پوهاند سید بهاوالدین مجروح د سید شمس الدین مجروح زوی، چې په ۱۳۰۶ لمریز کال د کنړ ولایت د ساداتو په هغه دره کې وزیږېد، کوم چې له سلو کلونو را په دې خوا د پاچاصاحبانو په نامه د لوی مقام او عزت خاوندان دي. د مجروح کورنۍ له علم او ادب سره اشنا وه، ځکه دی هم ژر لوستونکی شو او د یوه ځانګړي ښوونکي تر څارنې لاندې یې ګلستان، بوستان، سکندرنامه او بهار دانش ولوستل.
د بهاوالدین د پیدایښت په وخت کې یې پلار په کابل کې دولتي دنده درلوده او تر هغې چې نوموړی کابل ته راشي، په مستقیمه توګه د خپل زوی له پالنې محروم و. خو د کنړ په دره کې مېشته دا وړه کورنۍ، ښځينه محیط او چاپېریال هم د دغه ماشوم په اړه له علم او ادب سره بېګانه نه وه، بلکې د شپې به یې د څراغ رڼا ته په داسې حال کې چې له پنجرې نه راتلونکي د کنړ سیند د اوبو شرهار د شپې سکوت ماتاوه، د بهاوالدین ترور خپلې مور ته د فردوسي شهنامه لوستله. بهاوالدین او نور ټول ماشومان به پرې راغونډ وو او په غور سره به یې اورېده. دا چې د نوموړي پلار رسمي دنده درلوده، نو دی هم کابل ته راغی او د استقلال ښوونځي په څلورم ټولګي کې شامل شو. مجروح له دغې لېسې څخه په لومړۍ درجه فارغ شو او تر فراغت وروسته د خپل لياقت له مخې د دولت له خوا د لوړو زده كړو لپاره فرانسې ته ولېږل شو او له ۱۳۳۱ نه تر ۱۳۳۷لمریز کال پورې د پاريس په سوربن او بيا د مونت پليه په پوهنتونونو كې خپلې لوړې زده كړې د روحياتو او فلسفې په څانګه كې د مافوق لېسانس تر درجې پورې وکړې او په همدې دوره كې وتوانېد چې د الماني او انګريزي ژبو ادبيات، په المان او انګلستان كې مطالعه کړي.
پوهاند مجروح په ۱۳۳۷ لمریز کال كې هېواد ته راستون شو چې له راستنېدو سره سم لومړى د كابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد او بيا د نوموړې پوهنځي رييس وټاکل شو. په ۱۳۴۲لمريز کال كې د كاپيسا ولايت والي وټاكل شو او يو كال يې دا دنده مخ ته يوړه. ورپسې په غربي المان كې كلتوري رييس وټاكل شو، په ۱۳۴۷ لمریز کال كې يو ځل بيا فرانسې ته لاړ او د مونت پليه له پوهتون څخه يې د ادبياتو او فلسفې په برخه كې دې د كتورا سند واخيست.
په ۱۳۵۱لمریز کال کې یې د دویم ځل لپاره د كابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي كې د استادۍ دنده پيل کړه او په همدې دوره كې د پوهنځي انتخابي رييس وټاکل شو.
په ۱۳۵۱ لمریز کال كې د افغانستان د تاريخ د ټولنې رييس او په دې ټولنه كې له درې كلن خدمت وروسته تر ۱۳۵۸ لمریز پورې د ادبياتو په پوهنځي كې په تدريس بوخت و او د فلسفې ښوونه يې كوله.
ده د ثور له كودتا وروسته په انزوا او ګوښه ګيرۍ كې شپې او ورځې تېرولې او كله چې روسانو د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه پر افغانستان حمله وكړه، مجروح صاحب پاكستان ته کډه شو. هلته يې د افغان اطلاعاتي مركز په نامه يوه فرهنګي اداره پرانیستله. دې ادارې د افغانستان له حالاتو د نړیوالو په خبرولو كې مهم رول ولوباوه.
پوهاند مجروح په پښتو، دري، عربي، انګليسي، فرانسوي او جرمني ژبو پوهېده او په دغو ژبو يې ليكنې كولې. نوموړی یو ممتاز شاګرد و، خو ریاضي یې نه خوښېده او له فلسفې سره یې ډېره مینه وه.
نوموړي بېلابېلې دولتي دندې تر سره کړې چې له ډلې یې د کاپيسا ولایت، د پوهنتون استادي او په مونیخ کې د افغانستان فرهنګي اتشه د یادولو وړ دي.
اژدهای خودي اثر یې هغه وخت ولیکه، کله چې نوموړی د مرګ پر بستر پروت و. د دغه کتاب په اړه ګڼو لیکوالو خپل نظریات ور کړي، چې د یو څو تنو نظریات یې دلته له تاسې سره شریکوو:
ډاکټر روان فرهادي وایي:
« دا کتاب که څه هم د شکل په لحاظ نثر دی، خو د سیرت په لحاظ ټول یو رنګین کلام دی او د طبعیت یوه رنګینه نقاشي ده.»
