جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د اپیمو جنګونه

لیکنه: صفیه حلیم

دسمبر 5, 2018
in تحلیل
0 0

په ۱۹ مه پېړۍ کې د برېټانوي هند کمپنۍ او د چین حکومت ترمنځ د دوو جنګونو سبب «اپیم» وو.

په ۱۵ مه پېړۍ کې د «ورېښمو پر لار» د چین او اروپا ترمنځ تجارت خپل اوج ته رسېدلی و. د چیني لوښو، ورېښمو او بیا وروسته د چای غوښتنه په اروپا کې ډېره وه چې قېمت يې په سرو زرو کې چین ته ورکاوه. د دې په مقابل کې له اروپا سره د ارزښت وړتوکي نه وو چې ګټه يې پرې کړې وای، خو اپیمو د دوی ستونزه حل کړه. په ۱۷ مه پېړۍ کې له شمالي امریکا څخه د تماکو (تمباکو) څکلو دود چین ته کډه وکړه او خلکو به له اپیمو سره ګډ څکول. ورو ورو د دې غوښتنه دومره ډېره شوه چې «یونګژینګ» پاچا د اپیمو په خرڅلاو او څکولو بندیز ولګاوه، خو دا څه بیا په پټه خرڅېدل. برېټانیا له دې خبره شوه، نو یو مستقل پلان يې ورته جوړ کړ. چین خپل چای په برېټانیا خرڅاوه او دا به هند ته په بېړیو کې وړل کېده، خو له هند نه به دا بېړۍ تشې بېرته چین ته تلې؛ ځکه له برېټانویانو سره د خرڅولو څه نه وو. په ۱۷۷۳ ز کال کې اېسټ انډیا کمپنۍ په بنګال کې کروندګرو ته د اپیمو د کرلو امر وکړ. بیا چین ته د دغو اپیمو د لېږلو لپاره یادې کمپنۍ ځینو انګریز تجارانو ته جواز ورکړ. له هند نه په تلونکو تشو بېړیو کې به د اپیمو بکسونه پټ وو. د چین په ساحل کې به یې د چایو د بکسونو بارولو په وخت کې، د اپیمو بکسونه په بندر کې ورښکته کړل چې سمګلرانو به په پټه خپلو ګودامونو ته وړل. کمپنۍ به د جواز په بدل کې له دغو تجارانو نه خپله برخه په سرو زرو کې واخیسته. بیا به یې له دغو سرو زرو نه یوه برخه د چین حکومت ته د چای سرکاري بیه ورکړه او نوره به يې پر خپلو ونډه والو ووېشله.

د اپیمو د یو بکس وزن له ۶۰-۷۰ کیلوګرامو پورې و او په ۱۷۲۹ ز کال کې له هند نه دا ډول ۲۰۰ بکسونه  یوړل شول. په څو کلونو کې د چین د اپیم څکوونکو شمېر لا زیات شو او په ۱۸۳۰ ز کال کې د اپیمو ۱۰ زره ډبې له هند نه چین ته ورسېدې. په ۱۸۳۸ ز کال کې چین ته د دغو قاچاقي بکسونو شمېر ۴۰ زرو ته لوړ شو. هلته د اپیمو سوداګرو یوه پټه شبکه جوړه کړې وه چې رشوت خواره حکومتي افسران هم پکې شامل وو. په هر ښار کې د «اپیمو ځالې» وې چې ښځو او سړیو به ترې سودا کوله. د چین ولس پر دغه حالت خواشینی و او د غبرګون په توګه یې په ۱۸۳۹ ز کال کې پر خپله خاوره، اروپایي سفارت خانو او تجارتي مرکزونو حملې پیل کړې.

په چین کې هره خوا ګډوډي جوړه شوه او برېټانویانو د ځان د دفاع لپاره جنګ ته لاس واچاوه چې دغه حالت تر ۱۸۴۲ ز کال پورې روان و. اخر په «نانکېګ» کې چین له انګریزانو سره په یو لړ شرایطو روغه وکړه چې له امله یې چین مجبور شو، څو خپل ۵ بندرونه او هانګ کانګ برېټانیا ته خوشي کړي. دې هوکړې په چین کې نور قهر راوپاراوه؛ ځکه پخواني ارزښتونه او شاهي نظام هم په بدلېدو شول. په برېټانوي تجارتي خونو او ادارو به پټې حملې کېدې او په ۱۸۴۷ ز کال کې انګریزانو «کینټون» ښار ته پوځ ور واستاوه او د دغه ځای کلا يې د چین له پوځ نه ونیوله. په پاچا د زور راوړلو لپاره انګریزانو په پخوانۍ هوکړه کې نور شرایط ور زیات کړل. په دغو شرایطو کې یو شرط دا و چې برېټانیا به په ټول چین کې ازاد تجارت کوي او په اپیمو به هېڅ بندیز نه لګوي. چینایۍ بېړۍ به د انګریزانو له خوا په هانګ کانګ کې راجسټر کېږي. یو شرموونکی شرط يې دا و چې د انګریزي ژبې هوکړې به د چینايي ژبې له هوکړو څخه زیاتې معتبرې وي.

