پنجشنبه, جولای 23, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اروپايي ټولنې؛ د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

    بښنې نړیوال سازمان: د روږدو د درملنې پر مرکز برید دې د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

    ډبلیو ایچ او: افغانستان کې ۵۳۱ روغتیاپالان روزل شوي دي

    هند؛ د نورستان سېلاب‌ځپلو ته بشري مرستې استولې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اروپايي ټولنې؛ د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

    بښنې نړیوال سازمان: د روږدو د درملنې پر مرکز برید دې د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

    ډبلیو ایچ او: افغانستان کې ۵۳۱ روغتیاپالان روزل شوي دي

    هند؛ د نورستان سېلاب‌ځپلو ته بشري مرستې استولې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي ګټه وټه

هغه شپږ لارې چارې چې د ماشومانو ذهن مو پیاوړی کوي

ژباړه: امان الله«حنیفي»

دسمبر 19, 2018
in ګټه وټه
0 0

د هر مور او پلار لپاره پیاوړي او هوښیار ماشومان تر هرڅه ‌‌ډېر اهمیت لري، ځکه خو د داسې لارو چارو په لټه کې وي چې هغه یې د ماشومانو د ذهن په پیاوړتیا کې اغېره ولري.

ډېرې داسې لارې چارې شته چې ستاسو د ماشومانو په خلاق ساتلو او  ذهني پیاوړتیا کې مرسته کولای شي.

د ماشومانو ذهن د بېلابېلو لارو چارو په واسطه وده کوي. د بدن ټول حسونه، لکه: د بویولو حس، د اورېدلو حس، د لمس کولو حس، د خوند معلومولو حس او  نور چې هر یو یې د ماشوم په ذهني وده کې رول لري.

د دې لپاره چې ماشوم مو د  هرڅه ترمنځ توپیر وکړي او هغه وپېژني، باید هغوی ته د بېلابېلو حسي تجربو زمینه برابره کړئ یا یې پرېږدی چې دوی په خپله دا هرڅه ترسره کړي.

د ماشوم  ذهني پیاوړتیا به له تاسو سره د ښو او ذهینو ماشومانو په لرلو کې مرسته وکړي.

په دې مقاله کې همدا لارې چارې درته ښیو چې ستاسې د ماشومانو د ذهني پیاوړتیا په روزلو کې درسره لا ډېره مرسته کولای شي.

۱- ماشومان مو د ټلوېزیون له ډېر کتلو وساتئ

په امریکا کې د ماشومانو د متخصصینو اکاډمي تر هرڅه ډېر تاکید پر دې کوي چې ماشومان مو د ټلوېزیون له ډېر کتلو وساتئ.

د ټلوېزیون ډېر کتل د ماشوم د ذهن په پياوړتیا کې هېڅ رول نه لري، نه یوازې دا چې دا جادویي کتل ستاسو ماشومانو ته کومه ګټه نه لري، بلکې د ماشومانو د پېژندلو مهارت مو لا کمزوری کوي او هغه وخت چې تاسې باید ماشومانو ته پکې ښه روزنه ورکړی، هم له لاسه ورکوی.

د ټلوېزیون کتلو پر ځای مو  له ماشومانو سره فزیکي لوبې وکړئ، څو د هغوی ذهن په حرکت راشي.

د بېلګې په ډول، له ماشومانو سره مو د فوټبال لوبه وکړئ. دا نه یوازې ستاسو د ماشومانو ذهن پیاوړی کوي، بلکې د هغوی په بدني پیاوړتیا کې هم مرسته کوي.

۲- ډېر وخت مو له ماشومانو سره یوځای اوسئ

د څېړنو پر اساس، له ماشومانو سره ډېره ناسته پاسته د هغوی د ذهني پياوړتیا سبب کېږي. په غېږ کې اخیستل، له هغوی سره مینه او لوبې کول د ماشوم ذهن په حرکت راولي.

کله چې له ماشومانو سره ډېر وخت تېروی او له هغوی سره د مینې تار کلک ساتی، دا هرڅه د ماشومانو پر ذهن مثبت اغېز لري. له دې سره سره دا ناسته پاسته هغوی ته پر ځان د باور پیداکېدو سبب هم کېږي.

۳- ماشومانو ته مو تر دوه کلنۍ شیدې ورکړئ

څېړونکي وايي، ماشوم ته د مور شيدي د نورو په پرتله پنځه ځلې زیات د ماشوم ذهن قوي کوي. که د مور شیدې کمې هم وي، باید تر شپږو میاشتو هرومرو ماشوم ته ورکړل شي.

