سریزه:
څرنګه چې افغانستان یو کرهنیز هېواد دی چې تقریباً ۸۰ سلنه وګړي یې په کرهنیزو اقتصادي فعالیتونو بوخت دي چې د خپلو کرهنیزو فعالیتونو په پایله کې بیلابیل کرهنیز محصولات لکه مڼې، زردآلو، انګور، انار، جلغوزي او داسې نور ترلاسه کوي، چې زموږ د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې یي وګړي په کرهنه بوخت کړي دي، چې وګړي یي د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترلاسه شوي محصولات پلوري او خپل ژوند پر مخ وړي،دا چې په پورته ډول یاد شول چې زموږ په هېواد کې بیلابیل کرهنیز محصولات ترلاسه کیږي چې د یادو محصولاتو له ډلې څخه مو په دې لیکنه کې په جلغوزیو بحث کړی،چې په پيل کې مو د هېواد د جلغوزیو په حاصلاتو او دا چې په ټول هېواد کې یې څومره ځمکه د جلغوزیو ځنګلونو او په کومو ولایتونو کې زرغونه کړي ده، ور پسې مو په تیرو دوو کلونو کې د هېواد د جلغوزیو حاصلات روښانه کړي دي او دا مو هم ویلې دي چې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې ولي نسبت ۱۴۰۰ هجري لمریز کال ته د جلغوزیو حاصلات لږ شوي دي. وروسته مو د جلغوزیو په بڼو او دا چې له ۱۴۰۰ کال څخه تر اوسه پورې په څومره مقدار او ارزښت سره جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي،روښانه کړي دي،او په پای کې مو د دې لیکنې د پایلې په لیکلو سره دې لیکنې ته د پای ټکی ایښی دی.
جلغوزي زموږ د د هېواد د هغو کرهنیزو پیداوارو څخه شمیرل کیږي چې ځنګلونو یې تقریباُ په ټول هېواد کې ۴۳۷۶۵ هکتاره ځمکه نیولې ده،چې دغه ځمکه يې زموږ د ګران هېواد په پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، نورستان،کاپیسا، لوګر او کابل ولایتونو کې زرغونه کړې ده، چې د یادو سیمو د وګړو لپاره یې د کار او عاید د ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي ده ،څرنګه چې په پورته ډول هغه سیمې یادې شوي چې طبعي ځنګلونه لري خو هیره دې نه وي چې د جلغوزیو ډیری حاصلات زموږ د هېواد له سویل ختيځو او ختیځو ولایتونو څخه راټولیږي،چې د سیمې د وګړو لخوا په داسې شکل راټولیږي چې کله یې موسم راورسیږي د سیمې وګړي د معمول په ډول کارکوونکي ورته نیسي او جلغوزي راټولوي،او د خپل ورځني ژوند د پرمخ بیولو لپاره یي پلوري چې د یادو سیمو د اوسیدونکو لپاره یې په اقتصادي روڼتیا کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي دي.
د کرهنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس د ۱۴۰۰هجري لمریز کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې ۳۹۶۵۰ مټریک ټنه حاصلات راټول شوي و،چې د دغو حاصلاتو ډيره برخه د سویل ختیځ زون اړوند پکتیا،پکتیکا او خوست ولایتونو څخه راټول شوي دي او یو څه اندازه یې د ختیځو ولایتونو څخه راټول شوي و.همدارنګه د ۱۴۰۱ کال په ترڅ کې د هېواد د جلغوزیو له ځنګلونو څخه ۲۱۸۶۶ مټریک ټڼه حاصلات ترلاسه شوي دي،چې د دغو حاصلاتو ډیره اندازه هم د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو څخه ترلاسه شوي دي ،له دې څخه دا څرګندیږي چې د ۱۴۰۰ کال په نسبت په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د جلغوزیو د حاصلاتو په مقدار کې د ۱۷۷۸۴ مټریک ټنه په مقدار کموالی راغلی،څرنګه چې د ۱۴۰۱ کال په ترڅ کې د جلغوزیو په حاصلاتو کې لږوالی رامنځته شوی دی،چې عمده لاملونه یې دا دې چې کله د سیمې د وګړو لخوا د جلغوزیو د راټولولو په موسم کې د حاصلاتو د راټولولو لپاره کارکوونکي ونیسي د یادو کارکونکو په واسطه په غیري فني ډول راټولیږي،یعني بې له هغو وسایلو څخه چې په هغو جلغوزي باید راټول شي نه راټولیږي،چې په دې سره د جلغوزیو په حاصلاتو کې په راتلونکې کې لږوالی رامنځته کیږي،همدارنګه جلغوزي داسې یوه میوه ده چې یو کال غوټۍ تولیدوي او یو کال مېوه تولیدوي که چیرې په ناسمه توګه راټول شي د راتلونکي کال لپاره یې غوټۍ له منځته ځي چې په دې سره د حاصلاتو په کچه کې هم لږوالی رامنځته کیږي،هیره دې نه وي چې یو دلیل چې د جلغوزیو د حاصلاتو په کچه کې د لږوالي لامل کیږي، هغه له ټاکلي وخت څخه مخکې د حاصلاتو راټولول دي چې ښه مثال یې تیر ۱۴۰۱ کال دی چې له وخت څخه مخکې د ۱۴۰۰ کال په ترڅ کې راټول شوي و، چې په پایله کې یې په ۱۴۰۱ کال کې د جلغوزیو حاصلات لږ شول.
ګراف ۱ : په ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو کې د ځڼغوزیو حاحلات – په مټریک ټن
د صادراتو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو په اساس بهرنیو هېوادونو ته په دریو بڼو جلغوزي صادر شوي دي،چې د خامو جلغوزیو ،پخو جلغوزیو او د جلغوزیو د مغزو څخه عبارت دي،چې دغه صادرات اروپایي هېوادونو،آسیايي هېوادونو،امریکايي هېوادونو او آسټرالیا ته صادر شوي دي.د ۱۴۰۰هجري لمریز کال په ترڅ کې اروپایي هېوادونو ته ۴۹۶۴۹.۷۶ کیلو ګرامه د جلغوزیو مغز د ۹۰۵۱۹۰.۴۴۲ امریکایي ډالرو په ارزښت صادر شوي دي، او ۵۶۲۹۶.۵ کیلو ګرامه پاخه جلغوزي د ۹۹۳۵۷۲.۳۱۵ امریکایي ډالرو په ارزښت اروپایي هېوادونو ته صادر شوي دي.چې ټولټال اروپایي هېوادونو ته ۱۰۵۹۴۶.۲۶ کیلوګرامه جلغوزي د ۱۸۹۸۷۶۲،۷۵۷ امریکایي ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.آسیایي هېوادونو ته د۱۴۰۰ هجري لمریز کال په ترڅ کې د جلغوزیو د مغزو ۱۸۲۱۶۹،۶کیلو ګرامه صادرات د ۳۵۵۸۵۴۰.۸۷۴ امریکایي ډالرو په ارزښت، ۲۶۵۹۲۷.۲ کیلوګرامه پاخه شوي جلغوزي د ۴۷۱۹۹۰۷.۷۲۵ امریکایي ډالرو په ارزښت صادر او ۴۶۱۵۰۲۷.۲۵کیلوګرامه خام جلغوزي د ۴۱۲۳۸۳۴۶،۱۳ امریکایي دالرو په ارزښت آسیايي هېوادونو ته صادر شوي دي. چې ټولټال ۵۰۶۳۱۲۴.۰۵ کیلوګرامه جلغوزي د ۴۹۵۱۶۷۹۴.۷۲۹ امریکایي ډالرو په ارزښت کیږي آسیایي هېوادونو ته صادر شوي دي،همدارنګه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په ترڅ کې امریکایي هېوادونو ته د ۷۵۲۴.۶۶ کیلوګرامه د جلغوزیو مغز د ۱۰۳۸۴۵.۳۵۰۴ امریکایي ډالرو په ارزښت او ۵۸۵۰۵.۲ کیلو ګرامه پاخه شوي جلغوزي د ۷۴۸۴۶۹.۴۳ امریکایي ډالرو په ارزښت صادر شوي دي،چې ټولټال ۶۶۰۲۹.۸۶ کیلوګرامه جلغوزي د ۸۵۲۳۱۴.۷۸ امریکایي ډالرو په ارزښت امریکایي هېوادونو ته صادر شوي دي.پداسې حال کې چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په ترڅ کې آسټرالیا ته ۳۸۵۶ کیلوګرامه د جلغوزیو د مغزو صادرات د ۴۰۳۳۴.۴ امریکایي ډالرو په ارزښت او ۱۷۵۱۰ پاخه شوي جلغوزي د ۱۶۴۵۲۷.۵ امریکايي ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.چې ټولټال ۲۱۳۶۶کیلوګرامه جلغوزي د ۲۰۴۸۶۱.۹ امریکایي ډالرو په ارزښت آسټرالیا ته صادر شوي دي.
