نړيوالو خبري رسنيو په وروستيو کې د پيرو چانکای سمندري بندر ته ډېر پام اړولی او دا یې په لاتيني امريکا کې د کمربند او لارې د وړانديز نمونوي پروژه او هم د اسيا او ارام سمندري سيمې د هېوادونو د اقتصادي همکاريو د پياوړتيا نښه بللې او ښايي دغه بندر په سيمې کې د سينګاپور بندر په څېر وګرځي.
يوې چينايي تصدۍ په دغه بندر کې پانګونه کړې او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او په دې سره به له جنوبي امريکا څخه تر اسیا پورې د مالونو د لېږد رالېږد وخت په سلو کې دېرش کم شي او د ارام سمندري سيمې د دواړو غاړو اقتصادي پرمختګ به په خوځښت راوالي.
روانه اوونۍ به د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان (APEC) ۳۱مه غير رسمي سرمشريزه ترسره شي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د دې سيمې د ۲۱ اقتصادونو سياسي او سوداګريز شخصيتونه به پکې د انرژۍ او حياتي ځواک، ټولشموليت او پرمختګ په سرليک د ورخلاصون د لاپياوړتيا، ازادۍ، ګډې سوداګرۍ، د اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ او د نړيوالې انرژۍ د جوړښت د بدلېدو په باب بحثونه وکړي. شنونکي وايي، دغه سرمشريزه د ورخلاصون او همکاريو د لاپياوړتيا او د نړيوال پرمختګ د پرمخبېولو لپاره د بېلا بېلو خواوو د باور ښکارندويي کوي.
د پيرو کارپوه ايستبان پوير فولير ويلي، د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان په داسې حال کې، چې په نړۍ کې د ځاني سوداګرۍ ساتنې افکار بيا په راپورته کېدو دي، د سوداګرۍ د ورخلاصون د ارزښت د لټولو او د غړو د ډیالوګ لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.
د اسيا او ارام سمندري سيمه له اوږدې مودې راهيسې د نړيوال پرمختیایي ثبات د ساتلو لپاره د لنګر په څېر رول لوبوي.
د اسيا او ارام سمندري سيمې نفوس د نړۍ د عمومي نفوس يوه په درېیمه برخه نيسي او د اقتصاد عمومي اندازه يې د نړۍ د عمومي اقتصادي اندازې له ۶۰ سلنې څخه اوښتې او عمومي سوداګريزه اندازه یې د نړۍ نيمه برخه نيسي او د نړيوال اقتصادي پرمختګ مهم انجن بلل کېږي.
د پيسو نړيوال صندوق د اټکل له مخې، د اسيا او ارام سمندري سيمې سږنی اقتصادي پرمختيايي انډول به په سلو کې څلور اعشاريه دوو ته ورسېږي او دغه رقم به يې د نړيوال پرمختيایي انډول په پرتله لوړ وي.
ولې د اسيا او ارام سمندر سيمې د نړۍ د نورو سيمو په پرتله چټک پرمختګ کړی؟
شنونکي د دغې سیمې د پرمختګ لامل د اوږدمهالې سولې او ثبات پر ساتلو او د دغه سازمان په خدمتونو پسې تړلی بولي. ايپېک (APEC) د جوړېدو له ۳۵ کلونو راهيسې د ورخلاصون، ټولشموليت، ګډ پرمختګ او ګډو نظريو ترڅنګ د خپلمنځي توپيرونو د هواري پر اصولو ټينګار لري او د ازادې سوداګرۍ او اسانې پانګونې او د اقتصادي او تخنيکي همکاريو د لا پياوړتيا لپاره هڅې کوي، چې د سيمې د اقتصاد د يو ځای کېدو سويه يې لوړه کړې ده.
چين له اوږدې مودې راهيسې د سيمې د مهم اقتصاد په توګه د دغه سازمان د غړو په همکاريو کې فعال ګډون لري او د اسيا او ارام سمندري سيمې د همکاريو حياتي او پرمخبېونکي ځواک ګرځيدلی دی. چين د دغه سازمان په غير رسمي سرمشريزې کې د سيمې د پيوستون د لا پياوړتيا، نوښت، ورخلاصون او زرغون پرمختګ په شمول يو لړ داسې وړانديزونه کړي، چې د سيمې له پرمختیايي تمايل سره سمون لري او پراخ ملاتړ يې ترلاسه کړی دی.
پر ورخلاصون او همکاريو ټينګار د اسيا او ارام سمندر د پرمختګ او برياليتوب راز او د سيمې د راتلونکي پرمختګ بنسټيز اصل بلل کېږي.