د اسيا – پاسفيک د اقتصادي همکارۍ يا اېپيک د ۲۰۲۴م کال سرمشريزې په جوړېدو سره، چين د نورو غړو اقتصادونو تر څنګ د پرمختګ د متقابلو فرصتونو په لرلو سره د عطف په يوه مهم ټکي کې قرار لري. د اېپيک چوکاټ د بېجينګ له اقتصادي روحیې سره بشپړ تطابق لري او دې ته لارې پرانيزي چې د هغو ابتکاري همکاريو له لارې خپل سيمه ييز رهبريت لا ډير ژور کړي چې د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، زيربنا او چاپېريالي پايدارۍ د ښه کېدو سبب کيږي. د اېپيک د مشارکتي رویې پر مټ د بدليدونکي نړيوال اقتصاد پېچلتياوې له پامه غورځول کېدای شي او دغه راز سيمه ييزه سوکالۍ تقويه کيدای شي. د اېپيک په ۳۱مې غيررسمي غونډې کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ګډون دغه سازمان ته د دغه هېواد ژمنتيا او د سيمه يیزو همکاريو د پياوړتيا ټينګ هوډ لا ډير په ډاګه کوي.
په نړۍ کې له ناڅرګند وضعيت سره سره، په ۲۰۲۴م کال کې د اېپيک په ناخالصو کورنيو توليداتو کې ۳.۵ سلنه وده د پراخې سوداګرۍ لپاره پوخ بنسټ برابروي او د اقتصادي همکاريو د پراختيا او بازار ته د پراخ لاسرسي د برابرولو په برخه کې د چين د موخې ملاتړ کوي. د ۲۰۲۴م کال په لومړيو دريو مياشتو کې د اېپيک له لوري د توکو صادراتو د حجم له پلوه ۳.۹ سلنه او د ارزښت له پلوه ۱.۶ سلنه وده کړې وه چې د چين د سوداګريزې شبکې لپاره یې ښه زمينه برابره کړې ده. دا چې د اېپيک غړي د سيمه يیزې سوداګرۍ د ودې په لټه کې دي نو د سيمې د جمعي ثبات لپاره پياوړو سوداګريزو اړيکو ته د ياد چوکاټ تعهد لا ډير ارزښتمن کيږي.
تر سوداګرۍ ور اخوا، پر نويو غوړيدونکو سکټورونو پانګونه بله مهمه برخه ده چې چين پرې پام لري. د اېپيک په څېر د حمايوي چوکاټ پر مټ، چيني کاروباريان هڅول کيږي چې د لوړې تقاضا پر سکټورونو لکه نوې کېدونکې انرژۍ او ټکنالوژۍ نړيوالې پانګونې وکړي. د بېلګې په ډول، بهرنۍ غير مالي مستقيمه پانګونه یې د ۲۰۲۴م کال په لومړیو اتو مياشتو کې په ۱۲.۵ سلنې ودې سره ۱۱۰.۹۹ ميلياردو امريکايو ډالرو ته رسېدلې ده. د اېپيک د پايدارۍ له لومړيتوبونو سره دغه تطابق بېجينګ په سيمه کې د متقابلې ګټورې پانګونې پر کليدي عامل بدل کړی دی.
د ټکنالوژۍ په برخه کې د چين چټک پرمختګ له يو بل سره د تړلو اقتصادونو پر ودې د اېپيک له تمرکز سره تړلی دی. له ۲۰۱۸م کال راهيسې، د اېپيک د ډيجيټلي اقتصاد ارزښت په لوړيدو دی. دا لوړيدل ډيجيټلي خدمتونو ته د سيمې د لوړې تقاضا څرګندونه کوي، هغه تقاضا چې بېجينګ یې په بشپړ ډول د پوره کولو جوګه دی. دغه وده چين ته د دې زمينه برابروي چې خپله ډيجيټلي سوداګري پراخه کړي او ټولې اسيا – پاسفيک سيمې ته خپل ټکنالوژيکي نوښتونه وغځوي. دا چې ډيجيټلي سوداګري دا مهال د اسيا – پاسفيک سيمې د ټولې داخلي سوداګرۍ ۲۰ سلنه برخه جوړوي، د چين ټکنالوژيکي پرمختګونه د سيمې د ډيجيټلي راتلونکې لپاره د ستراتيژيکې پانګې حيثيت لري.
زيربنا د سيمه يیز اتصال او اقتصادي ودې لپاره خورا ډير اهميت لري او د اېپيک نوښتونه د چين د زیربنايي پروژو د پرمختګ لپاره لا ډير پراخ چوکاټ چمتو کوي. د اېپيک د پروژو د تمويل بودجه چې شاوخوا ۱۹.۵ ميليونه ډالره کيږي، هغه پروژې تمويلوي چې سيمه يیز اتصال تقويه کوي د پايدارې پراختيا سبب کيږي. دا چاره تر ۲۰۲۵م کال پورې ۵۰ زره کيلو مترو ته د چين د چټک اورګاډي د پټليو رسولو ته د بېجينګ له ارادې سره همغږې ده چې ورسره به په چين کې د ښاري او کليوالو سيمو اتصال پياوړی او د ټرانسپورټ مثمريت به ورسره لوړ شي. د اېپيک زيربنايي لومړيتوبونو په دې برخه کې موخو ته د رسېدو لپاره چين ته مهم ملاتړ برابر کړی دی.
د نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې، د چين مخکښتوب ثابت دی. دغه هېواد له ۲۰۲۳ م کال څخه تر ۲۰۳۰م کال پورې د ټولې نړۍ په نوې کېدونکې انرژۍ کې ۶۰ سلنه ونډه لري چې پايدارۍ ته د بېجينګ ژمنتيا ترې په ډاګه کيږي. چين د ۲۰۲۴ کال په لومړيو دريو مياشتو کې پر زرغون هايدروجن په تمرکز سره د نوې کېدونکې انرژۍ پر سکټور تر ۶۰۰ ميلياردو يوانو يا ۸۵ ميلياردو امريکايي ډالرو پورې پانګونه کړې ده. د اېپيک ګوټ ګوټ ته د نوې کېدونکې انرژۍ د توليد د هڅو په غځولو سره، چين له يوې خوا د سيمې د انرژۍ د اړتياوو په پوره کولو کې مرسته کوي او له بلې خوا د کاربن د کمولو لپاره د نړيوال هدف د تحقق شونتيا رامنځته کوي.
په داسې حال کې چې د اېپيک د ۲۰۲۴م کال سرمشريزه پيلېدونکې ده، له سيمې سره د چين ښکېلتيا د اقتصادي ادغام، د زیربنايي پروژو د پرمختګ، د ټکنالوژيکي پرمختګونو د تقويې او پايدارې ودې لپاره د دغه هېواد د پراخ ليدلوري څرګندونه کوي. په ورته مهال د ډيجيټلي اقتصاد، زرغونې انرژۍ او بشري قوې د پراختيا لپاره د چين نوښتونه د راتلونکې ودې بېلګې دي. چين په خپلې رهبرۍ او د همکاريو لپاره په دوامدارو هڅو سره نه يوازې د خپلې راتلونکې لپاره مسير برابروي، بلکې د سيمې په اقتصادي ثبات کې هم د پام وړ ونډه اخلي.