د ۱۸۵۶ ز کال په اکټوبر کې چینایي ملاحانو په کینټون کې د مال یوه بېړۍ «غشی» په دې شک ایساره کړه چې دا له سمندري ډاکوانو سره وه او پکې سپاره ۱۲ چینایان يې ونیول. که څه هم دغه بېړۍ په هانګ کانګ کې راجسټر شوې وه، خو د جواز موده يې ختمه وه. په بېړۍ کې د برېټانیا رپېدونکی بیرغ هم راښکته کړل شو. په چین کې برېټانوي استازي سمدلاسه د بېړۍ د پرېښودو غوښتنه وکړه او دا چې پاچا باید برېټانوي بیرغ ته د سپکاوي له امله له دوی نه بښنه وغواړي؛ چینایانو له ۳ ملاحانو پرته د بېړۍ نور کسان خوشي کړل. هماغه وو چې انګریزانو د امریکايي ځواک په ملاتړ په کینټون ښار حمله وکړه. د بل کال تر جنورۍ پورې ډزې روانې وې او د چین زور مات شو. په ۱۸۵۷ ز کال کې برېټانوي حکومت روسيې او امریکا ته د چین پر خلاف په یوه لوی جنګ کې د ګډون وویل، خو دوی انکار وکړ. برېټانیا خپل زیات عسکر چین ته واستول، خو په هند کې د خپلواکۍ له پاڅون او د پوځ له بغاوت وروسته یې دغه عسکر بېرته هند ته ور وغوښتل.

هغه وخت فرانسې له برېټانیا سره لاس یو کړ؛ ځکه د دوی یو مسیحي مبلغ په چین کې وژل شوی و. دواړو ځواکونو پر کینټون حمله وکړه او ۴ کاله يې د دغه ښار کنټرول په لاس کې و. په ۱۸۵۸ ز کال کې دغو ګډو ځواکونو د چین په شمال کې د «تیانجین» صوبه ونیوله. امریکا او روس خپل استازي او لږ شمېر پوځیان هانګ کانګ ته د روغې لپاره واستول، خو له جنګ نه يې ډډه وکړه؛ ځکه امریکا په ۱۸۵۶ ز کال کې له چین سره تعهد کړی و چې له برېټانیا سره په جنګ کې به بې پرې وي. سربېره پر دې هم د امریکا یوې جنګي بېړۍ له برېټانیا او فرانسې سره د یوې کلا په بمبارۍ کې ونډه واخیسته.

د ۱۸۵۸ ز کال په جون کې د اپیمو لومړی جنګ د «ټاینټسین» له تړون سره ختم شو چې د فرانسې، برېټانیا، روسیې، امریکا او چین ترمنځ شوی و. د دغه تړون شرایط پنځه وو چې دغه ټول ملکونه به په پېکېنګ کې خپل سفارتونه پرانیزي. د چین ۱۱ نور بندرونه به له لوېدیځ سره د تجارت لپاره پرانیستي وي. په «یانګسي» سیند کې به د لوېدیځ بېړۍ ازادې ګرځي او د چین په داخل کې د دوی وګړي هر ځای ته تللی شي. چین به برېټانیا ته د تاوان په توګه ۴ میلیونه او فرانسې ته ۲ میلیونه د سروزرو سکې ورکوي. چینایانو په سر کې دغه تړون رد کړ، خو بیا مجبور شول چې اپیم قانوني کړي او یو معمولي ټکس يې پرې ولګاوه. په ۱۷۹۶ ز کال کې «چیاکېنګ» پاچا د اپیمو کارول غیرقانوني کړل او په ۱۹۰۷ ز کال کې یې د هند له حکومت سره د ۱۰ کلونو لپاره هوکړه وکړه چې په خپله خاوره کې به اپیم نه کري او یوازې له هند نه به یې اخلي. چین هیله لرله چې په لسو کلونو کې به دوی خپل خلک له اپیمو منعه کړي، خو داسې ونه شول. د هېواد په مرکزي سیمو کې د اپیمو کرونده هماغسې روانه وه. د برېټانیا د پیسو لویه وسیله اپیم وو، نو ځکه یې کرونده او تجارت ټایلنډ، ویتنام او کمبودیا ته یوړه چې «طلایي مثلث» نومېږي.

په ۱۹۴۹ ز کال کې د چین کمونېست انقلاب دغه حالت بدل کړ. د ماو زې تونګ حکومت د اپیمو په زرګونو سوداګر غرغره کړل. د ۱۰ میلیونو نشه یانو د درملنې تابیا وشوه او د اپیمو پر ځای کروندګرو ته د نورو شیانو د کرلو امر وشو.

Share13Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In