حضرت صبغت الله مجددي د ۱۹۲۵ ز کال د اپرېل په ۲۵مه، په کابل کې د مجدديانو په مشهوره ديني کورنۍ کې زيږېدلیو.
نوموړي د مصر په الازهر پوهنتون کې لوړې زدکړې کړې وې. په افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته چې د خلق ډيموکراټيک ګوند قدرت ته ورسېد، په ضد یې د جهاد فتواوې ور کړل شوې او یو او بل ځای خلک پورته شول.
مجددي چې دا وخت په ډنمارک کې و، له هغه ځایه پاکستان ته ولاړ او د ملي نجات جبهې په نامه يې د هغه مهال د حکومت پر وړاندې سياسي او وسله واله مبارزه پيل کړه.
نوموړی چې د منځلاري ګوند مشر و، ډېری پلویان یې خپل مریدان، قومي مشران او ځینې لوستي روڼ اندي وو، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې راځي.
هغه د ولسمشر کرزي د حکومت په دوره کې د کرزي کلک ملاتړی و، خو کله چې د کرزي دوره پای ته ورسېده، نو د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ یې وکړ.
نوموړي له څه مودې وروسته پر ولسمشر هم کلکې نیوکې وکړې او اشرف غني یې یو کم تجربه او عقدیي شخص یاد کړ.
مجددي یو نرم مزاجه شخص و، هغه په سپینو خبرو مشهور و، ټولې خبرې به یې ډانګ پېیلې کولې. د بي بي سي پخوانی خبریال او د افغانستان د چارو شنونکی رحیم الله یوسفزی چې له کلونو راهیسې افغان چارې څاري او مجاهدین یې هم له نږدې لیدلي او څارلي، مجددي مهربان او منځلاری مشر بولي او وايي، له سیاسي پلوه په ستونزمن وخت کې د مجاهدینو مشران او ښکېل لوري پر نوموړي را ټولېدل. یوسفزی وايي:
«هغه خوږ سړی و، ډېر پوه هم و، خو هر انسان نیمګړتیا لري او د ده کمزوري دا وه چې ډېر ژر به غوسه کېده او کومه خبره به یې چې په طبعه ښه نه وه، ژر به غوسه شو او دا غوسه به یې څرګندوله».
صبغت الله مجددي په ډانګ پېیلو خبرو مشهور و، خبرو کې ډېر نه تمېده او ان کله به یې ژر هم قضاوت کاوه.
د بېلګې په توګه، د امریکا له متحده ایالتونو سره یې د امنیتي تړون د جوړې شوې مشورتي جرګې په پای کې، له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې دا تړون ډېر ژر لاسلیک کړي.
نوموړي ګواښ وکړ که دا تړون لاسلیک نه کړي، نو دی به ژر مهاجرت وکړي. نوموړي د سټېج له سره په لوړ غږ وویل: «زه ژمنه در کوم که تړون نه لاسلیکوې، نو زه به هجرت وکړم».
خو د دغه تړون له لاسلیکولو څو کلونه وروسته نوموړي د مجاهدینو یوه غونډه کې چې پخوانی ولسمشر کرزی هم پکې و، د دغه تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
د ۲۰۱۳ ز کال د نومبر په ۲۳مه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره لویه جرګه راوبلله، هغه غوښتل چې په دې جرګه کې له امریکا داسې ضمانتونه واخلي، چې نور به افغانان نه وژل کېږي، نه به بمبمارېږي او نورې به ټولې دا د افغان وژنې لوبې بندېږي. خو امریکا داسې کوم ضمانت نه ورکاوه، نو ده هم ورسره د امنیتي تړون له لاسلیکولو انکار وکړ. خو له دې جملې یو کس چې ډېر ټینګار یې د دغه تړون پر لاسلیک و، هغه صبغت الله مجددي و. مجددي د یادې مشورتي لویې جرګې مشر و. د مشورتي لويې جرګې مشر صبغت الله مجددي ویل، ولسمشر حامد کرزی دا حق نه لري چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند لاسلیکېدل وځنډوي.
مجددي وروسته له هغه دا څرګندونې کولې چې پخواني ولسمشر کرزي د همدغې جرګې په پرانیست غونډه کې ویلي وو، که سند ملي شورا تصویب هم کړي، نو له ټاکنو وروسته به يې لاسليکوي.
مجددي د جرګې په خېمه کې خبریالانو ته ویلي وو: «کرزی صیب هېڅ حق نه لري چې دغه ډول خبرې وکړي. زه وایم چې دی سهوه کوي، اشتبا کوي. ځکه ټولې هغه غوښتنې چې کرزي صیب او موږ لرلې، هغه یې منلې دي”.
مجددي همدارنګه ویل چې ښايي پر ټولو مادو بحث پای ته ورسېږي، ځکه چې د سند په مادو کې مهم اختلافات حل شوي دي.
هغه زیاته کړې وه، چې د دغه سند د لاسلیک ځنډول د افغانستان په خیر نه دي، که له دې وروسته نور ځنډ هم ورکوي، دا د افغانستان په زیان دی او موږ ته د قبول وړ نه دی.»
