افغان نارینه اکثره ښځو ته په کمه سترګه ګوري او اکثره له ښځو سره انساني چلند نه کوي. په افغاني ټولنه کې د نارینه وو دغه چلند او رفتار په افغانستان کې د ښځو د ورو پرمختګ د پوهیدو لپاره مهم دي.
د دې لپاره چې ښځې په ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او خصوصي برخو کې پرمختګ وکړي، د نارینه وو په چلند کې بدلون ته اړتیا ده چې د ښځو لپاره د مناسب چاپیریال رامنځته کول دي. په افغاني ټولنه کې نارینه د ټولنې په مهمو بنسټونو او جوړښتونو واکمني کوي، چې نه یوازې دا چې په عامه او خصوصي برخو کې د ښځو په ژوند اغیزه کوي، بلکې د دې لامل کیږي چې د ښځو په ټولنیز دریځ کې بدلون راشي. کورنۍ او مذهبي جوړښتونو د ښځو لپاره د ژوند عامه فضا ستونزمنه کړې ده. د نارینه وو حاکمیت، کلتور او محافظه کار ټولنیزو دودونو د ښځو په شخصي او ټولنیز ژوند کې د پام وړ محدودیتونه وضع کړي دي. په افغانستان کې ښځې له پیچلو جوړښتیز یا ساختماني ننګونو او محدودیتونو سره مخ دي چې په ښکاره او پټو لارو د دوی په ژوند اغیزه کوي.
په ټولنه کې دیني کلتوري بنسټونه په مختلفو لارو د ښځو په اړه محافظه کاره بحثونه رامینځته کوي او د نارینه وو د ارزښت لرونکي چلند سره د ښځو د پرمختګ لپاره محدودیتونه ټاکي. ښځې باید په ټولنه کې څه رول ولري، څنګه ژوند وکړي او څنګه په عامه او خصوصي برخو کې ښکاره شي. د ښځو په ژوند کې تاوتریخوالی او محدودیتونه په عمده توګه د دې ډول لوستلو له لارې توجیه کیږي.
له بلې خوا، د کورنۍ بنسټ چې ترټولو مهم ټولنیز بنسټ دی، د نارینه وو په لاس کې دی. دا ستونزه د ښځو په ژوند منفي اغیزه کوي. په افغاني کورنیو کې یوازې نارینه د پرېکړې واک لري. په بل عبارت، د افغاني ټولنې په کورنۍ نظام کې د واک او تصمیم نیولو واک یو داسې پوړ او بنسټ دی چې ښځې پکې په ټیټه کچه وي. په دې کورني جوړښت کې نارینه ته په امتیازي ډول فرصتونه برابریږي چې له بده مرغه ښځې ترې ګټه نه اخلي. اوس مهال که څه هم په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو ونډه ښه شوې ده خو که که موږ د نورو همدې ته ورته اسلامي هېوادونو په حکومتي او په ټول کې د هغو ټولنې ته وګورو او مطالعه یې کړو خورا ورته د هر څه فرصتونه شته او فوق العاده ازاد ژوند کوي. خو د کار په بازار او اقتصادي، فرهنګي او رسنیزو بنسټونو کې د نارینه وو غوره رول د ژوند په مهمو برخو کې د ښځو د ودې مخه نیولې او ښځې یې له ځورونې، تاوتریخوالي او جنسي ځورونې سره مخ کړې دي.
په افغاني ټولنه کې د ښځو د ټولنیز حضور یو له ستونزو څخه په لارو کوڅو کې ځورونه ده. دا پدیده هره ورځ د ښځو په ژوند کې تکرار کیږي. د افغاني ټولنې نارینه، ځوانان او زاړه، ښځې په کوڅو کې ځوروي. په کابل او د افغانستان په لویو ښارونو کې د لارو کوڅو ته ځورول ډیر عام دي. په ښوونځیو کې سخت ټولنیز جلاوالی، د دوو جنسونو ترمنځ لږ ارتباط، ابهام او د قانون ضعیف حاکمیت د دې ټولنیزې ستونزې د دوام لپاره نور بنسټونه برابر کړي دي.
“د افغانستان د بشري حقونو او دموکراسۍ” موسسې په افغانستان کې د ښځو د جوړښتي ستونزو د څېړلو په موخه یوه سروې ترسره کړې چې په کې له نارینه وو څخه د ښځو او د هغوی د ستونزو په اړه نظرونه غوښتل شوي دي. د دې څیړنې موخه دا ده چې نارینه د ښځو په اړه څه نظر ولري او د میرمنو په وړاندې ستونزې او د هغې لپاره کومې حل لارې وړاندیز کوي.
د افغان ښځو د حقونو په اړه دا نوې سروې ښيي چې په تېرو اوو کلونو کې په افغانستان کې په ټولنیز ډګر کې د فعالو ښځو پر وړاندې خنډونه او محدودیتونه زیات شوي دي.
