دعوت پوهنتون چې پخوانی نوم یې (دعوت و جهاد) و، خپلې لومړنۍ چارې یې په پېښور کې د جهاد دې دورې پر مهال پیل او په بېلابېلو پوهنځیو کې به یې محصلینو پکې لوړې زده کړې کولې. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر سقوط وروسته او د نوي حکومت په راتلو سره یې په کابل کې د (دعوت پوهنتون) په نوم د بنسټ ډبره په ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز کال د استاد عبد الرب رسول سیاف په اهتمام، چې اوس هم د دغه پوهنتون د ریاست چارې ور په غاړه دي، کېښودل شوه. دغه پوهنتون په لومړي سر کې درې پوهنځي ( شرعیات، ساختماني انجینري او حقوق او سیاسي علوم) درلودل. د یوه کال په تېرېدو سره لوړو زده کړو وزارت دغه پوهنتون ته د دوو نورو پوهنځیو (اقتصاد او ژورنالېزم) منظوري هم ورکړه. په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د فارمسۍ او په ۱۳۹۲ لمریز کال کې یوازې د ښځینه وو لپاره د طب پوهنځیو هم د دغه پوهنتون په چوکاټ کې پر فعالیت پیل وکړ.
دعوت پوهنتون اوسمهال اووه پوهنځي ( شرعیات، ساختماني انجینري، حقوق او سیاسي علوم، ژورنالیزم، اقتصاد، فارمسي او د ښځینه وو لپاره د طب) پوهنځي لري. د دغه پوهنتون د اړیکو مسوول خالد سراج وایي، پر دې سربېره، دعوت پوهنتون د ماسټرۍ دوه پروګرامونه هم لري.د سراج په خبره، دعوت پوهنتون د نړیوالو اړیکو او فقې او قانون په برخه کې د ماسټرۍ پروګرامونه لري، چې محصلین عملاً پکې پر زده کړو بوخت دي.
د دغه پوهنتون د اړیکو مسوول وایي، دغه پوهنتون لږ تر لږه ۶۰۰۰ محصلین لري، چې د دغه پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. دی وایي، د طب پوهنځی یې یوازې ښځینه محصلینو ته ځانکړی کړی دی. نو په خبره یې چې د محصلینو یوه زیاته برخه یې ښځینه هم تشکیلوي. د دغه پوهنتون مسوولین وایي، تر اوسه پورې یې له بېلابېلو پوهنځیو شپږ دورې محصلین فارغ کړي دي، چې لږ تر لږه یې شمېر ۶۰۰۰ ته رسېږي.
په دغه پوهنتون کې د ورځې او شپې لخوا په دریو وختونو کې تدریس کېږي. د پوهنتون د اړیکو مسوول وایي، سهار وختي، له غرمې وروسته او د شپې لخوا په بېلابېلو پوهنځیو کې محصلین د زده کړو لپاره ورځي. دعوت پوهنتون هر کال د لږ تر لږه څلور زرو محصلینو د جذب وړتیا لري. ښاغلی سراج وایي، ډېری محصلین یې هغه کسان دي چې په دولتي او خصوصي ادارو کې د ورځې لخوا پر کار بوخت دي او د دې لپاره چې له رسمي وخت وروسته خپلې لوړې زده کړې وکړي یا د ماسټرۍ په پروګرام کې ګډون وکړي، نو په دغه پوهنتون کې د خپلې خوښې په پوهنځي کې د کانکور له ازموینې وروسته زده کړې پیلوي.
دعوت پوهنتون د ۴۰۰ په شاوخوا کې استادان لري، چې په دې کې کورني او بهرني دواړه شمال دي. د دغه پوهنتون مسوولین وایي، د افغان حکومت په رسمي اجازې سره یې د مصر هېواد ځینې استادان د دغه پوهنتون په ځینو پوهنځیو کې د تدریس چارې مخ ته وړي. د دغه پوهنتون د اړیکو مسوول وایي، لږ تر لږه ۳۰ تنه استادان یې د دوکتورا تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. ډېری یې ماسټري او ډېر لږ یې بیا لېسانس دي. د ښاغلي سراج په خبره، له رسمي وخت وروسته په کابل کې د دولتي پوهنتونونو ډېری استادان هم په دغه پوهنتون کې د تدریس چارې مخ ته وړي.