استاد الفت وایي:
« د بهاوالدین دغه ابتکاري اثر «اژدهای خودي» د شعور او تحت شعور په قلمرو کې ډېره ښه سفرنامه ده.»
په دغه اثر کې نفساني ښامار له افسانوي ښامار او له سیاسي ښامار سره تلمیحي ارتباط لري چې ضمني مطالب يې له اصلي مطلب څخه کم ارزښته نه دي.
که څوک غواړي چې په ځان او جهان کې د اژدها د مرګ په راز پوه شي، دا اثر دې په غور او دقت مطالعه کړي.
د اوسني عصر پیاوړي لیکوال بیا د پوهاند مجروح په اړه لیکي:
«ډاکټر بهاوالدین مجروح هغه روښانفکره افغان دانشور و چې قومي، نژادي او ژبني تعلقاتو ورته ارزښت نه درلود او انسان ته یې یوازې د هغه د انسانیت په خاطر درناوی درلود او د هغه د ښېرازۍ او غوړېدو لپاره یې د فکر لارې رڼا کولې، څو انسان له خپل انسانیت او ځان غوښتنې نه تېر او یو متعالي انسان شي.
اروښاد مجروح په غرب کې زده کړې وکړې او له غربي ارزښتونو، فرهنګ او علم سره اشنا شو، خو دی لکه د نورو ډېرو روښانفکرانو په څېر نه و چې د غربي فرهنګ په ارزښتونو کې ډوب شي، خپل ارزښتونه هېر او له خپل اصل نه بېګانه شي. هغه له خپل اصل یعنې خپل بومي فرهنګ او زاړه شرقي تمدن سره اړیکه پرې نه کړه.
هغه د مډرنېزم پلوی او د معاصرې غربي فلسفې استاد و چې تر څنګ یې د خپلې ټولنې او فرهنګ مثبت ارزښتونه هم پالل.
هغه په افغانستان کې د معاصرې غربي فلسفې استازی او وصلوونکی و. هغه له شرقي عرفان نه زده کړه کړې وه او د قوي ټولنیزې پوهې څښتن او په خپل وخت کې یې له خپلې ټولنې نه ژور درک او پوهه درلوده. هغه یو داسې روښانفکره و چې د خپلې موجوده ټولنې ناخوالو ته په کتو یې د بدلولو هڅه کوله او فکر یې کاوه چې لیکنې به یې د ټولنې تفکر او ذهنیت ور بدل کړي. سره له دې چې هغه غربي فلسفه په علمي او اکاډمیک ډول ولوسته، خو تر څنګ یې په اسلامي عرفان کې هم خپله مطالعه او څېړنې جاري وساتلې او لکه د نورو په څېر یې د دغو دواړو ترمنځ خپله لار ورکه نه کړه».
پوهاند مجروح د خپل شهکار اثر په وروستۍ برخه کې په یو نظم کې یو ځل بیا د خپلې سیاسي فلسفې مهم ټکي او د تاریخ د فلسفې جریان راته بیانوي. دلته مجروح د استبداد او دیکتاتوري اختتام ښيي او دا راته وايي چې هېڅ شی ابدي نه دي. استبداد حتماً یوه ورځ ختمېږي، وخت یې پوره کېږي او د زمان وینه یې بالاخره بدن خوري. په دې فصل کې دیکتاتور نور د عدم په لور روان دی، د ماڼۍ دیوالونه یې درزونه کوي، په ښار او زندانونو کې د شورشیانو اعتراضات او مظاهرې ډېرېږي او د خلکو عمومي مخالفت ورځ په ورځ زور اخلي.
استاد مجروح د خپل اثر په اړه داسې فکر کوي، چې د ازادۍ او دیکتاتورۍ تر منځ شخړه به ابدي وي. دا مبارزه به تل د انسان او جامعې په ژور بطن کې روانه وي. که انسانان هوښیار، مسوول او په سیاسي چارو کې دخیل وي، هله به ازادي، امن او خوشحالي وي. خو کله چي بنیادمان د ځانځاني ښامار ښکار شي، خود پرستي زیاته شي، غفلت رواج پيداکړي او له تاریخه بې خبره شي، هله به دیکتاتوري حاکمه وي.
بالاخره د هېواد لوى او فاضل شخصيت او د روسانو پر ضد د فرهنګي مقاومت او مبارزې يو سر لارى او مخكښ پوهاند سید بهاوالدین مجروح د ۱۳۶۶ لمريز كال سلواغې په مياشت كې د نامعلومو کسانو له خوا د جمعې په شپه په پېښور كې په ناځوانمردانه ډول د خپل دفتر مخې ته ووژل شو.