څېړونکي وايي، دوه کلنۍ ته له رسېدو سره سم مو د مور د شیدو ترڅنګ ماشوم ته نور مناسب خوراکونه هم ورکړئ. دغه خوراکونه به د هغوی د بدني وړتیا ترڅنګ د هغوی ذهن هم پیاوړی کړي، خو پام مو وي چې دا خواړه په هضم کې ډېر سخت نه وي.

۴- ماشوم ته مو د اورېدلو چل وښيئ

څېړونکي وايي، د ډېرو اورېدلو ګټه د ماشوم د ذهني پیاوړتیا ترڅنګ بله دا ده چې هغوی بیا ښه ویونکي هم کېږي. که مو ماشومانو په غور سره واورېدل، په غور سره به بیا خبرې وکړي.

خو پام مو وي چې ماشوم د داسې څه اورېدو ته وهڅوئ چې د هغوی له عمر او  ذهني کچې سره برابر او تر ډېره د دوی له طبیعت سره سم وي. ډېر اورېدل ماشوم فکر کولو ته اړ باسي، له اورېدو وروسته یې دقیق تصویرونه په ذهن کې پاتې کېږي چې بیا په هماغه کار  کولو کې تر ډېره ورسره مرسته کوي.

۵- ماشوم مو له کتاب سره اشنا کړئ

څومره چې ژر کېږي ماشوم مو له کتاب سره اشنا کړئ. حتی که ماشوم مو د څو میاشتو هم وي، تاسې د هغوی ترمخ کتاب ولولئ.

د کتاب کلمې او جملې په لوړ اواز ووایئ، څو مو ماشوم هغه واوري. د کلمو او جملو دقیق لوستو ته ډېر پام وکړئ، ځکه دا مو ماشوم اوري او د هغه ذهن کې کېني.

ښه ده چې تر ډېره مو د ماشومانو پر وړاندې له داستاني او شعري کتابونو څخه استفاده وکړئ او هغه په لوړ اواز ووايئ. دا به مو د ماشومانو  د لغاتو ذخیره (وېيپانګه) لا بډایه کړي. هغوی به ډېر هغه شیان وپېژني چې په کور کې نشته او بیرون پیداکېږي.

۶- ماشوم مو له یوه نوي شي سره مخ کړئ

هر وخت مو د ماشوم عمر او د هغه فعالیتونه په نظر کې ونیسئ. هڅه وکړئ چې ماشومان مو د لوبو له بېلابېلو توکو سره اشنا کړئ. دا له ماشوم سره مرسته کوي چې هر ډول شی وپېژني او ژر په ذهن کې د هغه په اړه یو څه مالومات راوړي.

ماشومان مو پارکونو او د لوبو لوبغالو ته له ځان سره بوځئ، څو له ډېرو خلکو سره اشنا شي.

که غواړئ چې ماشوم مو پیاوړی او یو داسې څوک ترې جوړ شي چې بیا خپله تاسې پرې وویاړی، هڅه وکړی چې خپله ځان د هغوی لپاره یوه ښه الګو جور کړی.

د هغوی پر وړاندې کتاب ولولئ، لوبې وکړئ، ورزش ته لاړ شئ، له ملګرو سره هسکه ټیټه وکړئ، ان هغه څه هم سرته ورسوی کوم چې غواړی ماشوم ته یې ور زده کړئ.

دا هرڅه په غیر مستقیم ډول پر هغوی اغېز کوي او د نور چا په پرتله له تاسې څخه ډېر متاثره کېږي.

د ماشوم ذهینه روزنه سخت کار نه دی. د هغه په اړه مالومات لرل او له ماشوم سره پر هغه تمرین کول مو خپله د ماشوم د ذهني پیاوړتیا سبب کېږي.

که ذهین او پياوړي ماشومان ولری، تاسې به د یو مور/ پلار په حیث پر ځان افتخار وکړی.

Share74Tweet12Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
پنجشنبه, جولای 23, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

هالنډ د غیرقانوني یهود میشتو ځایونو پر توکو بندیزونه ولګول

جولای 22, 2026
Defense Secretary Pete Hegseth testifies on President Trump's supplemental funding request before the Senate Appropriations Committee on Capitol Hill on July 21, 2026. (Francis Chung/POLITICO via AP Images)

پر ايران د امريکا د بریدونو لګښت ۳۷.۵ ميليارډو ډالرو ته ورسېد

جولای 22, 2026

وانګ يي د اسیان له عمومي منشي کاو کیم هونګ سره وليدل

جولای 22, 2026

چين په ډيجيټل او ځيرکې زمانې کې د نړيوال انټرنېټ د حکومتولۍ د دريځ سند خپور کړ

جولای 22, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In