دغه پوهنتون د محصلینو لپاره درې ډوله تخفیف په پام کې نیولی دی. ښاغلی سراج وایي، په ټوله کې د محصلینو لپاره ۲۵ سلنه تخفیف لري. دی وایي، دویمه ډله هغه کسان دي چې بې وزلي او یا هم یتیمان وي، چې د پوهنتون د مشرتابه په امر ورته تخفیف ورکول کېږي چې په دې برخه کې اوسمهال لږ تر لږه ۴۰۰ محصلین لري او خپلې لوړې زده کړې کوي. او درېیمه ډله بیا ممتاز محصلین دي، چې د سمېسټر په اوږدو کې یې د نومرو کچه لوړه یا هم اول نمره وي. دی وایي، په دې کې داسې محصلین هم شته چې سل سلنه، ۷۵ سلنه او ۵۰ تخفیف ورکول کېږي.
دعوت پوهنتون تر اوسه پورې له کوم بهرني پوهنتون سره د سکالرشیفونو هوکړه نه لري، چې له دې ځایه محصل د لوړو زده کړو او یا هم ماسټرۍ اخیستو لپاره ور ولېږي، خو هغه محصلین چې د ممتازو محصلینو په ډله کې راځي، ډېر یې په کور دننه او بهر کې د لوړو زده کړو لپاره د دعوت پوهنتون پر شخصي لګښت نورو پوهنتونونو ته ور معرفي کېږي. دغه راز دعوت پوهنتون په کور دننه او بهر کې له ځینو نورو پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري او له تجربو یې ګټه اخلي.
ډېری هغه کسان چې له خصوصي پوهنتونونو او یا هم د لوړو زده کړو له موسسې فارغېږي، یوه اندېښنه ور سره د خپلو تحصلي اسنادونو د ترلاسه کولو وي. د دعوت پوهنتون د اړیکو مسوول وایي، د محصلینو د تحصلي اسنادو هغه برخه چې په پوهنتون پورې اړه لري، دوی یې په اړه پر وخت اقدام کوي او ټول اړین توکي ورته برابروي، څو محصل وکړای شي له خپلو اسنادو څخه د دندې پیدا کولو او نورو برخو کې ګټه واخلي، خو په خبره یې چې د لوړو زده کړو وزارت ور سره په دې برخه کې مرسته نه کوي او وخت ناوخت د اسنادو د وېش په برخه کې ورته ستونزې جوړوي.
ښاغلی سراج وایي، دوی په خپل پوهنتون کې د کریکولم د تغیر یوه کمېټه لري، چې له مخې یې د کار مارکېټ ته په کتو، د خپلو محصلینو لپاره داسې یو کریکولم برابر وي، څو محصل وکړای شي له فراغت ورسته ډېر ژر د خپلې خوښې دنده پیدا کړي چې اوس هم عملاً د دوی ډېری فارغ شوي محصلین په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په لوړو بستونو دندې تر سره کوي. د دعوت پوهنتون د مسوولینو په خبره، هغه برسونه چې د محصلینو لپاره له بهرنیو پوهنتونونو او هېوادو څخه راځي، په هغه کې یوازې د دولتي پوهنتونونو محصلینو ته ونډه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم ډېر داسې محصلین شته چې د دغو برسونو مستحق دي او وړتیا یې لري. دوی له دغه وزارت څخه غواړي چې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته هم په دغو برسونو کې ونډه ورکړي. له دې سره په څنګ کې د دغه پوهنتون اداره له لوړو زدکړو وزارت څخه غواړي، هغه استادان چې له دوی سره په تدریس بوخت دي، باید د دولتي پوهنتونونو د استادانو په څېر د علمي رتبو په بهیر کې شامل شي، څو دوی هم وکړای شي علمي رتبې ترلاسه کړي. دوی وایي، لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې د خصوصي پوهنتونونو استادانو ته هم په کور دننه او بهر کې د هغوی د علمي سویې د لوړولو لپاره په هغو پروګرامونو کې چې داستادانو لپاره دایرېږي، ونډه ورکړي. د یادولو ده چې دعوت پوهنتون د خصوصي پوهنتونونو په ډله کې له مخکښو پوهنتونونو څخه دی او په دې ډله کې ښه نوم لري.