د هېواد د کورنیو چارو وزارت یو له لویو او مهمو وزارتونو څخه دی. دغه وزارت ته په ځینو هېوادونو کې د کورنیو چارو وزارت وايي او په ځینو هېوادونو کې وزارت کشور یا د هېواد وزارت هم ورته وایي. که چېرې په هر هېواد کې د استخباراتي بنسټ ترڅنګ، د کورنیو چارو وزارت روغ وي، نو هغه هېواد له امنیتي اړخه غښتلی، روغ او پر پښو ولاړ هېواد دی.
زموږ د هېواد د کورنیو چارو وزارت ته که چېرې په دریو برخو کې بنیادي او اساسي کارونه شوي وای، نو اوس به اصلاحات او پرمختیاوې په چټکۍ سره د دغه وزارت په چارو کې ورځ تر بلې په اسانۍ سره پرمخ تللې. د هغو دریو برخو له ډلې یوه یې د پولیسو مسلکيتوب یا د هغوی د ظرفیت لوړول دي. دویم یې له فساد سره مبارزه ده او درېیم هغه یې د تشکیلاتي نظام رغول او په اړوندو بستونو کې د اهلیت او وړتیاوو پر بنسټ ګومارنې دي.
په دې لیکنه کې به یوازې پر یوه برخه رڼا واچول شي؛ ځکه د ټولو برخو یادونه به په دې لنډه لیکنه کې را ونه سپړل شي.
له وړاندې د کورنیو چارو وزارت د مافیایي کړیو، زورواکو او په نظام کې دننه د ځینو مفسدینو لپاره د هغوی د شومو موخو د تر لاسه کولو او د دوی د مادي امکاناتو د پوره کولو لپاره تر ټولو ښه او اسانه مرجع وه. هر ګام به چې په کاري اموراتو کې اخیستل کېده، دوی به په اسانۍ سره کولای شوی چې خپله ونډه پکې تر لاسه کړي. هر چارواکی چې دغه مهم ارګان ته راغلی و، خپل وخت یې تېر کړی و او پورته د فساد خبیث مثلث ته د راز او نیاز پل ګرځېدلی و او د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره د مصئونیت او شراکت د دېګ سرپوښ ګرځېدلی و. اساسي او بنیادي کارونو ته نه یوازې دا چې اراده یې نه وه موجوده او نه یوازې دا چې نه وو تر سره شوي؛ بلکې د بنسټیزو کارونو د تر سره کولو مخه هم نیول کېده.
له دې چې فساد خپل اوج ته رسېدلی و، د کورنیو چارو وزارت په مربوطاتو کې به که څوک په خورا ټیټه دنده او بست کې ګومارل کېدل، نو د هغه کس او د هغه د نږدې کسانو انګېرنه به داسې وه چې سړی په ډېر ښه بست مقرر شوی. په ورته وخت کې به د همدغو کسانو له خوا د دندې غوړې مبارکۍ ورکول کېدې، یعنې دلته تر ټولو کوچنی بست مهم او لوی بست و. په همدې موخه یې خلکو ته او یا هم د خلکو په منځ کې اهمیت درلود.
په یوه امنیتي حوزه کې به که چېرې د ټولي کوم قوماندان مقررېده، د میاشتې تر تېرېدو به د هغه په شخصي ژوند کې د پام وړ تغیرات راغلي وو. یو کال به یې په دنده کې نه تېرېده چې درې- څلور منزله کور به یې اچولی و. دغه راز په نورو برخو او نورو ریاستونو کې په همدې شکل.
د یوې حوزې د آمر د تقرر سرقلفي او پیسې به معلومې وې، د هرې حوزې آمر به له ۳ تر ۷ میلیونو افغانیو رشوت باندې مقررېده، ان دا روال تر امنیه قوماندانانو، کمیسارانو او عمومي رییسانو پورې په همدې شکل پلی کېده.
