په افغانستان کې د امریکا ۱۸ کلنه جګړه د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده او نه ختمېدونکې جګړه ده. دغه جګړه له ترورېزم سره د مبارزې او د طالبانو د نظام پر ضد د ۲۰۰۱ ز کال د اکټوبر په ۷مه پیل شوه چې تر اوسه روانه ده او په ترڅ کې یې د رپوټونو له مخې، تر ۳۰۰ زرو زیات افغانان وژل شوي دي.
ظاهراً، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې اوږدې او نه ختمېدونکې جګړې د ختمولو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت او د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره، د روان ۱۳۹۷لمریز کال د وږي په ۱۳مه زلمی خلیلزاد د خپل مرکچي پلاوي مشر او ځانګړي استازي په توګه وټاکه، څو له طالبانو سره د سولې د راوستو او د جګړې د پای ته رسولو خبرې اترې پیل او مخته یوسي.
له هغې نېټې بیا تر نن پورې، د خلیلزاد پر مشرۍ امریکایي پلاوي د سیمې اغېزمنو هېوادونو ته څو ځله سفر کړی او له طالبانو سره یې څلور ځله ناستې او خبرې کړې دي، چې تر ټولو مهمه او اوږده هغه یې د روانې سلواغې میاشتې له ۱ تر ۶ پورې وه، چې ویل کېږي له ډېرو پرمختګونو او لاسته راوړنو ډکه وه. د دې ناستې جزیات دواړو، زلمي خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر او اوسني مهم غړي، عباس ستانکزي په خپلو دوو بېلو- بېلو مرکو کې رسماً تایید او بربڼد کړل. د نورو مسایلو ترڅنګ، دوې اساسي برخې چې ورباندې په اصولو کې توافق شوی دی، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو بشپړ وتل او دا چې د افغانستان خاوره به د تروریستي ډلو له خوا د امریکا او نورو هېوادونو په ضد نه کارول کېږي.
دې لړۍ د افغانانو په ذهن کې ډېرې سترې او اساسي پوښتنې را پيدا کړې دي او هېڅوک نه پوهېږي چې امریکا د څه شي په لټه کې ده؟ هغه څه چې د امریکا متحده ایالتونه د شعار په توګه او د عامه ذهنیت د مدیریت لپاره وایي، هیله مندي ورته شته، خو هغه څه چې جدي اندېښنې یې را ولاړې کړې دي، د امریکایانو دوه مخي او خپلو ژمنو ته نه پابندي ده.
د سولې په نامه د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانې لړۍ لاندې موارد مهم او د پام وړ دي:
۱ـ هغه څه چې د سولې د خوږو او ټولغوښتونکې اصطلاح تر نامه لاندې روان دي، سوله نه ده. له سولې څخه د افغانانو او امریکایانو دوه بېل تعریفونه دي او ترمنځ یې ستر توپیر پروت دی. زموږ تعریف د جګړې مطلق بندېدل او د یوه ځواکمن او باثباته دولت رامنځته کېدل دي، خو امریکا د جګړې نوم، بڼه، جغرافیه، لوری او… بدلول غواړي او بس.
۲- د امریکا او غربي نړۍ عام ولس له دې جګړې سخت ستړی او په تنګ شوی دی، هر څومره ژر چې وي، د هغې د پای غوښتونکی دی. په ۲۰۲۰ ز کال کې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې کېدونکې دي او امریکایي ولس به هغه نوماند ته رایه ورکوي، چې د افغان جګړې پای یې اعلان کړی وي. ولسمشر ټرمپ او همفکره کسان یې غواړي چې له افغان جګړې نه ستره ګټه پورته کړي او د امریکایي رایه ورکوونکو د رایې بانک خپل کړي او له دې مسئلې ابزاري ګټه واخلي، نو په همدې موخه غواړي چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي. معنا دا چې جګړه به په ټوله معنا ختمه نه وي، بلکې بڼه، نوم، جغرافیه او ظاهر به یې تغیر کړی وي.