دې سازمان له نارینه وو سره د خبرو تر څنګ په مهمو ټولنیزو بنسټونو کې د ښځو د ژوند د محدودیتونو په اړه هم خبرې وکړې. د کورنۍ په څېر د دین او بازار په اړه هم خبرې شوې دي. د دغې څېړنې جغرافیه د افغانستان په ځينو ولایتونو کې شوې چې له هغې ډلې د بامیان، هرات، کابل، بلخ او ننګرهار پنځه مهمې ولسوالۍ وې او د دغو پنځو ولسوالیو له ۳۹۰۰ څخه زیاتو کسانو سره مرکې شوې وې.
د دې سازمان له خوا د “د نارینه وو له سترګو څخه د ښځو حقونه” تر سرلیک لاندې یوه څېړنه ښيي چې د “اسلامي بنسټونو د زیاتوالي او د [حکومت] له کنټروله بهر د دیني مدرسو د شمېر له امله په ټولنه کې د ښځو ونډه له ننګونو سره مخ شوې ده.”
ځکه چې د افغانستان په مدرسو کې تر تر ډیره عامه ذهنیت نه لیدل کېږي بلکې تر ډیره هلته د روشن فکرۍ تار تړلی او فکري نبوغ یوازې د ترهګریزو پلانونو په اړه هڅونه او دې ته ورته په ټولنه کې داسې ذهنیت چې د ښځې ژوند پکې محدودتیا ته ځي.
د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان اجرایوي رییس خدایداد بشارت په یوه غونډه کې ویلي وو چې : د ښځو په وړاندې د افغان نارینهوو چلند تر ډېره مایوسوونکي، بدبینه او کله کله له تېري او ظلم سره مخ دي او له ښځو سره له سپکاوي ډک چلند کوي. په پریکړو او د قدرت په ښودلو کې، په غفلت سره معامله کیږي.
دا هغه څه دي چې موږ یې عملا په ټولنه کې وینو او د داسې سحنو او سناریو عیني شاهدان پاتې شوي یو.
ښاغلي بشارت دا هم وویل چې د محدودو ټولنیزو نورمونو او ارزښتونو ترڅنګ، بازار ته د ښځو نه لاس رسی دوی بې وزله او بې ځواکه کړي دي او په اقتصادي برخه کې د ښځو غیرمستقیم رول په نارینه وو باندې د ښځو د پیچلي انحصار کې د پام وړ ونډه لري. د ښځو او نارینه وو ترمنځ د غیر مساوي ځواک اړیکو رامینځته کول، په ټولنه کې نارینه مرسته کړې. په نارینه وو باندې د ښځو دا انحصار تر هغه وخته دوام کوي چې د ښځو لپاره د کار بازار او اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو ته د ننوتلو خنډ نه وي.
د افغانستان د بشري حقونو او دموکراسۍ سازمان له حکومته غوښتي چې د حج او اوقافو وزارت د افغانستان د علماوو له شورا او مدني ټولنې سره په همغږۍ د جوماتونو او ښوونځیو د خطیبانو او ښوونکو لپاره واضح ښوونیز او ټولنیز معیارونه وضع کړي.
دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د کوڅه ډبو ځورونو او کورني تاوتریخوالي په اړه ډېر حقوقي تشې شتون لري او په لارو کوڅو کې ځورونې ته د جرم په سترګه نه کتل کېږي. دغه سازمان ټینګار کوي چې د افغانستان پارلمان باید په یوه مناسب قانوني پلان سره د هېواد په قضایي نظام کې د کوڅو ځورونه جرم وګڼي. د بشري حقونو دغه سازمان زیاتوي، چې په افغانستان کې کورنۍ زده کړې او مشورې نشته. د کورنۍ نارینه غړي اکثرا په کورنیو چارو کې د ښځو له ګډون څخه ډډه کوي، او ښځو ته د بدلون د لوبغاړو او استازو په توګه نه کتل کیږي. دې کار ښځې په شخصي او ټولنیز ژوند کې د پریکړې کولو له ساحې څخه لرې ساتلې دي.
د دې څېړنې پر بنسټ، په افغان کورنیو کې ښځې دویمې او تابعیت لري او له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
بلاخره موږ که په افغاني ټولنه کې په هرو واکمنو نظامونو کې چې هغه تیر دي او که اوسنۍ په هنداره کې وګورو وینو چې تل فیمینیزم د نارینه وو تر پښو لاندې شوي او ځان یې تل د خپلې کورنۍ داسې واکمن ښودلی چې له بده مرغه هلته ښځې تل د کمۍ او له خپلو هغه حقوقو چې خدای ج ورکړي ترې ځان محروم ګني برعکس پرې نارینه هغه حقونو سترګې پټوي او ځان یې پرې حاکم ساتلی دی.
نوټ: ما د یادې لیکنې په اړه لومړی خپله ځینو ادارو کې سروې کړې او له بېلابېلو دولتي ښځو سره مې مرکې او همدارنه له ځينو هغه بسنټونو چې د ښځو ملاتړ کوي مطالعه کړل.
مننه
تاسو ورور رحمن الله ناصري