افغانستان، چې د جګړو او ناخوالو له اوږد تاریخ سره مخامخ دی، اوس یو نوي دور ته داخل شوی چې په کې اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزې همکارۍ د هېواد د راتلونکي لپاره کلیدي عناصر ګڼل کیږي. د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او جغرافیایي اهمیت د دې اړتیا رامنځته کوي چې هېواد باید د خپلو ګاونډیو هېوادونو لکه چین، روسیه، او د منځني ختیځ هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې ځانګړې هڅې وکړي، ترڅنګ یې ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونه هم مهم رول لري.
په تېرو کلونو کې، افغانستان د بېلابېلو ستونزو له کبله د اقتصادي ودې په برخه کې ډېرې ننګونې تجربه کړي دي. جګړې، سیاسي بېثباتۍ، او نړیوالو بندیزونو د هېواد اقتصادي وضعیت په ټپه درولی و. خو اوس، د افغانستان لپاره یو نوی فرصت رامنځته شوی دی چې د سیمه ییزو همکاریو او اقتصادي تړونونو له لارې خپل اقتصادي چیلنجونه له منځه یوسي.
سیمه ییزې همکارۍ نه یوازې دا چې د افغانستان لپاره د پانګونې نوې لارې چارې پرانیزي، بلکې د ترانزیټ، سوداګرۍ، او انرژۍ په برخه کې هم د هېواد رول زیاتوي. د ګاونډیو هېوادونو لکه چین، روسیه، منځني ختیځ، ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د قوي اقتصادي اړیکو جوړول، کولای شي د افغانستان اقتصادي ودې ته یوه نوې وده ورکړي. د دې ترڅنګ، د نوو پرمختګونو او پروژو پیلول، چې د سیمه ییزو هېوادونو په مرسته به وي، د افغانستان لپاره یو غوره فرصت دی.
افغانستان باید د خپلو اقتصادي موخو لپاره یوه جامع ستراتیژي رامنځته کړي چې په کې د ګاونډیو هېوادونو سره همکارۍ، د پانګونې جلبول، او د ترانزیټ لارې چارې شاملې وي. د سیمې هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې باید په داسې ډول تنظیم شي چې له دې همکارۍ څخه ټولې ښکېلې خواوې ګټه پورته کړي.
په ځانګړې توګه، چین، روسیه، او د منځني ختیځ هېوادونه کولی شي په افغانستان کې د لویو پروژو د پیلولو او د پانګونې د راوړلو په برخه کې مهم رول ولوبوي. چین د “یو کمربند، یوه لار” په پروژه کې د افغانستان شمولیت ته په جدي توګه کتنه کوي، په داسې حال کې چې روسیه او د منځني ختیځ هېوادونه د انرژۍ او زېرمو په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پیاوړې کول غواړي. دا هېوادونه نه یوازې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي، بلکې د سیمه ییز ثبات او پرمختګ لپاره هم اړین دي.
په پای کې، دا واضح ده چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ په لویه کچه په سیمه ییزو همکاریو او نړیوالو پانګونو پورې تړلی دی. افغان حکومت ته په کار ده چې د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې جدي ګامونه واخلي او د خپلې راتلونکې لپاره یو روښانه اقتصادي لاره رامنځته کړي.