۳- د امریکایي سیاستوالو او پالیسي جوړوونکو له انده، طالبانو اوس د سیمې له مهمو هېوادونو او د امریکا له سیالانو لکه چین، روسیې، ایران او نورو سره اړیکې ټینګې کړې او که یې غم ونه خوړل شي، په راتلونکې که به د امریکا لپاره په یو سرخوږي بدل شي، نو اوس یې وخت دی چې په یوه سیاسي دام کې را ګیر او له تضعیف، تجزیې او بالاخره نابودۍ سره یې مخ کړي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې پاکستان، سعودي، امارات او … ګومارلي او ښکاري چې طالبان یې په خطرناک دام کې را ګیر کړي دي.
۴- امریکا په هر قېمت چې وي، خپل سیاسي، نظامي او استخباراتي شتون ته په افغانستان او سیمه کې ادامه ورکوي. زما په اند، دا به یو خوب وي چې امریکا دې له خپل ښکېلاکي بهرني سیاست څخه په بشپړ ډول لاس واخلي او افغانستان دې په پوره معنا سره پرېږدي. دا مسئله له یک ټلوېزیون سره د خلیلزاد او له ( C.B.S) سره د ولسمشر ټرمپ په وروستۍ مرکه کې ډېره ښکاره او واضح وه، خو د دې ډېر احتمال شته چې په دې مسئله کې امریکا، طالبان او افغان حکومت په ګډه عوام فرېبي وکړي او د سفارت د ساتونکو په نوم، یا د روزونکو په نوم، یا د تروریستي ډلو پر ضد د مبارزې په نوم سره خپل حضور ته ادامه ورکړي. د امریکا شتون، شتون دی. فرق نه کوي چې هغه یو ټولی وي او که یوه قول اردو.
۵- اوس خو امریکایانو او د دوی تبلیغاتي رسنیو د عامو افغانانو ذهنیت داسې تحریف او غولولی، چې که څوک وایي چې دا سوله نه ده، نو هر سړی ورته د قاتل، د سولې دښمن، د پاکستان جاسوس او … په سترګه ګوري. په ۲۰۰۱ ز کال کې هم عین حالت و. هغه مهال داسې ذهنیت رامنځته شوی و چې د امریکا-ناټو په راتګ سره نور هر ډول ظلم، جګړه، بېوزلي، بی ثباتي او… ختم او افغانستان به ګُل او ګلزار وي. افغانان ملامت نه دي؛ ځکه چې ۴۰ کلنې جګړې دومره ځورولي، وژلي، ځپلي، خوار کړي او وروسته پاتې کړي چې هر څوک ورته د سولې نوم واخلي، له هر ډول فکر کولو او سنجولو پرته یې په لوري منډې وهي.
۶- که د امریکا په نوښت او مشرۍ د طالبانو، امریکا او په نهایت کې د افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک او نور د ننني طالب په نوم جګړه ختمه شي، بیا به هم جنګ روان وي، خو د پاتې ۲۰ تر ۲۲ ډلو له ادرسه، دا ناشونې ده چې د طالبانو د تحریک ټول مشران او منځپوړي جنګیالي او قوماندانان دې خپله سلاح په ځمکه کېږدي او له حکومت سره دې یوځای شي. کېدای شي د طالبانو یوه برخه له هوکړې سره سم، سلاح کېږدي، خو پاتې ستره برخه به یې یا په همدې نوم او یا په کوم بل نوم سره او یا هم له کومې بلې ډلې، لکه داعش سره یوځای شي.
۷- که فرض کړو چې د یادو پورته دریو لورو (امریکا، طالبانو او حکومت) ترمنځ هوکړه وشوه، بیا هم د افغانستان پر راتلونکي سیاسي، اقتصادي او اجتماعي جوړښت باندې متفق کېدل، د حکومت او طالبانو د جنګیالیو یوځای کول او د متخاصمو لورو ترمنځ د قدرت وېش ساده خبره نه ده. دغه کار ته له ۳ تر ۴ کلونو وخت پکار دی. دغه انتقالي دوره به له سختو بې نظمیو، ستونزو، ناخوالو او کړاوونو ډکه وي.
په افغانستان او سیمه کې د امریکا نظامي او استخباراتي تګلارې ته په کتو، د واقعي سولې او ټیکاو راتګ ډېر لرې او حتی ناممکن ښکاري.