دوه غازیان؛ دمورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو اثر چې د وزیرغلام محمدخان وردګ او غازي بسم الله خان وردګ په ژوند،شخصیت،جهاد،مبارزه او کارنامو باندې په دوو برخو او لسو څپرکیو کې د نعمت الله پټانزي لخوا لیکل شوی دی، د لیکوال د سریزې تر څنګ د هیواد وتلي لیکوال، شاعر او څیړونکي ښاغلي احسان الله آرینزي او ښاغلي ډاکتر محمد بلال وردګ لخوا پرې تقریظونه لیکل شوي دي.
دا کتاب به لوستوونکي د وزیرغلام محمد وردګ په پیژندنه، دندو، مبارزو او په اماني دوره کې د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په پار د هغه د ونډې او د خپلواکۍ په یو شمیر تړونونو کې د هغه له رول او په هیواد کې د اقتصادي او سوداګریزو اصلاحاتو او پرمختګونو سره آشنا کړي، همدارنګه دا کتاب به وکولای شي چې تاسو د غازي بسم الله خان وردګ په پیژندنه، داعلیحضرت محمدظاهرشاه او شهید سردار محمد داود خان په وخت کې د اوردو په لیکو کې د هغه د خدمتونو او د روسانو پر وړاندې د هغې د جهاد او مبارزې او نه ستړي کیدونکو هلوځلو او ویاړونو څخه خبر کړي.
دا چې دا کتاب(دوه غازیان؛ د مورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو) په دوو غازیانو هر یو وزیر غلام محمد خان وردګ او غازي بسم الله خان وردګ باندې لیکل شوی دی چې یو یې د افغان- انګلیس د دوهمې او درېیمې جګړې ویاړلی غازي او اتل مجاهد دی او بل د روسانو پر وړاندې د افغان ولس د برحق جهاد او مبارزو د ګرمو سنګرونو غازي دی؛ نو په همدې خاطر مې دا کتاب په دوو برخو ویشلی دی چې لومړۍ برخه یې(د وزیر غلام محمد خان وردګ ژوند، شخصیت او کارنامې) د بیلابیلو تاریخي کتابونو، لیکنو، څیړنو، ویبپاڼو او د نوموړي د کورنۍ د غړو څخه د لومړۍ درجه راغونډ شویو معلوماتو په رڼا کې په پنځو څپرکیو کې تدوین او بیان شوې ده چې لومړی څپرکی یې د وزیر غلام محمدخان وردګ پیژندنه، دوهم څپرکی یې د وزیر غلام محمد خان وردګ دندې او مسؤلیتونه درېیم څپرکی یې د خپلواکۍ تړون، جرګې او له انګریزانو سره د سولې او جګړې په خبرو کې د وزیرغلام محمدخان وردګ رول، څلورم څپرکی یې د غازي امان الله خان د پاچاهۍ په دوره کې اقتصادي اصلاحاتو ته یوه کتنه او پنځم څپرکی یې د وزیر غلام محمد خان وردګ خدمتونو او ویاړونو ته شامل دی، چې د هغه د ژوند، فکر، وړتیاوو، دندو او خدمتونو پر محور را څرخي چې تر دې د مخه د هغه په اړه داسې کوم څیړنیز آثار نه ؤ کښل شوي.
همدارنګه د دې کتاب دوهمه برخه مې(د غازي بسم الله خان وردګ ژوند، شخصیت، جهاد او مبارزه) تر سرلیک لاندې په پنځو څپرکیو کې تدوین کړې ده چې لومړی څپرکی یې د غازي بسم الله خان وردګ لنډه پیژندنه او کورنی چاپیریال، دوهم څپرکی یې غازي بسم الله خان وردګ د اردو په دوره کې، درېیم څپرکی یې د روسانو پر وړاندې د غازي بسم الله خان وردګ د مبارزو پیل، څلورم څپرکی یې شعرونه اوتلپاتې یادونه دي چې ځینې شعرونه یې د انقلابي شاعر او د سنګر وږمې او یو شمیر نورو کتابونو د درانه لیکوال نوموتي مجاهد او استاذ ارواښاد الحاج قاضي محمد کریم حیدري لخوا لیکل شوي دي او په پنځم څپرکي کې یې د خاطراتو انځوریز البوم او جهادي ګالري ځای پرځای شوې ده. چې په عمومي توګه دې کتاب دا برخه د غازي بسم الله خان وردګ د شخصي یادښتونو پر مټ بډایه شوې ده.
دا کتاب به د وزیر غلام محمد خان وردګ په پوره پیژندنه کې له مؤرخینو او لیکوالانو سره مرسته وکړي کوم چې د اماني دورې د مطرحو او سرلاریو شخصیتونو له ډلې څخه شمیرل ګڼل کیږي چې د انګریزي ښکیلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ او پرمختګ په لار کې یې ډیر زحمتونه ګاللي دي چې له بده مرغه د وخت دولتي چارواکو د وزیر غلام محمد خان وردګ خدمتونه، زیارونه او کارنامې له یاده ایستلې دي او هغه یې له پامه غورځولې دي، دولتي مډال خو لا پریږده نه یې تر اوسه په نوم کوم واټ شته او نه کوم تعلیمي او تحصیلي بنسټ، یوازې په وردګو کې د سیدآباد عالي لیسه د ده په نوم نومول شوې وه چې د رژیمونو په بدلون سره یې نوم بدل شوی دی.
په پای کې ویلای شم چې دا کتاب به وکولای شي چې د وزیرغلام محمد خان وردګ د ترسره کړیو دندو،کتابت(میرزایئ)، د خپلواکۍ د هڅو او مبارزو، پرمختګ، تاریخي تړونونو، تاریخي روایتونو او خاطرو په روښانه کولو کې ګټور او اغیزمن تمام شي.