کریباتي د اسټرالیا لویې وچې او د ارام سمندر په منځنۍ برخه کې د ناورو او سلیمان د ټاپوګانو ختیځ لوري ته د لوېدیځ طول البلدونو د ۱۶۸ او ۱۸۰ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۱۲ او جنوبي عرض البلدونو د دوو درجو ترمنځ موقعیت لري.
د ۳۱۳ کیلومتره مربع پراخوالي په درلودو سره د نړۍ ۱۸۷م لوی هېواد دی.
کریباتي شمال ته له مارشال او هولند ټاپوګانو، جنوب ته د کوک ساموا او وانواتو له ټاپوګانو، ختیځ ته د مارکیزاس ټاپو او لوېدیځ ته د سلیمان له ټاپو سره ګډه پوله لري.
د دغه هېواد هوا په عمومي توګه توده او لنده ده او سمندري توپانونه یې له اعتدال سره مرسته کوي. ځینې شمال ختیځې برخې یې د مارچ او اکټوبر په میاشتو کې نرمه او له نومبر څخه تر فبرورۍ پورې توده هوا لري او هر کال په دغه هېواد کې ۳۰۰۰ ملي متره اورښت کېږي.
کریباتي د ۳۳ میکرونیزیایي لویو او کوچنیو ټاپوګانو داسې ټولګه ده، چې ټول د ارام سمندر په اوبو کې خواره واره پراته دي چې له دې ډلې یې ۲۰ د استوګنې وړ دي.
د دغه هېواد پلازمېنه د تاراوا ښار دی او نفوس یې
څه باندې سلو زرو کسانو ته رسېږي چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۲۶ کسان ژوند کوي. د دغه هېواد ۵۰ سلنه وګړي په ښارونو او ۵۰ سلنه په کلیو او بانډو کې ژوند کوي، چې هره کورنۍ یې د قانون له مخې په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
رسمي ژبه یې کریباتي او انګلیسي ده او لیکدود یې بیا لاتیني دی.
دغه هېواد د اداري وېش له پلوه په دریو برخو او شپږو ولسوالیو وېشل شوی دی.
د کریباتي د حکومت ډول جمهوري او اساسي قانون یې د ۱۹۷۹ ز کال د جولای په ۱۲مه نافذ شوی دی. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر تانیتي مامو دی چې د لومړي وزارت دنده هم پرمخ بیايي. د دغه هېواد وزیران او لوی څارنوال ټول د ولسي جرګې د غړو له منځ څخه د ولسمشر لخوا ټاکل کېږي چې کابینه یې ټول ټال ۱۲ وزیران لري.
د کریباتي ولسمشر د دغه هېواد د ولسي جرګې د غړو کاندیدانو له منځ څخه د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي او د قانون له مخې دوه ځلې کار کولای شي.
د دغه هېواد ولسي جرګه ۴۶ غړي لري چې ۴۴ کسان یې د خلکو په خوښه، یو د جلا وطنه کیریباتیانو په استازیتوب او یو د بانابا ټاپو د خلکو د استازي په توګه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د استیناف محکمه د دغه هېواد لوی قضایي سیسټم جوړوي. د کریباتي د ټولو محکمو مشران او قاضیان د کابینې په مشوره، د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي. که چېرته د کومې ستونزې د څېړلو په وخت کې د کریباتي قوانین د حللار ونه لري، د انګلستان له قوانینو څخه ګټه اخیستلای شي.
د ۱۹۷۹ ز کال د جولای په ۱۲مه یې له انګلستان څخه خپلواکي اخیستې او هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځ په نوم پکې نمانځل کېږي.
له ۳۳ ډبرنیو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دغه ډېر لرې پروت هېواد لږ طبیعي شتمني لري او د پاسفیک له ډېرو وروسته پاتې هېوادونو څخه شمېرل کېږي. د کریباتي د فاسفیټو د یادولو وړ زېرمې تر ۱۹۷۹ ز کال یا له انګلستان څخه د دغه هېواد د خپلواکۍ تر وخته پورې پای ته رسېدلي وې. د ناریال زړي او کبان اوس اوس د دغه هېواد د یادولو وړ تولیدي او صادراتي مالونه دي چې په دې وروستیو کې یې اقتصاد ډېر څپاند شوی او پرمختګ یې د ماهرو کارګرانو د لږوالي کمزوري اقتصادي جوړښت او له نړیوالو مارکيټونو څخه د لري والي له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دی.
د کریباتي تمویلي سکټور او خصوصي پانګه اچونه د خپلې ودې لومړني پړاوونه وهي او د اقتصاد د نا دولتي برخې له پیاوړتیا سره مرسته کوي.
بهرنۍ مالي مرستې چې له انګلستان، اروپايي اتحادیې، امریکا، اسټرالیا، نوي زیلنډ، کاناډا، جاپان او ملګرو ملتونو څخه راځي، په دې وروستیو کلونو کې د کریباتي د ناخالص کورني تولید له ۲۵ تر ۳۰ سلنه برخه جوړوي.
په بهر کې د دغه هېواد کارګران هر کال ۶ میلیون ډالره خپل هېواد ته استوي، دا کارګران په سمندرونو کې په سوداګريزو بېړیو کې کار کوي، په تېرو کلونو کې د کریباتي اقتصاد ښه وده کړې ده او دا ځکه چې له یوې خوا د ناریالو د زړیو نړیواله بیه ختلې وه او له بلې خوا دغه هېواد د کبانو د ښکار څو لاینسونه په لوړه بیه خرڅ کړي وو.
دغه هېواد هر کال ۱۹ میلیون ډالره له هغه فنډ څخه تر لاسه کوي، چې اسټرالیا د پاسفیک د کوچنیو هېوادونو د ودې لپاره جوړ کړی دی،
خو اوس اوس د دغه هېواد اقتصاد ښه لور ته روان دی. د بنسټیزو پروژو په جوړولو او د غوره اقتصادي تګلارو په مټ به دغه هېواد ډېر ژر ښه پرمختګ وکړي.
د کریباتي ۴ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، ۳ سلنه یې ځنګلونو او ۴۵ سلنه یې ډبرینو غونډیو، ښارګوټو او کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد په څو ټاپوګانو کې د کرنې ځمکې شته، پاتې نور ټاپوګانو د ډبرین جوړښت له امله کرنې ته جوړ نه دي. د دغه هېواد ډېر خلک د کرنې او کبانو د نیونې په برخو کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۱۱ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له دغه سکټور څخه لاس ته راځي. د ناریال زړي، ډوډۍ، تورمرچ، مېوې، سابه او څاروي د کریباتي په اقتصاد کې ښه رول لري. دغه هېواد څړځایونه نه لري، له همدې امله په دغه هېواد کې ډېر لږ څاروي روزل کېږي. کبان د کریباتي په صادراتو کې ستره ونډه لري، د دغه هېواد دولت په جنوبي کوریا، جاپان، ټایوان او په امریکا کې د کبانو د نیولو د لېسنسونو د خرڅلاو له مدرک څخه ښه عواید لري.
سره له دې چې د کریباتي دولت په خپلو ډېرو سیمو کې د سیلانیانو د لارښوونې دفترونه او ښکلي هوټلونه جوړ کړي، خو د سیلانیانو عواید د یادولو وړ ځای نه لري.
بنګلهدیش، اسټرالیا، امریکا، جاپان، نوي زیلنډ، هانګ ګانګ او چین د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي.
کریباتي ۲۵ هوایي ډګرونه لري چې ۱۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد د ټلیفون کود نمبر ۰۰۶۸۶ او د انټرنېټ کود نمبر یې بیا کې ای دی چې ۱۰۰۰۰ زره کسان یې ورته لاسرسی لري.
دغه هېواد د ټلوېزیون یوې شبکې ترڅنګ، راډیوګانې هم لري چې خصوصي سکټور ته هم پکې ونډه ورکړل شوې ده.
د کریباتي له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۷ سلنه نارینه او ۹۳ سلنه ښځې په لیک او لوست پوهېږي.
تاریخي څېړنې ښيي چې د میکرونیزي نژاد خلک نژدې ۲۰۰۰ کاله د مخه د اوسني کریباتي په ځینو ټاپوګانو کې مېشت وو، په ۱۶۰۶ ز کال کې کیروس هغه لومړنی اروپايي سمندري سیلاني و چې د اوسني کریباتي ځینو برخو او د سلیمان او تووالو ټاپوګانو ته تللی و. په ۱۷۶۴ ز کال کې انګلیسي ګیلبرت دغه ټاپوګان لیدلي او هغه یې په خپل نامه نومولي دي. په ۱۸۲۰ ز کال کې یوه ډله روسان چې د سیمې د اوبو نقشې یې برابرولې، څه موده په کریباتي کې ګرځېدلي دي، له دې څخه وروسته تر ۱۸۷۰ ز کال پورې د کریباتي د ځینو ټاپوګانو سمندري اوبه د نهنګانو د انګلیسي او امریکایي ښکارکوونکو له یرغلونو سره مخامخ وې، په ۱۸۵۷ ز کال کې مسیحي مبلغین او په ۱۸۶۰ ز کال کې د ناریالو سوداګر دې سیمې ته ورسېدل او هلته یې واړه واړه کلي جوړ کړل.
د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د کریباتي او ځینو نورو ټاپوګانو نژدې ۱۰۰۰۰ وګړي د اروپايي شرکتونو لخوا د فیجي ساموا او منځنۍ امریکا ټاپوګانو ته د کار لپاره واستول شول او په دې توګه په دغو ټاپوګانو کې د مربیانو سوداګري پیل او پیاوړې شوه.
په ۱۹۵۷ ز کال کې انګلستان په دغه سیمه کې خپلې اټومي ازمایښتي چاودنې او څېړنې پیل کړې او دري هایدروجني بمونه یې هلته وغورځول.
په ۱۹۷۱ ز کال کې د ګیلبرت او الیس د ټاپوګانو اصلي اوسېدونکو د خپلې خاورې په اداره کې د ګډون هڅه پیل کړه او یو ډول مشورتي جرګې یې په انګلیسانو ومنلې. همدا وخت دغه هېواد ته کورواکي ورکړل شوه. په ۱۹۷۵ ز کال کې ګیلبرت یا اوسني کریباتي کورواکي واخیسته، دوه کاله وروسته ګیلبرت د کریباتي په نامه د جلا خپلواکه دولت خاوند شو او د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو غړیتوب یې تر لاسه کړ. په ۱۹۸۲ ز کال کې د کریباتي نوی اساسي قانون جوړ شو او د هېواد د مشورتي جرګې ۳۹ غړي د خلکو لخوا وټاکل شول، شپږ میاشتې وروسته د خپلواکه کریباتي لومړني ولسمشر هم د خلکو په خوښه خپل کار پیل کړ، ملګرو ملتونو په ۱۹۸۶ ز کال کې کریباتي د یوه خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت وپېژاند او په ۱۹۹۹ ز کال کې یې د خپل عضویت غړیتوب هم ورکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د کریباتي نوم نشته، نو داسې څرګندېږي چې دغه دواړه هېوادونه خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
له کابل څخه تر تاراوا ښار پورې د هوا له لارې واټن ۸۶۰۸ کیلومترو ته رسېږي او همدا راز دې دواړو ښارونو ترمنځ د وخت توپیر هم ۷:۳۰ ساعته دی.