د جاپان ځان ساتونکو او امريکايي ځواکونو د تېر اکتوبر په ۲۳مې نېټې د تېرې تورې په نوم پوځي تمرين ترسره کړی دی. که څه د دواړو هېوادونو ځواکونه له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې هر کال ورته تمرين ترسره کوي، خو د سږني تمرين پيمانه يې د تېرو دورو په پرتله لويه وه.
د جاپاني او امريکايي ځواکونو له ياد تمرين درې ورځې وروسته، د امريکا بهرنيو چارو وزارت د چين پر تايوان سیمې له ځمکې څخه هوا ته د توغنديو د ويشتلو پرمختللي سيسټم او راډار سيسټم په شمول د يو ميليارډ او ۹۸۸ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور پلان تصويب کړی دی. دا لومړی ځل نه دی، چې امريکا پر تایوان سیمې د وسلو د پلور پلان تصويبوي، بلکې بار بار يې ورته کړنې ترسره کړې دي.
د امريکا يادو کړنو د تایوان سیمې د خلکو اندېښنې راپورته کړي، ځکه له یوې خوا یې له جاپان سره د لویې پيمانې ګډ تمرین ترسره کړی او بل په ورته وخت کې يې د چين پر تایوان سیمې د پرمختللو سیسټمونو او وسلو د پلور پلان تصويب کړی دی.
ملکي وګړي نړيوال وضعيت نه شي بدلولی، خو د نړيوال وضعيت بدلونونه پر هر ملکي وګړي ژورې اغېزې درلودلی شي.
د چين د سترې برخې او تايوان خلک د چيني ملت د لويې کورنۍ غړي دي او د چين د سترې برخې خلک د تايوان په اړه ژور احساسات لري.
د معلوماتو له مخې، اوسمهال له تايوان سره د چين د سترې برخې د سوداګرۍ لوړ منفي توازن رامنځته شوی او په تېر ۲۰۲۳م کال کې يې د منفي توازن اندازه ۱۳۰ ميليارډه او ۸۶۴ ميليونه امريکايي ډالره او د روان ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نيمايي کې ۶۰ ميليارډه او ۶۵۲ ميليونه ښودل شوی، چې دا اندازه د نړۍ له نورو سيمو سره د چين د تجارتي منفي توازن د اندازو په پرتله ډېره لوړه ده. د چين د سترې برخې پراخ بازار د تايوان خلکو ته رښتينې ګټې رسولي او د چين سترې برخې د تايوان د خلکو ګټې په نظر کې نيولې دي.
يوه ملکي وګړي پر خواله رسنيو پر تايوان د امريکايي وسلو د پلور پلان پر يوه پوسټ کمېنټ کړی او په خپله ناخوښي او غوسه یې څرګنده کړې او ليکلي يې دي: (( د تايوان ځايي ادارې د چين له سترې برخې سره په تجارت پیسې ګټلي او اوس د امريکا وسلې پرې اخلي او بيا به پر همدغو وسلو د چين ستره برخه په نښه کوي. امريکا د تايوان له لارې د چين د اقتصاد له شريانونو ځان پړسولی او هر کال خپل لګښتونه لوړوي.))
د چين سترې برخې له تايوان سره په سوداګرۍ او اقتصاد کې ډېرې مرستې کړې دي. دواړه خواوې په ۱۹۹۲م کال کې د يو چين پېژندې پر اصل ټينګار کړی او د تايوان تنګي د دواړو خواوو پرې ګډه هوکړه کړې ده.
د دغې هوکړې منځپانګه پر دې ورټوله ده، بلکې هسته یې دا ده، چې د چين ستره برخه او تايوان دواړه د يوه چين برخې دي او د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې د هېوادونو له اړيکو سره برابرې نه دي او پر همدې بنسټ يې اقتصادي او تجارتي همکارۍ پياوړې کړې دي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نيمايي کې د چين سترې برخې او هانکانګ ته د تايوان صادراتي اندازه ۷۰ ميليارډه او ۲۴۰ ميليونه امريکايي ډالره وه، چین ته د تایوان سیمې صادرات په خپلې عمومي اندازې کې ۳۱،۲ سلنه ونیوه، خو په ورته وخت کې يې امریکا ته صادرات بیا ۲۳،۲ سلنه وه. ترې ښکاري چې د چين لوی بازار د تايوان تصديو ته پراخې ګټې رسولي او سوله د سیمې د هر وګړي په ګټه او د دوی اواز دی.
د اکتوبر ۲۵مه نېټه د چين پر تايوان د جاپان د استعماري تسلط د پای ته رسېدو له ۷۹مې کليزې سره برابره وه او د تايوان بېلا بېلو ټولنو په همدې مناسبت فعاليتونه ترسره کړي دي.
د تايوان د سيمه ييزې ادارې ځينو تش په نوم مشرانو د دې پر ځای چې د جاپان د وخت تیری وغندي او د تایوان د خلکو ګټې په نظر کې ونيسي، د خپلو ګټو او سياسي اړتياوو له مخې څرګندونې کړې دي.
د تايوان د ادارې خيالي مشر لای چينګده په يوه فعاليت کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د تقابل خبرې کړي او بیا بیا یې د تايوان تنګي د دواړو غاړو د ګډې هوکړې خلاف د سترې برخې د سرې کرښې د ننګونې هڅې کړي او د سيمې وضعيت يې په ناڅرګند لوري روان کړی دی.
بله د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې امريکا د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ سوله ييز ګډ ژوند نه غواړي او پر تايوان د وسلو د پلور او د خپل پوځي تمرين د پيمانې د لوړوالي له لارې د لای چينګده په شمول د تايوان سيمې ځينو سياستوالو ته داسې ناوړه پيغامونه ورکوي، چې ګواکې واشنګټن د دوی ملاتړ کوي او پر ناوړې لارې يې ګام پورته کولو ته هڅوي.
که امريکا رښتيا هم د تايوان سيمې د خلکو ګټې په پام کې نيسي، نو مهرباني دې وکړي د جنجالونو له خطر څخه دې تايوان لرې وساتي. د سيمې سوله او د خلکو ګټې د ټولو سياسي شعارو په پرتله مهمې دي.
که څه هم د يوه سوله غوښتونکي وګړي اواز کمزوری وي، خو د ډېرو وګړو اوازونه پياوړی ځواک رامنځته کولی شي.