طالبانو د هغه برید مسوولیت ومانه چې څو ورځې وړاندې په کابل کې پر برېټانوي امنیتي شرکت جي فور اېس G4S وشو. د دغه شرکت په پنځو کارکوونکو کې چې د دوی پر دفتر د طالب وسله والو د بریدګرو له خوا ووژل شول، یو یې برېټانوی و. جي فور اېس د نړۍ یوه له لویو امنیتي کمپنیو څخه ده چې په کابل کې د برېټانیا سفارت شاوخوا سیمو امنیت ساتي.
له ۲۰۰۱ ز کال وروسته چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف په افغانستان کې مېشت شو، د امنیتي شرکتونو کاروبار سره یې ډېره مرسته وکړه.
په وروستیو کلونو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له لړۍ سره سم د قراردادیانو شمېر کم شو، خو ناامني په افغانستان کې اوس هم جدي ستونزه ده، په زرګونو ناټو سرتېري لا شته او د بهرنیو سفارتونو، پوځي اډو او نادولتي موسسو د امنیت لپاره له وسله والو ساتونکو کار اخیستل کېږي.
په افغانستان کې څومره شخصي امنیتي شرکتونه شته؟
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د حکومت له خوا «د عامه خوندیتابه افغان ځواکونه (APPF)» په ډېرو ځایونو کې د امنیت ساتلو دنده پرغاړه لري چې په دې کې د بهرنیو ځواکونو بدرګه کول، ډیپلوماتانو، سوداګرو او نادولتي موسسو ته نور امنیتي خدمتونه برابرول هم راځي.
دا اداره په ۲۰۱۰ ز کال کې د هغه مهال ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر بنسټ جوړه شوه چې له یوشمېر رسواییو وروسته یې ټول امنیتي شرکتونه بند کړل.
تر هغه مهاله ډېرو بهرنیانو د شخصي امنیتي شرکتونو قراردادونه درلودل او چارې یې پرمخ بېولې.
شخصي امنیتي شرکت څه کوي؟
د ملګرو ملتونو د یوې کاري ډلې په خبره شخصي امنیتي کمپنۍ لاندېني کارونه ترسره کوي:
۱- د ودانیو، بنسټونو، شتمنیو او کسانو وسله واله ساتنه.
۲- له امنیتي او پولیسي سرچینو سره د معلوماتو شریکول.
۳- د امنیتي تدابیرو نیول او پلي کول.
نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د دغه بندیز په اړه او دا چې حکومت دې وکړی شي د دغو شرکتونو پر ځای امنیتي پلان پخپله مخ ته یوسي، اندېښنه څرګنده کړه. بهرني ډیپلوماتان، ډیپلوماټیک حیثیت لرونکې نړیوالې موسسې او پوځي اډې په دې وتوانېدل چې خپل امنیتي چوکاټونه وساتي. د افغان پولیسو روزلو بهیر کې ښکېلې کمپنۍ هم استثنا وګرځول شوې.
بهرنۍ امنیتي ادارې هم وتوانېدې څو ځانونه د خطر ارزونې شرکت په نامه بیا ثبت کړي. له دې سره ډېرې کمپنۍ وتوانېدې چې د امنیتي سکټور کاروبار کې پاتې شي، نو اوس هم په افغانستان کې بهرني امنیتي شرکتونه فعالیت کوي.
د بېلګې په ډول، جي فور اېس شرکت وايي، په افغانستان کې ۱۲۰۰ کارکوونکي لري او دوی له ۲۰۰۳ ز کال راهیسې فعال دي. نیمايي یې افغانان او نیمايي یې د برېټانویانو په ګډون بهرنیان دي. دوی د برېټانیا پر سفارت سربېره نورو موسسو او ادارو ته هم کار کوي او همدارنګه د افغان ځواکونو په روزلو کې هم ونډه لري.
د ملګرو ملتونو کاري ډلې سرچا مکلیوډ وايي، دا ډېره ګرانه ده چې په افغانستان کې د فعالو شخصي امنیتي شرکتونو شمېر معلوم کړی.
د امنیتي شرکتونو کاروونکي هېوادونه د ملي امنیت له کبله د معلوماتو له ورکړې ډډه کولی شي. بل لور ته د دغو شرکتونو جوړښت هم کله نا کله مغلق وي او یوه شرکت ته نور فرعي قراردادیان هم کار کوي.
په افغانستان کې د جګړې د شخصي کولو غوښتنې هم له څه مودې راهیسې راپورته شوې.
د پخواني بلک واټر شخصي امنیتي شرکت مشر اېرېک پرنس څو ځلې په خپلو مرکو او وړاندیزونو کې د هغه ځواک په اړه جزیات ورکړي چې د ده په ګومان هغه څه ترلاسه کولای شي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې سلګونو زرو امریکايي او ناټو ځواکونو ترلاسه نه شوی کړای.
اېرېک پرنس ډېره هڅه کوي چې د افغانستان جګړه د ده شخصي امنیتي کمپنۍ ته وسپارل شي.
اېرېک پرنس یو کال مخکې هغه وخت چې ولسمشر ټرمپ واک ته ورسېد، دغه طرحه وړاندې کړې وه چې په افغانستان کې دې د چارو واګي شخصي امنیتي کمپنیو ته وسپارل شي، خو ولسمشر ټرمپ دې طرحې ته پام ونه کړ.
په ۲۰۱۲ ز کال کې تر ۱۰۰ زرو ډېر وسله وال او نا وسله وال قراردادیان د امریکا د دفاع وزارت له خوا په افغانستان کې په کار ګومارل شوي وو. هغه مهال ۲۰ زرو شخصي امنیتي شرکتونو فعالیت درلود.
د ۲۰۱۶ ز کال په پای کې د شخصي امنیتي قراردادیانو شمېر تر ۱۰۰۰ کم شو، خو وروسته له هغه بېرته لوړ شو.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا د ۲۰۱۸ ز کال اکټوبر کې په افغانستان کې نږدې ۲۵۰۰ وسله وال شخصي امنیتي قراردادیان وو. ډېری د درېیمګړو هېوادونو وګړي دي چې نه افغانان دي او نه هم امریکایان.
دمګړۍ په افغانستان کې د امریکا د دفاعي قراردادیانو له ۲۵ زرو څخه، شاوخوا لس زره یې امریکايي وګړي دي.