کله چې له پوهنتون څخه فارغ شی او دنده پيداکړی، له دې وروسته مو په اخیستې دنده کې د بریا لاسته راوړل یا هغه حد ته رسېدل مهم دي، چې تاسې د ته رییس یا هغه ادارې لخوا ټاکل شوی چې تاسې یې پر دنده ګومارلي یاست.
نن ورځ د سیالۍ پر ډګر بدلې شوې نړۍ ته په کتو، پر دې موضوع پوهاوی د ټولو لپاره ضروري دی، چې نن د ټاکل شوې دندې او کار په اړه ښه پوهاوی او ورځ تر بلې هغه په ښه شکل سرته رسول، د بل هر وخت په پرتله ډېر ارزښت لري.
موږ په همدې مقاله کې اته هغه لارې چارې درته ښایو چې پر مټ یې تاسې په خپل کار او دنده کې تر بریا ورسېږی یا یې د دغو لار چار په واسطه ښه ترسره کړی:
۱ـ ابتکار او نوښت وکړئ
نن ورځ د لازمو وړتیاوو او مهارتونو لرل، د کسب او کار نړۍ شرایط ګرځېدلي دي. ودې او نوښت ډېر زیات پرمختګ کړی دی، نن ورځ ډېری شرکتونه هغو کسانو ته اړتیا لري یا هغه کسان پر دنده ګوماري، چې له خطره نه وېرېږي او تل د نوښت کولو په هڅه کې وي.
نن ورځ د دندو اخیستو او ورکولو سیالۍ ته په کتو، کارفرمایان د هغو کسانو په لټه کې دي چې نوي نظریې لري، ابتکار کوي، نوې پروژې پیلوي، نوې حللارې وړاندې کوي او شرکت ته نوي فرصتونه ایجادوي.
۲– خپله مو خپل کار و ارزوئ
په دنده او کار کې بریا ته د رسېدو له ښو لار یوه دا ده، چې خپله مو هر ورځ خپل کار و ارزوئ. د کلنۍ ارزونې په تمه مه کېږئ، بلکې هره ورځ مو خپل ځان او له تېرې ورځې سره د کار سرته رسول پرتله او ارزونه یې وکړئ، کوښښ وکړئ چې دا کار خپله ترسره کړی. د دغه کار د سرته رسولو یوه لار دا ده، چې موخو ته د رسېدو لپاره مو زماني جدول وټاکئ. کله مو چې نوی پر دنده پیل وکړ، د ځان لپاره مو لنډمهاله هدفونه وټاکئ. دغو هدفونو ته د رسېدو لپاره، دقیق او منظم پلان جوړ کړئ. هدفونه یا موخې په ورځنیو یا اونیزو برخو ووېشئ، د ورځې یا اونۍ په پای کې کولای شی یو کوچنی د ځان ارزونې فورم ډک کړی او دا پته ځان ته ولګوی، چې اوس کوم ځای کې یاستی او ایا لازمه ده چې موخو ته د رسېدو لاره کې مو کوم بدلون راولی.
حتی که مو وکولای شوای چې د خپل کار رپوټ له خپل رییس سره شریک کړی، دا به تر ټولو ښه وي. په دې سره به مو رییس ته داسې وښيی چې تاسې خپل پرمختګ ارزیابي کوی او دا هرڅه تاسې ته اهمیت لري.
۳– تل د نویو شیانو د زده کړې په لټه کې اوسئ
د دندې د لا ښه تر سره کولو لپاره باید تل د نویو شیانو او بیا په تېره د هغو په لټه کې اوسی، چې تاسې ته په کاري چاپېریال کې اړین او ضرور دي. مهمه نه ده چې په کوم پوهنتون کې مو زده کړې کړې دي او یا مو څنګه نومرې اخیستې دي، ځکه ژوند او کار کول له پوهنتون او په هغه کې له اخیستو نومرو سره ډېر توپیر لري.
هره ورځ د خپل کار او دندې په اړه یو میلیون پوښتنې وکړئ، کېدای شي د ورځو په تېرېدو سره نوښت وکړی او خپل رییس یا مدیر ته داسې وښيی، چې تاسې د اصلاح او پرمختګ په لټه کې یاستی، هرڅه ته اماده یاستی او د نویو شیانو له زده کړې سره بې کچې مینه لری.
۴– د اړتیاوو وړاندوینه مو وکړئ
د دندې د ښه سرته رسولو لپاره مو باید د مدیر یا رییس له اړتیاوو ښه خبر و اوسی. تل له رییس نه یو ګام مخکې اوسی او له ځانه وپوښتئ: «که زه د رییس پر ځای وی، راتلونکې مرحله کې به مې کوم کار کړی وی؟» د ښه کار سرته رسولو او کار پر مهال مو، مخکې له دې چې له تاسې یا پوښتنه وشی یا تاسې ته د کوم کار وویل شي، خپل مدیر یا رییس ته داسې وښیئ چې له تاسې سره د هرڅه غم دی او تاسې یو ځیرک او زرنګ کس یاستی.
۵– له نورو سره ښې اړیکې پراخې کړئ
د اړیکو پراخول د هر کارکوونکي او سازمان د بریا اصلي راز دی. که مو مدیر له تاسې وپوښتي چې د هرڅه رپوټ ورکړی، یوازې د دغه رپوټ اماده کول او رییس ته ورکول هغه کار نه دی، چې تاسې یې باید سرته ورسوی، بلکې تاسې باید له هغه سره هر وخت اړیکه ولری او هغه ته خبر ورکړی چې کوم څه وخت سرته ورسوی. د مهمو او ضروري کارونو له سرته رسولو وروسته، د هغو کارونو په تعقیب او لټه کې شئ، چې غواړی راتلونکې مرحله کې یې سرته ورسوی.
۶– موخې مو معلومې کړئ
دا هېره نه کړی چې تاسې به د سخت یا ډېر کار کولو په بدل کې امتیاز نه اخلی، بلکې اخلی به یې. د ورځې په اخر کې هغه څه چې ستاسې رییس ته ارزښت لري، دا دي چې تاسې په کم وخت کې هغه څه لاسته راوړی، کوم چې د شرکت لپاره ګټور دي. د هغو موخو په بدل کې باید تاسې خپل حقوق واخلی چې په لاسته راوړلو سره یې د شرکت پر ګټو اغېز کولای شی.
۷– خبرې مه کوئ، عمل وکړئ
دا اصل مو په کار او دنده کې تل په یاد ساتی، چې د خبرو کولو په پرتله د عمل کولو ارزښت زیات دی. د هغو کارونو په اړه چې تاسې یې کولای شی، مدیر یا رییس ته مو هغه څه په عمل کې وښيئ چې تاسې یې وړتیا لری.
۸- مهربان اوسئ
د دې لپاره چې د یو ښه کارکوونکي په نوم وپېژندل شی، باید مهربانه او زړه سواندي اوسئ او دا درک کړی چې ستاسې رییس او ټول همکاران له تاسې سره پوره مینه لري. بد اخلاقي او تل ګیلي کول درته هېڅ ګټه نه کوي. د ورځې په اخر کې هر څوک د هغه څه بدله اخلي چې سرته یې رسولي وي، نه هغه چې یوازې یې ویلي او سر یې ترې ټکولی وي.