پاکستان یو ځل بیا افغانستان ته د تازه مېوو په صاداراتو بندیز لګولی دی، چې دا د دوه هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د خرابېدو تازه بېلګه ده. د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، پاکستان د ګمرکي تعرفو له لوړولو وروسته دغه هېواد ته د تازه مېوې صادرات د دوو اونیو راهیسې بند کړي دي. دغه بندیز د افغانستان سوداګرو لپاره لوی اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي او افغان کروندګر او باغداران یې هم اغیزمن کړي دي.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس، خان جان الکوزی وايي: «هر ډول چې ممکنه وي موږ باید هوايي دهلیز فعال کړو، ځکه زموږ هغه میوې او سبزيجات چې موسم یې لنډ دی او په یوه میاشت کې له منځه ځي، لکه شفتالو، الو، ګیلاس او نور، دوی ته باید پاملرنه وشي.» د افغانستان تازه مېوې په نورو هېوادونو لکه، هند، بنګله دیش او روسیه کې هم ښه بازار لري او باید د چابهار او منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې هم یادو هېوادونو ته صادرات زیات شي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان مېوو او سبزیجاتو ته د ګمرکي تعرفو د لوړولو پالیسي تعقیبوي. وخت ناوخته د بندرونو بند پاتې کېدل او د ګمرکي تعرفو لوړوالی پاکستان ته د صادراتو کچه راکموي. د پاکستان له لوري پر تازه میوو او سبزۍ د ګمرکي تعرفو له لوړوالي نږدې دوه اونۍ تیریږي او سوداګرو په دې موده کې پاکستان ته صادرات بند کړي دي.
یو شمېر سوداګر وایي چې په دې تعرفې سره د تازه میوو صادرات ورته ګران تمامیږي او افغان سرپرست حکومت باید په دې برخه کې شته ستونزو ته رسېدګي وکړي. افغان کروندګر او باغداران چې د خپلې کرنې او باغدارۍ د خرڅلاو لپاره د پاکستان بازار ته په تمه وي، اوس له لویو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
افغان سرپرست حکومت ته په کار ده چې د سوداګرو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي. په دې لړ کې، د ګمرکي تعرفو لوړوالي او بندرونو بند پاتې کېدو ستونزې د سوداګرو او کروندګرو لپاره لوی خنډونه دي. که حکومت د سوداګرو ستونزو ته ژر تر ژره رسیدګي وکړي او د هوايي دهلیز او نورو بدیلو لارو چارو په فعالولو کې مرسته وکړي، نو د افغانستان تازه مېوې او سبزیجات به د پاکستان له احتیاج څخه خلاص شي او نړیوالو بازارونو ته به په وخت سره ورسېږي.
په پایله کې، د پاکستان له لوري د تازه مېوو په صادراتو بندیز او د ګمرکي تعرفو لوړوالي په افغانستان کې د سوداګرو او کروندګرو اقتصادي حالت نور هم خرابولی شي. افغان حکومت باید په جدي توګه د دې ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي او د خپلو تولیداتو لپاره نوي بازارونه ومومي. دا به نه یوازې د افغانستان اقتصاد ته ګټه ورسوي، بلکې د سوداګرو او کروندګرو ژوند به هم ښه کړي.