د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په ترڅ کې اروپایي هېوادونو ته د جلغوزیو د مغزو ۴۵۹۹۰ کیلوګرامه د ۹۵۸۱۱۶.۸۷ امریکایی ډالرو په ارزښت او ۳۲۷۶۶.۵۷ کیلوګرامه پاخه جلغوزي د ۳۶۶۴۶۴.۵۴۹۳ امریکايي ډالرو په ارزښت چې ټولټال ۷۸۷۵۶.۵۷ کیلوګرامه جلغوزي د ۱۳۲۴۵۸۱.۴۱۹۳ امریکایي ډالره کیږي اروپايی هېوادونو ته صادر شوي دي.آسیايي هېوادونو ته د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په ترڅ کې د جلغوزیو د مغزو ۳۹۰۰۴۳.۰۴ کیلوګرامه د ۵۳۹۳۸۶۸.۶۶ امریکایي ډالرو په ارزښت صادرات،۲۲۹۶۶۸.۸ کیلوګرامه پاخه شوي جلغوزي د ۳۶۶۹۹۵۹.۵۴۲ امریکایي ډالرو په ارزښت صادرات او ۵۰۱۰۸۲۴،۶۲ کیلوګرامه خام جلغوزي د ۴۹۵۴۷۴۲۵.۷ امریکایي ډالرو په ارزښت آسیایي هېوادونو ته صادر شوي دي. چې ټولټال ۵۶۳۰۵۳۶.۴۶ کیلوګرامه جلغوزي او ۵۸۶۱۱۲۵۳.۹۰۲ امریکایي ډالره کیږي.امریکایي هېوادونو ته د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په ترڅ کې ۴۰۹۹.۱۵ کیلوګرامه د جلغوزیو د مغزو صادرات د ۸۰۱۹۲.۹۳۱۳ امریکایي ډالرو په ارزښت،۵۶۱۳۵.۹۷ کیلوګرامه پاخه جلغوزي د ۶۸۱۵۳۸.۳۲۲ امریکایي ډالرو په ارزښت،چې ټولټال ۶۰۲۳۵.۱۲ کیلوګرامه جلغوزي کیږي د ۷۶۱۷۳۱.۲۵۳۳ امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په ترڅ کې امریکایي هېوادونو ته صادر شوي دي.همدارنګه آسټرالیا ته د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په ترڅ کې د جلغوزیو د مغزو ۲۸۸۰ کیلوګرامه د ۳۷۹۷۶.۰۸ امریکایي ډالرو په ارزښت. او ۵۲۳۶ کیلوګرامه پاخه جلغوزي د ۵۰۹۲۶.۱۲ امریکایی ډالرو په ارزښت صادر شوي دي چې ټولټال ۸۱۱۶ کیلوګرامه جلغوزي د ۸۸۹۰۲.۲ امریکایي ډالره کیږی د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په ترڅ کې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
ګراف ۲ : په ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو کې د جلغوزیو صادرات – په میلیون ډالرو
همدارنګه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په ورستیو شپږو میاشتو کې د آسیایي هېوادونو ته د ۲۲۱۵۵۶ کیلوګرامه د جلغوزیو د مغزو صادرات د ۲۸۸۲۴۰۰.۳ امریکایي ډالرو په ارزښت ،۲۸۶۹۷ کیلوګرامه پاخه جلغوزي د ۳۸۳۱۲۳.۸۳ امریکایي ډالرو په ارزښت او ۶۳۱۷۳۶ کیلوګرامه خام جلغوزي د ۶۳۱۴۱۲۵ امریکايي ډالرو په ارزښت اسیایي هېوادونو ته صادر شوي دي.چې ټولټال ۸۸۱۹۸۹ کیلوګرامه جلغوزي کیږي د ۹۵۷۹۶۴۹.۱۳ امریکایي ډالره کیږي د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې آسیایي هېوادونو ته صادر شوي دي،اروپایي هېوادونو ته د ۱۴۰۲ هجري لمریزکال په لومړیو شپږو میاشتو کې ټولټال ۱۵۴۱۵.۳۴ کیلوګرامه جلغوزي د ۱۵۵۵۹۲۵.۱۲۹ امریکايي ډالرو په ارزښت صادر شوي دي دي.د امریکا متحده ایالاتو ته ۵۹۲۲.۶۴ کیلوګرامه پاخه جلغوزي د ۸۳۶۱۰.