ځینې نور بستونه، د حوزو بستونه او د امنیه قوماندانۍ بستونه به په پورتني شکل وو، خو ځینې نور به بیا د زورواکو او مافیاوو په ولکه کې وو، ځینې امنیتي حوزې او د امنیه قوماندانیو او کمیساریو بستونه به مطلق د زورواکو په واک کې وو، مسوولین به يې د همدوی له خوا په ګوته کېدل او د وزارت رهبرۍ ته به معرفي کېدل، وروسته به همدغه کسان په دې بستونو ګومارل کېدل.
له دې ټولو ولسمشر غني ښه خبر و، په همدې موخه يې په پوره زړورتیا او اوچت اواز د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه وباله او د افغانستان خلکو ته یې په دغه مهم ارګان کې د اصلاحاتو د راوستو ډاډ ورکړ.
دغه وخت، هغه وخت را رسېدلی و چې باید په کورنیو چارو وزارت کې پورته ټولو ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي او د منځه وړلو لپاره یې باید کوټلي ګامونه پورته شي.
په دغه وخت کې د کورنیو چارو وزارت لپاره نوی وزیر ویس احمد برمک معرفي شو. ویس احمد برمک د ښه مدیریت، پاک کار، په اړوندو چارو کې د پوره قاطعیت او د لوړ ظرفیت مخینه درلوده. ویس احمد برمک په لومړیو دریو میاشتو کې د کورنیو چارو په وزارت کې د شته ناخوالو، ستونزو او فساد د لرې کولو او له منځه وړلو لپاره بنسټیزې حللارې او طرحې په لاره واچولې.
د ویس احمد برمک دغه اصلاحي او بنیادي پلانونه د ولس او په ځانګړې توګه د ولسمشر محمد اشرف غني له کلک هرکلي سره مخ شول. ولسمشر غني د نوموړي له اړوندو پلانونو او پالیسیو غوڅ ملاتړ وکړ او هغه ته یې په خپلو خبرو کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت په اموراتو کې خپلو پروګرامونو ته چې د وخت تر ټولو مهمه غوښتنه ده، په پوره جرئت سره چټکتیا ورکړي.
د وزارت په هره برخه کې بنیادي او اساسي چارې پيل شوې، هغه که په تشکیلاتي نظام کې رغونه وه، که هغه د امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړول او سمول وو، که هغه په هېواد کې د امنیت را وستلو په موخه لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه او پالیسۍ وې او یا هم که هغه د فساد پر وړاندې مبارزه وه.
دغو کارونو او اقداماتو په وزارت کې دننه ځینو مفسدو کړیو ته او له وزارت څخه بهر زورواکو او مافیایي کړیو ته سرخوږی جوړ کړی و. په ورته وخت کې يې د دغو اقداماتو د مخنیوي په موخه ډول ډول فشارونه او تنګدستۍ د کورنیو چارو پر وزیر د هغه د وېرولو او یا هم د هغه د بدنامولو لپاره راوړې، خو د ویس احمد برمک قاطعیت، وطن او ولس ته د هغه ژمنتیا او د حکومت د رهبرۍ ملاتړ او هېڅ زور او زر په دې ونه توانېد چې دغه حیاتي او اړین ګامونه چې د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو په موخه تر سره کېدل، هغه له خپل اصلي مسیر څخه منحرف کړي.
د پورتنیو اصلاحاتو ترڅنګ، یو یې د ازاد رقابت له لارې د نظامي مهمو بستونو اعلانول وو.
په لومړي سر کې د کابل د ټولو امنیتي حوزو د آمرینو، معاونینو، د جنایي مدیرانو، ساحوي کنټرول آمرینو او کشف آمرینو بستونه د ازاد رقابت لپاره اعلان شول.
یادو بستونو ته په سلګونو هغو کسانو چې نظامي زده کړې یې کړې وې او ښه سابقه یې درلوده، خپل غوښتنلیکونه را واستول. د دوی د اسنادو تر ارزونې وروسته هغه کسان چې په شرایطو برابر وو، ترې تحریري ازموینه واخیستل شوه.
