته هره ورځ شاوخوا ۶۰ ميليونه امريکايي ډالره اقتصادي زيانونه رسېدلي او ۲۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امريکا د وليکلانو جګړې هم پېل کړي، په نورو هېوادونو کې يې کودتاوې راپارولي، مخالفينو ته يې وسلې او روزنې برابرې کړي او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې څرګنده مداخله کوي.
ځينو امريکايي سياستوالو پدې وروستيو کلونو کې د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه له ډيموکراسۍ څخه ډېره ناوړه استفاده او په اسيا او ارام سمندر سيمه کې يې خپل ګروپونه جوړ کړي او سيمه ييز تقابل يې راپورته کړی دی. د بېلګې په توګه امریکا د هند او پسيفيک ستراتېژي طرحه کړې، له جاپان، هند او استراليا سره يې څلور اړخيز ميکانيزم جوړ کړی، ځيني هېوادونه يې هڅولي، چې جنوبي سمندرګي او تايوان تنګي ته پوځي بېړۍ وليږي. دغه راز پدې وروستيو کې يې له بريتانيې او استراليا سره درې اړخيزې امنيتي همکاريزې اړيکې (اوکاس) هم ټينګې کړې دي.
د امريکا کړنې د اندونيزيا او ماليزيا په ګډون د سيمې د ډېرو هېوادونو د اندېښنې وړ ګرځېدلې دي. د فليپين پخوانۍ ولسمشرې ګلوريا ماکاپاګل ارويو ويلي، چې د امریکا کړنې ښايي په جنوب ختيځې اسيا کې د تسليحاتي مسابقې د رامنځته کېدو سبب وګرځي. امریکا، بريتانيا او استراليا د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ د شورا غونډې په ترڅ کې د ذروي اوبتلونو په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ د هدف په اړه تفصيلات ورنه کړل، خو دا ترې ثابتيږي، چې دوی بد نيت لري.
ډيموکراسي بايد د امریکا سياسي وسله ونه ګرځي، ځکه ډيموکراسي داسې ګډ ارزښتونه لري، چې بېلابېل هېوادونه ورپسې ګرځي.
امريکې پر نورو هېوادونو تېري او ډېر جرمونه کړي او د تقابل په راپورته کولو سره يې سيمه ييز امنيت خراب کړی او د ډيموکراسۍ د غوښتلو حق بيخي نه لري.
هغه ډيموکراتيکه سرمشريزه چې مشري يې د امريکا پر غاړې وي، هرومره به د تاريخ کثافات ګرځي.