کابل، د افغانستان پلازمېنه او د میلیونونو خلکو کور، په تېرو څو لسیزو کې د ګڼ شمېر بدلونونو شاهد و. د دې ښار نفوس په بې ساري ډول زیات شوی، او له همدې امله یې د طبیعي زیرمو، په ځانګړي ډول د ځمکې لاندې اوبو، پر منابعو بې حده فشار راوړی دی. دغه فشار په ځانګړې توګه د ځمکې لاندې اوبو په کچه کې ښکاره دی، چې په چټکۍ سره مخ په کمېدو دي. دا وضعیت د کابل ښاریانو لپاره یو ستر خطر دی چې که جدي پام ورته ونه شي، ژر به یې ناوړه پایلې ټول وګړي وګوري او له هغې به تېښته ناشونې وي.
کابل د تاریخ په اوږدو کې د ډېر مهم ستراتیژیکې موقعیت له کبله تل د نړۍ د پام وړ و، خو په اوسني وخت کې دا ښار د یوه بل ډول جګړې سره مخ دی، چې هغه د اوبو د کمښت جګړه ده. دا بحران په خاموشه توګه روان دی او ډېرو خلکو ته یې لا تراوسه په بشپړه توګه درک نه دی شوی. د ځمکې لاندې اوبو کمی د دې ښکارندويي کوي چې موږ په یوه خطرناک حالت کې یو، چې که بېړني اقدامات ونه کړو، د دې وضعیت بدې پایلې به د کابل ټول اوسېدونکي، په ځانګړي ډول راتلونکي نسلونه، وزغمي.
د دې ستونزې یوه له سترو دلایلو څخه د نفوس زیاتوالی او د اوبو بې ځایه او بې احتیاطه مصرف دی. په تېرو څو کلونو کې د کابل په ګڼو سیمو کې د نوو کورونو او ودانیو جوړېدو، او د ښار د پراختیا په پایله کې د اوبو زیرمې بې ساري کمې شوې دي. هر کال د ځمکې لاندې اوبو کچه په څو مترو کې ټیټیږي، چې دا یوه جدي مسله ده. دغه ستونزه که څه هم په اوس وخت کې خاموشه ښکاري، خو ډېر ژر به یې ناوړه اغېزې د کابل ښاریانو ژوند ته ګواښ پيښ کړي.
د کابل ښار اوسېدونکو لپاره د اوبو بحران یوه جدي ننګونه ده چې باید بېړني ګامونه یې د حل لپاره پورته شي. په دې برخه کې د سرپرست حکومت، مسؤلو ادارو او ټولو ښاریانو ګډه هڅه اړینه ده. حکومت باید د اوبو د سرچینو ساتنه، او د پنجشیر، پغمان او نورو شاوخوا سیمو څخه کابل ته د اوبو د راوړلو په اړه جدي کار وکړي. دا یوازې یو وړاندیز نه دی، بلکې د کابل د راتلونکي ژوند لپاره یوه ضروري اړتیا ده. که حکومت په دې برخه کې چټک او مؤثر ګامونه پورته نه کړي، نو دا بحران به یوه ستره فاجعه رامنځته کړي.
د حکومت او ادارو ترڅنګ، کابل ښاریانو ته هم د دې بحران په وړاندې خپله برخه کار ترسره کول اړین دي. هر وګړی باید په خپل کور کې د اوبو سپما ته لومړیتوب ورکړي. دا یوازې د اوبو د مصرف مسئله نه ده، بلکې زموږ د راتلونکي ژوند، چاپېریال او د راتلونکو نسلونو لپاره یوه جدي مسئله ده. ښاریان باید په دې پوه شي چې هر څاڅکی اوبه چې بې ځایه مصرفېږي، زموږ د اولادونو لپاره یوه لویه ضایعه ده.
د کابل ښار ټول اوسېدونکي باید د اوبو د سپما او ساتنې لپاره هڅې وکړي. دا د هر وګړي فردي او ټولنیز مسوولیت دی. موږ باید په خپلو ورځنیو عادتونو کې بدلون راولو، او د اوبو مصرف د مسئولیت په اساس ترسره کړو. د کابل ښاریان باید درک کړي چې دا ښار زموږ ګډ کور دی، او د دې کور ساتنه زموږ د ټولو ګډه دنده ده.
د اوبو د کمښت په وړاندې مبارزه یوازې د حکومت کار نه دی، بلکې دا د ټولنې د هر وګړي دنده ده. که موږ ټول په یوه غږ او یوه اراده سره کار وکړو، نو کولای شو خپل ښار له دې خطرناک بحران څخه وژغورو او د راتلونکو نسلونو لپاره یو خوندي، باثباته او سوکاله چاپېریال برابر کړو. حکومت او ښاریان باید په ګډه د دې بحران په وړاندې مبارزه وکړي، ځکه چې د دې بحران له منځه وړل د ټولو لپاره یو جدي ضرورت دی.
په پایله کې، د کابل د ځمکې لاندې اوبو بحران یو خاموش او خطرناک حالت دی چې که جدي ورته پام ونه شي، ژر به یې ناوړه اغېزې ټول ښار ته رارسېږي. حکومت او نورې مسؤلې ادارې باید په چټکه او مؤثره توګه کار وکړي، ترڅو د دې بحران مخه ونیول شي. د دې ترڅنګ، د کابل ښاریان باید په خپلو ورځنیو عادتونو کې د اوبو سپما ته لومړیتوب ورکړي او په ګډه د دې بحران په وړاندې مبارزه وکړي. یوازې د ګډو هڅو او همکارۍ له لارې کولای شو خپل ښار له دې ستونزې څخه وژغورو او د راتلونکو نسلونو لپاره یو غوره راتلونکی جوړ کړو.