۳ – د کابل د اوبو حوزه او له پاکستان سره اړیکې
د کابل د اوبو حوزه د افغانستان د اوبو یوازینی سیسټم دی چې له اباسین سره تر یو ځای کېدو وروسته سمندر ته رسېږي. د کابل د اوبو حوزه درې، خو یو له بله بېلې څانګې لري:
۱- د ګومل سیند
د څو کوچنیو خوړونو مجموعه ده چې نږدې ۹۰۰۰ کیلومتره مربع ساحه یې پوښلې ده. د پکتیکا ولایت له سرروضې څخه پیلېږي او دېره اسمعیل خان کې له اباسین سره یو ځای کېږي. د ګومل پر سیند په قبایلي سیمه (ټانک) کې یو کوچنی بند رغېدلی چې شاوخوا یو نیم کیلومتر مکعب اوبه زېرمه کوي، ۱۷ میګا واټه برېښنا تولیدوي او ۶۰۰ کیلومتره مربع ځمکه خړوبوي. د ګومل سیند تر پوښښ لاندې کرنیزې ځمکې خورا محدودې دي. د ګومل اوبه په عنعنوي توګه کارول کېږي، خو د سیمې جغرافیه داسې ده چې د اوبو د کنټرول تاسیسات که جوړېږي هم، اغېز به یې یوازې د پکتیکا ولایت تر دوو یا دریو ولسوالیو محدود وي.
۲- د شمل سیند
د شمل سیند شاوخوا لس زره کیلومتره مربع ساحه پوښلې ده. شمل د خوړونو یوه کوچنۍ شبکه ده چې د کرنې په برخه کې ترې استفاده کېږي. د دغه سیند عمومي بهیر تر ډېره د ځایي خوړونو او تویونو تابع دی.
په دوه مانده ولسوالۍ کې د بند پروژه به د تڼیو، ګوربزو او مندوزیو للمې ځمکې خړوبې کړي، خو دغه بند به د شمل سیند په کښتنۍ برخه کې د اوبو پر رژیم فوق العاده اغېز ونه ښیندي.
د کابل سیند اصلي حوزه
د کابل سیند د اوبو اصلي حوزه شاوخوا ۶۰۰۰۰ کیلومتره مربع ده. د کابل سیند له کابل ښاره شاوخوا سل کیلومتره لرې د اونۍ له غاښي سرچینه اخلي. د لوګر سیند، د پنجشېر سیند، د لغمان سیندونه (الیشنګ او الینګار) او د کونړ سیند یې عمده مرستیالان دي. د کابل سیند د اوبو حوزه تقریباً د افغانستان پر ۹ سلنه ځمکه پرته ده او د هېواد شاوخوا څلوېښت په سلو کې نفوس پکې راټول دی (د نفوسو تراکم په دې حوزه کې په هر کیلومتر مربع کې تر ۹۳ پورته دی).
د کابل سیند مسیر پر دریو مهمو برخو وېشل کېدای شي:
الف: برنۍ برخه چې له پغمانه تر څرخي پله پورې د کابل د استوګنې ساحه پکې شامله ده. د دې فرعي حوزې تقریباً د ټولو اوبو (د میدان، پغمان، قرغې او لوګر اوبه) یوه برخه د سیمه ییزې کرنې لپاره او یوه برخه د کابل د ښار او شاوخوا سیمو د څښاک لپاره مصرفېږي، یوازې د موسمي اورښتونو پر مهال یو مقدار اوبه کښته ځي.
په دې ساحه کې د اوبو د مدیریت هر ډول تاسیسات چې را منځته کېږي، د سیند پر کښتنیو برخو باندې منفي اغېز نه شي درلودای. د شاه توت بند په همدغه ډول تاسیساتو کې راځي.
برعکس که په دې ساحه کې لازم تاسیسات جوړ شي، نو کولای شي چې د اوبو د بهیر د موسمي تغیراتو په کنټرول او د سېلابونو د تخریباتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
په چاراسیا کې د شاه توت بند له همدغو تاسیساتو څخه یو دی چې له څرخي پله کښته د اوبو پر مجموعي مقدار خاصه اغېزه نه شي درلودای.
همدا راز د شمالي په ډنډ کې د پروان کانال یو مقدار اوبه د پنجشېر له اصلي بهیر څخه راګرځوي. امکان لري چې د دغو اوبو یوه برخه په راتلونکي کې د کابل تر ښاره راورسېږي او د ښار دننه د کابل سیند تغذیه کړي.
په شکردره کې د شاه و عروس بند هم د کرنې او هم د کابل د څښاک د اوبو د تامین په موخه شاوخوا ۱۸۰ زره مکعب متره اوبه زېرمه کوي.
د سیند د بهیر په دې برخه کې د انرژۍ د تولید مهم بنسټ د ماهیپر د برېښنا بند دی چې ټولې اوبه یې د برېښنا له تولید وروسته د سیند اصلي بهیر ته لوېږي.
ب: منځنۍ برخه چې د کابل او درونټې تر منځ پرته ده. په نغلو کې د پنجشېر سیند او له درونټې سره د لغمان سیندونه د کابل سیند له اصلي بهیر سره یو ځای کېږي. د نغلو د برېښنا بند، د سروبي د برېښنا بند او د درونټې د برېښنا بند هغه عمده تاسیسات دي چې د سیند پر دې برخه رغېدلي دي. په سروبي کې د یو بل برېښناکوټ رغول هم د دولت په کاري پلانونو کې شامل دي. دلته له اوبو څخه یوازې د انرژۍ د تولید په موخه کار اخیستل کېدای شي؛ ځکه چې د ورېښمین تنګي په اوږدو کې د کرنې وړ ځمکې نشته. که له ورېښمین تنګي وروسته د لغمان د کڅونو د خړوبولو لپاره تاسیسات ایجاد هم شي، د سیند د اوبو پر عمومي رژیم د پام وړ اثر نه شي ښیندلای.
د پنجشېر د سیند فرعي حوزه پر ۱۳۰۰۰ کیلومتره مربع ځمکه پرته ده. د دې حوزې د کرنیزو ځمکو مجموعه تر ۱۳۰۰ کیلومترو مربع کمه ده چې شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره مربع یې له پخوا راهیسې خړوبېږي. که د پنجشېر او غوربند پر سیند د اوبو د مدیریت تاسیسات جوړ شي، نو په نغلو کې د دغه سیند پر جریان ډېر کم اغېز ښیندلای شي.
ج – د کابل سیند کښتنۍ برخه: د پنجشېر او لغمان اوبه تقریباً ټولې د درونټې تر بنده رسېږي. په درونټه کې د ننګرهار کانال یو مقدار اوبه د سیند له اصلي بهیر څخه اړوي. له جلال اباد سره د کونړ سیند هم د کابل له سیند سره یو ځای کېږي.
د کونړ سیند فرعي حوزه ۱۱۶۰۰ کیلومتره مربع ده. له دې جملې یوازې ۹۰۰ کیلومتره مربع ځمکه تر کرنې لاندې راتلای شي. د کونړ د سیند تر ټولو لوړ اقتصادي ارزښت د برېښنا په تولید کې دی چې تر ۲۲۰۰ میګاواټو زیات ظرفیت لري.
د کونړ پر سیند د اوبو د زېرمه کولو تاسیسات به د کابل سیند په کښتنۍ برخه (پښتونخوا) کې د سېلابونو په مدیریت کې خورا ګټور ثابت شي.
دوام لري…