سردار علي ټکر په ۱۹۵۶ ز کال کې د مردان د تخت بايي سيمې د ټکر په کلي کې دې نړۍ سترگې ته پرانيستې دي. نوموړي تر لسم ټولگي پورې خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې سر ته رسولې دي او بيا يې د مردان په دولتي پوهنځي کې په ساينسي مضامينو کې د څوارلسم ټولگي بريليک ترلاسه کړی دی. تر دې وروسته، د پېښور پوهنتون د انجنيري پوهنځي ته لاړ او هلته يې د ماشيني تخنيک په ځانګه کې زده کړې وکړې. کله یې چې دا پوهنځی په برياليتوب سره پای ته ورساوه، بيا يې په برېټانيا او کاناډا هېوادونو کې ځينې ځانګړي کورسونه هم وویل او اوس د پښتو ژبې د یو پیاوړي او نامتو سندرغاړي او غزلبول په نوم پېژندل کېږي.
کله چې سردار علي ټکر په پوهنتون کې زده کړيال و، نو په هماغه وخت کې ورته د خپل پټ استعداد د څرگندولو موقعه برابره شوه. په لومړيو ورځو کې يې خپل استعداد د خپلو دوستانو په ډله کې محدود ساتلی و او د پوهنتون او ملگرو د موسيقۍ په بېلابېلو غونډو کې يې گډون کاوه. خو کله چې په ۱۹۸۲ ز کال کې د پېښور د اېډورډ پوهنځي د تاريخ د ځانگې پروفيسور، يارمحمد مغموم د پښتو ژبې فلسفي شاعر غني خان لپاره يو محفل جوړ کړی و او په هماغه مهال نوموړی پروفيسور د يوه داسې سندرغاړي په لټه کې و چې د غني خان شعرونه په سندرو او موسيقۍ کې لا نور ښکلي کړي، نو په همدې وخت کې سردار علي ټکر په دې خبر شو او له ځان سره يې دا پرېکړه وکړه چې دی به په دې غونډه کې سندرې وايي.
دا هماغه غونډه وه چې سردار علي ټکر يې د لومړي ځل لپاره د ډېرو خلکو په مخ کې خپل فن او هنر ښکاره کړ چې ډېرو خلکو د هغه د سندرو کسټونه ثبت کړل او لږ وخت وروسته همدغو ټيپي کسټونو په بازار کې مينوال وموندل او سردار علي ټکر نوم او شهرت پيدا کړ.
تر دې وروسته د لومړي ځل لپاره سردار علي ټکر د پېښور راډيو په يوه خپرونه کې چې د زلمي کول په نامه يادېده، دوه غزلې وويلې. په راډيو کې له سندرو ويلو وروسته يې د پاکستان پي ټي وي ټلوېزیون ته لار وموندله او هلته يې هم سندرې ثبت کړې.
په ۱۹۸۴ ز کال کې سردار علي ټکر ازادې خاورې افغانستان ته راغی او دلته له سفر کولو سره يې د هغو شاعرانو د شعرونو ويلو چانس ترلاسه کړ، کوم چې پاکستان کې ورباندې بنديز لگېدلی و. په افغانستان کې پاتې کېدل او دلته په ټلوېزیون کې سندرو ويلو نور هم د سردار علي ټکر په شهرت کې زياتونه وکړه.
سردار علي ټکر د پښتنو د سترو مبارزینو په قطار کې هم راځي چې د دغه قوم د عزت او وقار ساتلو په برخه کې یې خورا ډېرې هڅې کړې دي. نوموړی یو له هغو کسانو څخه دی چې د پښتنو پر وړاندې د پاکستاني حکومت سیاستونو یې سخت زړه ستړی کړی دی. دی په یوه مرکه کې د پښتنو پر وړاندې د پاکستان د حکومت د تعصوبونو په اړه غږېدلی دی.
نوموړی په پیل کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې پښتنو د کرښې هاغاړه د انګرېز پر وړاندې مبارزه د څه لپاره وکړه، وایي چې د کرښې هاغاړې پښتنو لپاره هېڅ هغه حقونه نه دي برابر شوي، کوم چې د دوی حق دی او باید ورکړل شوي وی. نوموړی په پاکستاني نصاب کې د پښتو د نشتوالي له امله هم خواشینی دی او وایي، د محکومې خاورې د پښتنو لپاره چې پاکستان یې د ځان برخه هم بولي، ولې دغو خلکو ته نه یوازې دا چې نور حقونه یې نه دي ورکړي، بلکې په نصاب کې هم ورسره تعصب کوي او حتی یو پښتو مضمون هم پکې نشته. نوموړی دا کار د پښتو ژبې د له منځه وړلو لپاره د پاکستان یو چل او فریب بولي چې له کلونو کلونو راپدېخوا ورسره دا ظلم کېږي.
ښاغلی ټکر اوس په امریکا کې اوسي او د پښتونخوا لپاره د امریکا غږ پښتو څانګې سره کار کوي، نوموړي په دې وروستیو کې له یو څه وخت دمې وروسته، د پښتو د کلاسیکو شاعرانو لکه، رحمان بابا، خوشحال خان خټک، حمید مومند او نورو شاعرانو د شعرونو ویلو ته ملا تړلې ده، چې دی یې لامل د دغو شاعرانو د شعرونو خوندي کول او تر نورو یې رسول بولي.
د پښتو موسيقۍ په ډگر کې د ښاغلي ټکر خدمتونه د هېچا له سترګو هم پټ نه دي او ټول پښتانه یې د کړیو خدمتونو منندوی دي او باید واوسي، ځکه هغه په دې اوږده مزل کې خورا ډېرې ستړې ګاللې دي او په داسې یوه ټولنه کې یې خپل هنر ته غاړه ورکړې، چې موسیقي عار او شرم بولي. نوموړی په دغه ډګر کې د خپلو نه هېرېدونکو خدمتونو په پايله کې ډېرې لاسته راوړنې هم لرلې دي.
نوموړي ته په دې برخه کې ډېرې جایزې هم ورکړل شوې دي چې په پښتونخوا کې یې د فرایډ اف پرفارمنس جایزه د یادولو وړ ده.
ټکر د پښتنو سندرغاړو یو له هغو نامتو سندرغاړو څخه دی چې هم یې په غزل او هم نظم برخه کې ټول هغه شعرونه پښتو ژبې ته وړاندې کړي دي، چې هر شعر یې د ویښتابه پیاوړی پیغام لري.
نوموړی اوس په امریکا کې اوسي، د پښتنو یو ځای کېدل او نور د کرښې دواړو غواړو ته په دې حال کې پاتې کېدل د نوموړي په خبره، د پښتون قوم د تباهۍ لامل کېږي.
پښتو ژبې ته خدمت او د نړۍ له نورو ژبو سره علمي سیالي د نوموړي غټ ارمانونه دي. ټکر وايي، د پښتون قوم عزت په یووالي کې دی، نور باید له خپل منځي اختلافونو تېر شي او د خپلې ازادې خاورې افغانستان لپاره باید کار وکړي.