یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

اشنا د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

فبروري 10, 2019
in پوهنتون
0 0

اشنا د لوړو زده کړو موسسه په دغه ډله کې یوه هغه ده، چې له لوړو زده کړو وزارت سره یې په همغږۍ خپلې چارې په ۲۰۱۴ ز کال کې د دوو پوهنځیو په درلودلو سره پیل کړې دي. اشنا د لوړو زده کړو موسسې په ۲۰۱۴ ز کال کې له خپل فعالیت سره سم یوازې دوه پوهنځي (حقوق او اقتصاد) درلودل چې هغه وخت یې په دغو پوهنځیو کې د محصلینو شمېر د سلو په شاوخوا کې و. د دې موسسې علمي مرستیال ډاکټر سیدالرحمن عمران وایي، د څلورو کلونو په تېرېدو  سره اشنا د لوړو زده کړو موسسې خورا ډېر پرمختګ کړی دی. اوس د دې موسسې په هر پوهنځي کې د زده کوونکو شمېر ان سلګونو ته رسېږي چې په دې کې ښځینه او نارینه دواړه شامل دي.

د اشنا د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، ډېر ژر به په دې موسسه کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی هم پر فعالیت پیل وکړي، ځګه لوړو زده کړو وزارت ورته منظوري ورکړې ده او لومړني کارونه یې پای ته رسېدلي دي. ښاغلی عمران وایي، په دې سره به یې د  پوهنځیو شمېر دریو ته ورسېږي او د محصلینو شمېر به یې له دې هم لوړ شي. د ډاکټر سیدالرحمن عمران په خبره، د دوی ډېر محصلین هغه کسان دي چې په دولتي او خصوصي ادارو کې پر دندو بوخت دي، نو له همدې کبله په دوو ټایمونو (سهار وختي او ماښام)کې ټولګي لري. خو دا چې اوس یې د محصلینو او پوهنځیو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، هڅه به وکړي چې د ورځې په اوږدو کې هم ټولګي برابر کړي.

اشنا د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال لږ تر لږه اویا استادان لري، چې په دې کې قراردادي او دایمي دواړه شامل دي. د دغه موسسې علمي مرستیال وایي، دوی یوازې هغه کسان د استاد په توګه ګوماري، چې په اړونده برخه کې یې د زده کړو درجه تر لېسانس لوړه وي. په دې مانا چې ماسټري او یا هم دوکتورا ولري. ښاغلی عمران وایي، د استادانو یوه برخه یې  تر دوکتورا پورې لوړې زده کړې لري او ډېره سلنه یې بیا ماسټران دي. د نوموړي په خبره، هغه پوهنځي چې د اشنا د لوړو زده کړو موسسه یې لري، د ښځینه‌وو شمېر پکې ډېر کم دی، چې هم دوکتورا او یا ماسټري ولري او هم بیا د استاد په توګه دنده اجرا کړي، نو له همدې کبله یې د ښځینه استادانو شمېر ډېر کم دی. دی وایي، ۹۵ سلنه استادان یې نارینه او پاتې ۵ سلنه یې بیا ښځینه دي.

اشنا د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، د ماسټرۍ پروګرام لپاره پوره تیاری لري او تر دې دمه یې په دې برخه کې ډېرې هڅې هم کړې دي، خو د ملي وحدت حکومت خصوصي پوهنتونونو ته د ماسټرۍ پروګرام جوازونه بند کړي دي. دی وایي، که لوړو زده کړو وزارت ورته د ماسټرۍ پروګرام جواز ورکړي، دوی په دې برخه کې پوره تیاری لري. ډاکټر عمران وایي، له دې سره په څنګ کې یې اوس له ځینو بهرنیو پوهنتونونو سره خبرې پیل کړې دي، څو وکولی شي پر مټ یې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي، داسې چې د زده کړو ځای به اشنا د لوړو زده کړو موسسه وي او د زده کړو سند به ورته هماغه اړوند بهرنی پوهنتون ورکوي. ښاغلی عمران وایي، په دې برخه کې یې له ځینو هندي پوهنتونونو سره لومړنۍ خبرې شوې دي.

د ډاکټر سیدالرحمن عمران په خبره، دوی په کور دننه او بهر له پوهنتونونو سره اړیکه لري، چې له بهرنیو پوهنتونونو څخه یو هم دګلاکل  په نوم هندي پوهنتون دی چې دوی ور سره هوکړه لیک لري او له مخې یې د محصلینو تبادله کوي. دی وایي، په کور دننه هم له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره غیر رسمي اړیکه لري، خو تر اوسه پورې یې په دې برخه کې د علمي اړیکو کومه رسمي هوکړه نه ده لاس لیک کړې. دی وایي، هڅه یې دا ده چې له بهرنیو پوهنتونونو سره په اړیکه کې شي، څو وکولی شي د هغوی له تجربو څخه ګټه واخلي.

کتابتون چې نن سبا له کور او ښوونځي نیولې بیا تر پوهنتون پورې ضروي دی او هره ګړۍ ورته اړتیا لیدل کېږي، نو اشنا د لوړو زده کړو موسسې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی دی. د دې موسسې علمی مرستیال وایي، د محصلینو لپاره یې یو مجهز کتابتون برابر کړی چې اوسمهال پکې لږ تر لږه زر ګونه ټوکه ډول ډول کتابونه موجود دي. ښاغلی عمران وايي، استادان او محصلین یې وخت ناوخت له کتابتون څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره په وړیا توګه ګټه اخلي. ډاکټر سیدالرحمن عمران وایي، له دې سره په څنګ کې دوی یو انلاین کتابتون هم لري، چې ډېر کتابونه په کې شته او محصلین یې که په هر ځای کې وي، کول شي د دوی له انلاین کتابتون څخه ګټه واخلي او خپلې ستونزې حل کړي. د دې موسسې د علمي مرستیال په خبره، هڅې یې پیل کړې، څو وکولی شي خپل کتابتون ډیجیټلي بڼې ته واړوي، چې له یوې خوا به یې ډېرو محصلینو ته د مطالعې او څېړنې زمینه برابره کړې وي او له بلې خوا به دوی په خپل کتابتون کې ډېر کتابونه ولري او تر ټولو ښه دا چې د کتابونو زړښت مخه به هم ور سره نیول شوې وي.

د اشنا د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، د محصلینو لپاره یې د زده کړو خورا ډېر امکانات او ښه اکاډمیک چاپېریال برابر کړی دی. د نوموړي په خبره، ټولګي یې ټول په مډرنو تدریسي وسایلو هغه چې اړتیا ورته لیدل کېږي، سمبال دي. ډاکټر عمران وایي، له دې  سره په څنګ کې دوی وخت ناوخت خپل محصلین په اړوند برخه کې دولتي او یا هم د خصوصي سکټور ادارو ته بیایي، څو هلته عملي کار وکړي، تجربې ترلاسه کړي او هرڅه له نېږدې وګوري، چې دغه څه له محصل سره د عملي زده کړو او له فراغت وروسته د دندې په پیدا کولو کې ډېره مرسته کوي.

ډېری هغه کسان چې له خصوصي پوهنتونونو او یا هم د لوړو زده کړو له موسسې فارغېږي، یوه اندېښنه ور سره د خپلو تحصلیي اسنادونو د تر لاسه کولو وي. د اشنا د لوړو زده کړو موسسې علمی مرستیال وایي، د محصلینو د تحصلیي اسنادو هغه برخه چې په پوهنتون پورې اړه لري، دوی یې په اړه پر وخت اقدام کوي او ټول اړین توکي ورته برابروي، څو محصل وکړای شي له خپلو اسنادو څخه د دندې پیدا کولو او نورو برخو کې ګټه واخلي، خو د ښاغلي عمران په خبره، د اسنادو هغه برخه چې په لوړو زده کړو وزارت پورې اړه لري، ښه ده چې دې برخې ته یې خپله د لوړو زده کړو وزارت چارواکي ځواب ووایي.

د دې موسسې علمي مرستیال وایي، دوی په خپله موسسه کې د کریکولم د تغیر یوه کمېټه لري، چې له مخې یې د کار مارکېټ ته په کتو، د خپلو محصلینو لپاره داسې یو کریکولم برابر وي، چې محصل وکړای شي له فراغت ورسته ډېر ژر د خپلې خوښې دنده پیدا کړي. اشنا د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره د کارموندنې او په ادارو کې د کار کولو هغه لارې چارې چې له مخې یې دوی په اړونده برخه کې لا پرمختګ کولی شي، سمینارونه او پروګرامونه دایروي. دوی په دې برخه کې له ډېرو ادارو سره هوکړه لیکونه لري، چې له مخې یې خپل محصلین یادو ادارو ته د کار کولو لپاره ور استوي، چې له دې ډلې یې ډېری په همدې ادارو کې په رسمي دنده هم ګومارل کېږي.

د اشنا د لوړو زده کړو موسسې د علمي مرستیال په خبره، د موسسې د لا پرمختګ لپاره ډېر پلانونه لري چې له دې جملې څخه یو هم د پوهنځیو زیاتول دي. ډاکټر سیدالرحمن عمران وایي، دوی ټول هغه معیارونه پوره کړي چې له مخې یې باید نور پوهنځي هم ولري. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت ته یې خپل غوښتنلیکونه سپارلي چې په هغې کې د ماسټرۍ پروګرام پیلول هم شامل دي. د ښاغلي عمران په خبره، کله چې د حکومت لخوا خصوصي پوهنتونونو ته د ماسټرۍ پروګرام د پیلېدو اجازه ورکړل شي، نو د دوی لومړۍ هڅه به دا وي، چې د ماسټرۍ پروګرام ولري او په دې برخه کې محصلین جذب کړي.

د اشنا د لوړو زده کړو موسسې مشرتابه وایي، هغه بورسونه چې د محصلینو لپاره له بهرنیو پوهنتونونو او هېوادونو څخه راځي، په هغه کې یوازې د دولتي پوهنتونونو محصلینو ته ونډه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم ډېر داسې محصلین شته چې د دغو بورسونو مستحق دي او وړتیا یې لري. دوی له دغه وزارت څخه غواړي، چې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته هم په دغو بورسونو کې ونډه ورکړي. له دې سره په څنګ کې، د دې موسسې اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، څو هغه استادان چې له دوی سره په تدریس بوخت دي، باید د دولتي پوهنتونونو د استادانو په څېر د علمي رتبو په بهیر کې شامل شي، څو دوی هم وکولی شي، د هېواد بچیانو ته د خدمت ترڅنګ په معنوي ډول هم ونازول شي او علمي رتبې ترلاسه کړي. ښاغلی عمران وایي، لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې د خصوصي پوهنتونونو استادانو ته هم په کور دننه او بهر کې د هغوی د علمي سویې د لوړولو لپاره په هغو پروګرامونو کې چې دایرېږي، ونډه ورکړي.

Share427Tweet59Share24

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In