خو ولسمشر کرزي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی و، چې دغه سند به هغه مهال لاسلیک شي، چې د افغانانو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو چاپې بندې شي او امریکا د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو ضمانت ورکړي.
خو د جان کيري ټينګار بیا دا و، چې دغه تړون بايد د روان زېږدیز کال تر پايه چې ايله پنځه اونۍ ورته پاتې وې، لاسليک شي.
له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ويل شوي وو چې ولسمشر کرزی به د مشورتي جرګې په اختتاميه غونډه کې ټول هغه لاملونه په ګوته کړي، چې دی يې له مخې غواړي د امنيتي تړون لاسليکېدل وځنډوي.
د افغانستان د خلکو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو بندېدل، د سولې په پروسه کې د امریکا صادقانه همکاري او رڼې ټاکنې هغه ټکي وو، چې ښاغلي کرزي یې په مشورتي جرګه کې یادونه وکړه.
له امریکا سره په تړون کې د اختلاف بل ټکی د امریکايي ځواکونو د قضايي پلټنو واک و، چې د مجددي په خبره هغه هم حل شوی و.
نوموړي ویلي وو، امریکايي ځواکونه قضايي خوندیتوب نه لري، خو د ده په خبره، که جرم کوي، نو د امریکا د قوانينو له مخې به په امریکا کې محاکمه کېږي او د محکمې په بهیر کې به افغانان هم حاضر وي.
بالاخره دا سند د نوموړي له ټینګار سره سره کرزي لاسلیک نه کړ، چې له ټاکنو وروسته د اوسني ولسمشر په دوره کې، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر پرې لاسلیک وکړ او دغه سند یې د افغانستان په ګټه وباله، خو مجددي له څه مودې وروسته په کابل کې وویل چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په حقه و او پر دغه تړون باید له سره کتنه وشي.
مجددي له ۱۹۵۹ تر ۱۹۶۴ ز کال پورې، د روسیې د هغه وخت د لومړي وزیر نیکیتا خوروشوف د وژلو د هڅې په تور بندي شوی و.
له بندي خانې وروسته له افغانستانه ووت او ډېر وخت یې ډنمارک او پاکستان کې تېر کړ.
په ۱۹۹۲ ز کال کې د ډاکتر نجيبالله د حکومت له ړنګېدو وروسته، ښاغلي مجددي د افغانستان “اسلامي دولت” د لومړني ولسمشر په توګه د دوو مياشتو لپاره دنده ترسره کړه او د اسلام اباد د هوکړې له مخې یې ولسمشري د جمعیت ګوند مشر برهان الدین رباني ته وسپارله.
د ګلبدین حکمتیار او د جنرال دوستم د ډلو په مشرۍ د همغږۍ شورا په جوړېدو سره مجددي د دې شورا مشري کوله.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نوموړي ځان له سياسته ګوښه کړ، خو یو وخت یې د طالبانو او مجاهدینو د قومندان احمدشاه مسعود د بندیانو تبادله هم وکړه.
نوموړي د خپلې لنډې واکمنۍ او تر هغه وروسته پاکستان د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورناوه او د طالبانو بریاوې یې د ای اېس ای په مرسته او د هغوی بریا بلله.
هغه وخت نوموړي ویل:
“تر اوسه مې هڅه کوله چې سوله راشي، ځکه مې دا خبره نه کوله، اوس چې طالبان وايي سوله نه کوي، جنګ غواړي، نو رښتیا درته وایم چې دا دومره فتحې چې طالبانو کړې، د پاکستان په مرسته یې کړې دي.”
د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملي نجات ګوند رييس حضرت صبغت الله مجددي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر د ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۳مه، له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
تردې وړاندې هم څو ځله د ښاغلي مجددي د مړينې خبر خپور شوی و، چې هر ځل يې د کورنۍ له خوا رد شوی و.
د نوموړي د جنازې مراسم تېره چهارشنبې ورځ، د کابل په غازي سټډيوم او ارګ کې وشول.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حضرت صبغت الله مجددي د خدمتونو ستاینه وکړه او هغه یې یو نه هېرېدونکی شخصیت وباله.
دغه راز اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د نوموړي د مړینې په مناسبت، په یو پیغام کې نوموړی د افغان تاریخ یو اغېزمن شخصیت بللی دی. دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نوموړي د مرګ په ورځ د مجددي په کور کې نوموړی یو ملي شخص یاد کړ او زیاته یې کړه، چې مجددي داسې یو شخص و چې د هېوادوالو پر درد دردمن او پر خوښیو یې ډېر خوشحالېده.
صبغت الله مجددي د نقشبندیه طریقت سلسلې له مشایخو و او شیخ احمد سرهندي ته منتسب و، چې په مجدد الف الثاني مشهور دی.
افغان حکومت یې پر مړینه ژور خپګان څرګند او د نوموړي د مړینې په مناسبت یې یوه ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، په افغانستان کې د ډیموکراسۍ په پلي کولو کې د مجددي د رول ستاینه کړې وه او پر مرګ یې خواشيني څرګنده کړه.
د نوموړي مړی د کابل په عاشقانو او عارفانو کې خاورو ته وسپارل شو.