۱۷۷۶ امریکایي ډالرو په ارزښت او ۵۰ کیلوګرامه خام جلغوزي د ۵۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت صادر شوي دي چې ټولټال ۵۹۷۲.۶۴ کیلوګرامه کیږي د ۸۴۱۶۰.۱۷۷۶ آمریکایي ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.همدارنګه آسټرالیا ته د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ټولټال ۴۱۹۵ کیلوګرامه پاخه جلغوزي د ۴۰۵۷۴.۹۵ امریکايي ډالرو په ارزښت صادر کړي دي.
پورته ارقامو ته په کتو سر لیدل کیږي چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په پرتله د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په ترڅ کې د جلغوزیو د صادراتو په کچه کې ډیروالی رامنځته شوی دی.پداسې حال کې چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په تیرو شپږو میاشتو کې نظر تیرو کلونو ته په کتو سره په پرتله ییز ډول د جلغوزیو د صادراتو په کچه کې لږوالی رامنځته شوی دی.څرنګه چې د تیرو دوو کلونو په نسبت د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په ترڅ کې د جلغوزیو په صادراتو کې کموالی رامنځته شوی دی، چې عمده عوامل یي بهرنیو هېوادونو کې د جلغوزیو لپاره بازارمونده نه کول،بل دا چې د هېواد جلغوزي ډیری د هوایي دهلیزونو له لارې بهر ته صادریږي چې په هوايي میدانونو کې د ښو معیاري سړو خونو نه شتون هم یو له هغو عواملو څخه دی چې په نږدې وختونو کې یي سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي ځکه جلغوزي مخکې له دې چې صادر شي په هوایي میدانونو کې خرابیږي.
له دې لیکنې دې پایلې ته رسیږو چې زموږ د ګران هېواد جلغوزي یو د هغو کرهنیزو پیداوارو څخه دي چې په وروستیو کلونو کې یي د صادراتو په برخه کې د پام وړ ډیروالی راوستلی دي. د تیرو دوو کلونو د جلغوزیو صادراتو ته په کتو سره د۱۴۰۰ هجري لمریز کال په ترڅ کې څه باندې ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته ځنغوزی صادر شوي دي پداسې حال کې چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په ترڅ کې د څه باندې ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي دي ،همدارنګه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په تیرو شپږ میاشتو کې د څه کم لس میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته د جلغوزیو صادرات شوي دي ،چې نسبت تیرو دوو کلونو ته په تیرو شپږو میاشتو کې په پرتله ییز ډول، زموږ د جلغوزیو صادرات لږ شوي دي.همدارنګه که چیرې د جلغوزیو لپاره بهرنیو هېوادونو کې بازارموندنه وشي او ښې معیاري سړې خونې جوړې شي نو د صادراتو په کچه کې به د پام وړ ډیروالی رامنځته کړي او د هېوادوالو لپاره به د عاید په لوړوالی کې یوه غوره سرچینه وبلل شي.
سرچنیې :
۱ – د کرهنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت
۲ – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه