لویي پاسټور په یوه بېوزله او غریبه کورنۍ کې زيږېدلی دی. د نوموړي پلار غریبکار و او زده کړې یې نه وې کړې، خو پاسټور په خپلو هڅو زده کړې پای ته ورسولې. پاسټور لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه کې وکړې او لېسانس یې د بیسانکون له سلطني کالجه تر لاسه کړ. نوموړي خپلې زده کړې په همدغه ځای بس نه کړي، بلکې هڅه یې وکړه چې نورې زده کړې هم وکړي. نوموړی د دوکتورا کولو لپاره سټراسبورګ ته لاړ او د دوکتورا سند یې تر لاسه کړ، له هغه وروسته په ۲۶ کلنۍ کې په ۱۸۴۸ ز کال کې د سټراسبورګ په پوهنتون کې د کېمیا استاد په توګه دنده پيل کړه او په ۱۸۵۷ ز کال کې د علومو اکاډمۍ د رییس په توګه وټاکل شو. نوموړی دغه راز د فرانسې د علمي او فرهنګي ټولنې اصلي غړی و او د میاشتې یې ۲۵۰۰۰ ډالره تنخوا اخیسته. نوموړی وایي، دا لومړی ځل و چې مور او پلار ته مې په ډاډه زړه د هرڅه غمه کوله. هغوی زما اتلان دي او ما یې د حق ادا کولو لپاره هرڅه وکړل، هغوی ته مې یوه خبره هم په لوړ اواز نه ده کړې، ځکه هغوی زما لپاره ډېر څه وکړل، په ډېره تنګ لاسۍ کې یې زه تر دې ځایه را ورسولم، هغوی وو چې زه یم او هغوی وو چې زما ژوند کې ستر ستر بدلونونه راغلل.
پاسټور په ۱۸۴۸ ز کال د فرانسې په نرمال مدرسه کې ځینې ازمېښتونه ترسره کړل. له هغه وروسته هماغو ازمېښوتونو دېته اړه کړ، چې یو وړاندیز مطرح کړي، دا وړاندیز د فضایي کېمیا اساس او بنسټ و .
نوموړی په بلور جوړونه کې د یوې تجربې د کشفولو لپاره، د یوه بل کېمیا پوه پر تکراري کارونو چې په تار تاریکو مالګو باندې یې ازمېښت کاوه، بوخت و. پاسټور په دغو ازمېښتونو کې داسې څه ولیدل، چې هېچا ورته پام نه و کړی.
نوموړي له یوه ذره بین او پنس څخه په ګټې اخیستنې، په ډېرې هڅې او ځیرکتیا سره محلول په دوو کوچنیو برخو جلا کړ، چې یو یې د ښي لاس بلورونه او بل یې د کیڼ لاس بلورنه وو، که څه هم د قطبي رڼا د اغېز له پلوه اصلي محلول غیر فعال و، خو د بلورونو هره برخه به چې په اوبو کې حل کېده، نو له ځانه یې نوري فعالیت ښوده. سربېره پر ځانګړي ګرځون دواړه محلولونه له یو بل سره برابر ول، خو په نښو کې یې سره توپیر درلوده. له محلولونو څخه یوه هواره پولاریز شوې رڼا ښي اړخ ته او بل یې په هماغه اندازه کیڼ اړخ ته څرخوي. دا دواړه محلولونه په ټولو ځانګړتیاوو کې په بشپړه توګه سره ورته وو. له هغه ځایه چې په محلول کې د رڼا په څرخېدو کې اختلاف ولیدل شو، نو پاسټور دې پایلې ته ورسېد چې دا اختلاف په مالیکولونو پورې تړاو لري، نه په بلور پورې او وړاندیز یې وکړ، هغه مالیکولونه چې بلورونه یې تشکیل کړي دي، د بلورونو په څېر د یو او بل د هېندارې تصویر دی .
په دې اساس پاسټور د داسې ایزومیرونو وړاندیز وکړ، چې جوړښت یې یوازې د هېندارې د تصویر له پلوه او خاصیتونه یې یوازې د پولاریز شوې رڼا له پلوه سره توپیر درلود. په دې ترتیب د پاسټور له خوا د اناتیومري مفهوم کشف شو. اناتیومري، هغو ایزومیرونو ته وایي چې یو د بل د هېندارې تصویر وي.
پاسټور په دې وایي:
«کله مې چې ولیدل، چې مواد قطبي رڼا منحرفوي، نو دا فکر راته پیدا شو چې کېدای شي په دغه کار کې کوچني ژوندي موجودات ونډه ولري، نو مایکروسکوپیکه مطالعه مې پیل کړه او دا مې ولیدل، چې د جغندرو د شیرې په منځ کې ډېر کوچني موجودات رول لري، چې د پوپنک په شکل دي، د همدغه پوپنک په ناقص تخمر کې له بل پوپنک سره د شیرې جوهر تولیدوي. د مزاحمو موجوداتو د کړنو د مخنیوي لپاره چې د تخمر مخه نیسي، باید هغه واېشوو .
زما باور دا و چې که چېرې شراب په ازاده هوا کې کېښودل شي، نو تروه کېږي او په سرکه بدلېږي. دا نظریه د نړیوالو سترو معماوو د کشف لامل شوه او هغه د نړۍ د ډېرو کوچنیو موجوداتو شتون و، چې میکروب نومېږي.
پاسټور خپله نظریه رد کړه، نوموړي د دې څېړنو پایله د ۱۸۵۷ ز کال د اګسټ په درېیمه د علومو اکاډمۍ ته وسپارله او دایې ثابته کړه، چې پوپنک کنټرول ته اړتیا لري.
پاسټور څرګنده کړه، چې همدا ذره بیني موجودات د ډېرو ناروغیو لامل دي او په خپل دغه کشف سره یې بشریت ته تر ټولو ستر خدمت وکړ .
نوموړي د لاوازیه هغه نظریه چې ویلي یې وو: هر څیز چې له منځه ځي، له بلې خوا بېرته را منځته کېږي. په کلک علمي بنسټ ودروله او د یوې مرکې پر مهال یې وویل:
له مړینې وروسته هغه ذره بیني موجودات چې پر جسد باندې پاتې کېږي، د هوا له نشتون څخه په ګټې اخیستنې، د ډېرښت یا د زېږون چارې ترسره کوي. جسد تجزیه او خوسا کوي، هغه وخت د مړي د جسد له تجزیې وروسته لاسته راغلي مواد د تغذیې په موخه د نورو حیواناتو او نباتاتو له خوا کارول کېږي او په دې توګه خپل ژوند ته دوام ورکوي .
پاسټور په ۱۸۸۱ ز کال د پسونو ناروغۍ د بشپړې درملنې لپاره د تور ټپ (سیاه زخم) واکسین کشف کړ او له دې وروسته یې د نورو ناروغیو د درملنې لپاره پراخې څېړنې پیل کړې او په ۱۸۸۵ ز کال یې د خپلو څېړنو پایلې په انسان وازمویلې او په دې بریالی شو، چې له هغې نېټې وروسته انسان له ډېرو ناروغیو څخه وژغوري .
د میکروبونو کمزوري کول او د واکسین کیلي :
پاسټور دا ومونده چې میکروسکوپیک ژوندي موجودات د بېلابېلو ناروغیو سبب کېږي. نوموړی وایي:
«په پیل کې مې دېته پام شو چې څنګه کولای شم، په لابراتوار کې له دغو موجوداتو څخه ځینې یې وروزم ؟ (نن دا موجودات د باکټریاوو په نوم مشهور دي)، وروسته پوه شوم چې له دې ډلې څخه ځینې نور موجودات د حیواناتو په اوبدلو برخو کې وده کوي (نن دا موجودات د ویروسونو په نوم پېژندل کېږي)، وروسته له هغې مې د موجوداتو د ناتوانه کولو نظریه هم په ذهن کې تېره شوه، باکټریاوې مې په ځینو کېمیاوي موادو کې ځای پرځای کړې او وروسته مې تودوخه ورکړه.
پاسټور په دې توګه وکولای شوی چې باکټریاوې کمزورې کړې او په ځانګړې توګه په ویروسونو کې یې دا کار له یو حیوان څخه بل حیوان ته په لېږد کې ترسره کړ. پاسټور ومونده چې دا کوچني ذره بیني موجودات ناروغۍ نه رامنځته کوي، مګر حیوان د ورته ذره بیني موجوداتو په وړاندې، چې له واکسین وروسته بدن ته ننوځي، ساتي.
