هغه عوامل چې په ماشومانو کې د دروغ ويلو حس پیاوړی کوي، له: تخیل، هیلو، بې باورۍ، ډار، د مور او پلار ازمویلو، پلمې کولو، پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو باندې د سختو کارونو تحمیلول، ضعف او عاجزۍ څخه عبارت دي.
دا چې په ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ کې د تخیل ځواک قوي وي، نو ډېری وخت ماشومان او تنکي ځوانان په خپل ذهن کې داسې صحنې جوړوي چې دوی فکر کوي هر څه په اصلي او رښتینې بڼه مخ ته ځي، نو ځکه دروغ وایي.
کله چې ماشوم او یا هم تنکی ځوان هغه څه چې له کورنۍ یې پټ ترسره کوي، خو په یوه بڼه ترې پرده پورته شي او یا هم په تېروتنه ورڅخه وویل شي، نو د دې لپاره چې پر خپلو کړنو پرده واچوي، په دروغو لاس پورې کوي.
ډېری ماشومان او تنکي ځوانان د دې لپاره چې د یوه کار له کولو ځان خلاص کړي، ځان ناروغ اچوي او د کورنۍ غړو ته وایي چې ګواکې دی ناروغ دی، چې د څو ځلونو لپاره د دغه کار تکرارېدل یې پر دروغو اخته کوي او عمل یې ګرځي.
له بده مرغه زموږ لویان ډېری وخت له کوچنیو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د لويو کارونو د ترسره کولو تمه لري چې په دغه سن کې پر ماشوم او تنکي ځوان باندې د سختو کارونو تحمیلول او ترسره کول په هغوی کې د دروغ ویلو ځواک پیاوړی کوي.