تحریري ازموینه په پوره روڼتیا او شفافیت سره واخیستل شوه. له ازموینې وروسته له بریالیو کسانو تقریري ازموینه هم واخیستل شوه.
په ورته وخت کې ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو او جنایي برخو ادارو ته په جدي توګه دا سپارښتنې کړې وې، هغه کسان چې په تحریري ازموینه کې بریالي کېږي، باید شالید یې وکتل شي چې له هره اړخه یادو بستونو ته مناسب وي او تر ټولو مهمه دا چې د پیسو او رشوت اخیستو دوسیه او کارنامه ونه لري.
د ازموینو د اخیستو په درشل کې د کورنیو چارو وزیر د ازموینې د اخیستو ټیم ته په ځلونو همدا ویل چې څو موارد باید په همدې ازموینو کې په نظر کې ونیول شي: لومړی دا چې د چا حق تلف نه شي، دویم دا چې له هېچا سره باید مرسته ونه شي. پر ما له بیرون څخه زیات فشارونه دي؛ زه خپله چې له چا سره مرسته نه کوم، نو هېڅوک به هم له چا سره تر حق ورهاخوا مرسته نه کوي او درېیم دا چې زه نن غواړم قومي تعصباتو او خوېشخوریو ته د پای ټکی کېږدم او دا به همدلته ثابتېږي.
یادو بستونو ته د وړتیاوو او کاري تجربو پر اساس پوه، پاک او د لوړو تحصیلاتو کسان له هر قوم څخه غوره شول.
یو بل څه چې د یادولو وړ دي، هغه دا چې د قومي جوړښت له مخې په کابل کې په ځینو سیمو کې ځینې سیمې قومي ترکیب لري، نو وزیر دا وپتېیله چې په هغو سیمو کې چې تاجکان زیات اوسېږي، هغو حوزو ته يې پښتانه کسان انتخاب کړل او یا هم په هغو سیمو او حوزو کې چې هزاره توکم زیات دی، د هغو حوزو لپاره یې تاجک یا پښتانه په دندو وګومارل چې دغه اوډون وروسته ښه نتایج درلودل او هغه دا چې مخکې به که د یوې حوزې اوسېدونکي جرم کاوه او د حوزې آمر یا بل مسوول به د هغه له قوم څخه و، نو په ډېریو مواردو کې به هغه عدلي او قضايي ارګانو ته نه ورپېژندل کېده چې په دې شکل ګومارنو او معرفي کولو دا لویه ستونزه حل کړه او دا لومړی ځل دی چې داسې څه تر سره کېږي.
دا لومړی ځل دی چې له ټولو فشارونو او دسیسو سره سره د زورواکو، مافیاوو او مغرضینو شومو موخو ته سر نه ټيټېږي او د ټولو قوانینو په رڼا کې د ټولو پرتو پرګنو لپاره او د ټول ولس لپاره په یوه سترګه کتل کېږي. تاسو ته جوته ده چې په ډېریو مواردو کې به که یو وزیر د یوه ولایت و، نو پر اکثریت مطلقو بستونو باندې د هغه خپل خپلوان او یا هم د همغه ولایت کسان مقررېدل، خو دا لومړی ځل دی چې د کورنیو چارو وزارت د ټولو قومونو لپاره د یوې هندارې حیثیت خپلوي، نه یوازې په همدې بستونو کې دا حالت تطابق کوي؛ بلکې د وزارت په نورو لوړو او کښته بستونو کې هم دا اطلاق کوي.
دا لومړی ځل دی چې په کورنیو چارو وزارت کې بستونه په پوره روڼتیا سره لومړی اعلانېږي او وروسته د اهلیت او شایستګۍ له مخې ورته باظرفیته کسان غوره کېږي، پرته له دې چې د بست پر وړاندې پیسې واخیستل شي، یا داسې څه وشي لکه مخکې چې موجود او معمول ګرځېدلي وو.
پای