له ډېرو ستونزمنو څېړنو وروسته، پاسټور د ۱۸۸۱ ز کال په فبروري کې د تورټپ واکسین کشف کړ او په رسمي توګه یې اعلان کړ، چې دا ناروغي د نورو حیواناتو په پرتله په پسونو کې ډېره لیدل کېده. نوموړي دا ځل باکټریاوې په ۴۲۰ درجه سانتي ګیراد تودوخه کې وساتلې او لږ اندازه پوتاشیم یې هم ور زیات کړل، په دې توګه وتوانېد چې کمزورې شوې باکټریاوې ترلاسه کړي. د هیپولیت روسینګل په نامه یو کس، چې د پاسټور له میکروبي نظریې سره مخالف و، هغه یې مناظرې ته راوغوښت او له هغه څخه یې وغوښتل څو د روسینګل په کرنیزو ځمکو کې پر ۵۰ پسونو خپل ازمېښتونه ترسره کړي. پاسټور مناظره ومنله، ۲۵ پسونه یې واکسین کړل او له واکسین وروسته یې یاد پسونه د تورټپ ناروغۍ په وړاندې او پاتې ۲۵ پسونه یې پرته له واکسینه د دغې ناروغۍ په وړاندې پرېښودل. د جون میاشتې په دویمه پاسټور د روسینګل کرنیزو ځمکو ته ورغی، څو د خپلې بریا شاهد واوسي، ټول واکسین شوي پسونه روغ او جوړ وو، مګر نور پسونه یا مړه شوي وو او یا هم ډېر سخت ناروغان وو .
پاسټور په ۱۸۸۰ ز کال د لېوني سپي د ناروغۍ پر ویروس خپلې څېړنې پیل کړې، څېړنې ډېرې ورو پرمخ تللې، ځکه هغه له ویروسونو سره سروکار درلود او ویروسونه په لابراتواري چاپېریال کې وده نه کوي، مګر هغه له یوه حیوان څخه بل حیوان ته د ویروسونو د لېږد له لارو چارو ګټه واخیستله او بریالی شو. د لېوني سپي ناروغۍ واکسین په ۱۸۸۴ ز کال نړۍ ته ور وپېژندل شو او له همغه ځایه ټولې نړۍ ته خپور او د ګټې اخیستنې وړ وګرځېد.
هغه څه چې د لېوني سپي ناروغۍ له واکسین څخه ورته ډېره اړتیا وه، د انسانانو د لېونتوب واکسین و. ډېرې څېړنې ترسره شوې، وروسته د ۱۸۸۵ ز کال د جولای په شپږمه د تیودور وان په نامه یو کس د ژوزف مېسټر په نامه له یوه هلک او مور سره یې پاسټور ته ورغلل، له دې څخه دوه ورځې وړاندې پر ژوزف د تیودور سپي، چې د لېونتوب ټولې نښې پکې وې، حمله کړې وه او ژوزف یې ۱۲ ځلې ځغلولی او خوړلی و، هغه ډېر سخت ټپي و. پاسټور کولای شوی چې له هغه سره مرسته وکړي؟ پاسټور له خپل یوه دوست سره چې ډاکټر و، مشوره وکړه او هغه ومنله چې ژوزف معاینه کړي. ژوزف له مرګ سره لاس وګرېوان و، تردې چې د شپې په ۸ بجو د درملو لومړۍ ستنه ورته ووهل شوه، له دې وروسته د ۱۱ ورځو لپاره، ۱۲ نورې ستنې هم ورته ووهل شوې. ځوان ژوزف روغ شو. دا دویم انساني واکسین و چې کشف شو، له دې څخه ۸۹ کاله مخکې د انسانانو د لېونتوب لومړنی واکسین، د ادوارد جنر له خوا کشف شوی و .
لویي پاسټور په ۱۸۹۵ ز کال په پاریس کې له لنډې ناروغۍ وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
سرچینې: ویډیویي مرکې/ ویکیپېډیا/ عطامحمد میاخېل