په دې وروستیو کې د افغانستان مرکزي او ختیځو سیمو کې سختو بارانونو او ورپسې سیلابونو بې شمېره کورنۍ زیانمنې کړې، چې له امله یې د خلکو ژوند، شتمنۍ او اقتصادي سرچینې سختې زیانمنې شوې. دا طبیعي پېښه، چې په ناڅاپي توګه رامنځته شوه، زموږ ملت ته یو بل ستر ازمېښت وړاندې کوي. په داسې وخت کې، د ملي یووالي، نړېوالې همکارۍ او د سوداګرو د ونډې ارزښت نور هم جوت شوی دی.
افغان سرپرست حکومت د دې سیلابونو په وړاندې د بیړنیو اقداماتو د ترسره کولو لوی مسوولیت لري. دا پېښه موږ ته یادونه کوي چې زموږ حکومت باید په داسې پېښو کې چټک او اغېزمن غبرګون وښيي. د سیلابونو ځپلو خلکو ته بیړنۍ مرستې رسول، د هغوی د اړتیاوو په پام کې نیول، او د ژوند د بېرته پیل لپاره امکانات برابرول د حکومت لومړني ګامونه باید وي. حکومت باید د دې کارونو تر څنګ اوږدمهاله پلانونه هم جوړ کړي، ترڅو په راتلونکي کې ورته پېښو ته په چټکه او اغېزمنه توګه ځواب ورکړل شي.
همدارنګه، نړیوال ملاتړ کوونکي بنسټونه چې د افغانستان په بیارغونه کې یې خپله ونډه لرلې ده، باید خپل مسؤولیت ته ژمن پاتې شي. د دې ناورین په وړاندې باید د دوی مرستې او امکانات په چټکۍ سره د اغېزمنو سیمو لپاره برابر شي، ترڅو هغه خلک چې هر څه یې له لاسه ورکړي، بېرته خپل ژوند جوړولو ته وهڅول شي. په دې برخه کې د نړېوالې ټولنې ملاتړ او د مرستو سم مدیریت کولی شي د سیلاب ځپلو خلکو ژوند په پوره مانا بدل کړي.
د دې ترڅنګ، افغان ملي سوداګر هم باید په دې حساسو شېبو کې خپل ملي مسؤولیتونه درک کړي. د هېواد سوداګر د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې کلیدي ونډه لري. د هغوی مرسته، که د مرستو د مالي ملاتړ په بڼه وي او که د مرستو د وېش په برخه کې، کولی شي په دې سختو شرایطو کې ډېر اغېزمن وي. دا وخت دی چې سوداګر د ملي یووالي لپاره خپله ونډه پورته کړي او د خپلې ټولنې سره په عملي توګه مرسته وکړي.
په پای کې، دا وخت دی چې ټول افغانان یو بل ته لاسونه ورکړي او د سیلابونو له امله زیانمنو خلکو ته خپلې مرستې وړاندې کړي. د طبیعي پېښو په وړاندې یووالی او مرسته کول، نه یوازې د یوې انساني دندې په توګه بلکې د ملت د بقا او د پرمختګ لپاره هم اړین دي. زموږ ملت تل په سختو شرایطو کې یووالی او همکاري ښودلې ده، او دا ځل هم موږ کولی شو د دې ناورین په وړاندې یو موټی پاتې شو.
نو، په داسې حال کې چې افغانستان د سیاسي او اقتصادي ننګونو سره لاس او ګریوان دی، دا سیلابونه موږ ته دا فرصت هم راکوي چې د یووالي په روحیې سره خپلو هېوادوالو ته مرسته وکړو. افغان سرپرست حکومت، نړیوال خیریه بنسټونه او ملي سوداګر باید په ګډه د دې ازمېښت په وړاندې یو لاس شي او د سیلابونوڅخه اغېزمنو سیمو ته په بیړه مرستې ورسوي، ترڅو زموږ هېوادوال بېرته پر خپلو پښو ودریږي او ژوند له سره پیل کړي. په دې توګه، موږ نه یوازې د خپلو هېوادوالو ژوند ژغورو بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره یو مثبت مثال هم پریږدو.