چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د مسکو ناسته؛ ایا بین‌الافغاني خبرې پیلېدونکې دي؟

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

فبروري 20, 2019
in تحلیل
0 0

څو ورځې وړاندې (د سلواغې په ۱۶مه او ۱۷ مه) د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د طالبانو او ځینو افغان سیاستوالو، جهادي مشرانو او پخوانیو حکومتي چارواکو ترمنځ د افغان سولې په تړاو دوه ‌ورځنۍ ناسته وشوه او په پای کې يې د ګډونوالو له ‌خوا ګډه اعلاميه هم خپره شوه.

د مسکو د ناستې په اړه ډېری سیاستوال په دې اند دي، چې دا ډول ناستې به د ارګ او طالبانو ترمنځ د شته اختلاف د لرې کولو لپاره لاره هواره کړي او د بين‌الافغاني تفاهم په پياوړي کولو کې به رغنده رول ولوبوي، خو افغان حکومت پر دغه ناسته نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا ډول ناستې اجرایوي واک نه لري.

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ له څو پړاوه مخامخ خبرو اترو او وروسته بيا په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ له ناستې سره د ملي یووالي حکومت مخالفت، د سولې په تړاو د حکومت پر نیت شکونه هم ډېر کړي دي، خو په بل اړخ کې بيا د ملي یووالي حکومت له لوري د روان کال په کب میاشت کې د لویې مشورتي جرګې را غوښتلو خبره، هغه څه دي چې د سولې د روانو خبرو د بريالي کېدو په اړه یې هیلې پیدا کړې دي.

دلته مو په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او افغان سیاستوالو د ناستې، د بین‌الافغاني خبرو پر څرنګوالي او دا چې د افغان سولې پروسه په کوم لوري روانه ده؟ بحث کړی دی.

د مسکو ناسته

د مسکو په دوه‌ ورځنۍ ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته نوماند او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمدحنیف اتمر، محمدیونس قانوني، ملا عبدالسلام ضعیف، محمد اسمعیل خان، وکیل احمد متوکل، محمد محقق، عطا محمد نور او نورو مطرحو سیاستوالو، قومي او دیني مشرانو، د عباس ستانکزي په مشرۍ له طالب استازو سره ګډون درلود. ناستې دوې ورځې دوام وکړ او د غونډې په پای کې نهه ماده‌ییز ګډ پرېکړه ‌لیک هم خپور شو او پکې په لاندې مواردو ټولو ګډونوالو توافق وکړ:

لومړی: ګډونوال پر دې باور دي چې د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې په افغانستان کې تلپاتې او با عزته سوله شونې ده.

دویم: دا ډول بین‌الافغاني ناستې د سولې په بهیر کې اړینې دي او دوام به کوي.

درېیم: د افغان سولې په اړه به د قطر له خبرو ملاتړ کېږي.

څلورم: د سولې د ټینګښت په صورت کې به د افغانستان دفاعي او نور ملي بنسټونه خوندي او اصلاحات به پکې راوستل کېږي.

پنځم: په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د سیمه‌ییزو او سترو نړیوالو هېوادونو همکاري او ملاتړ اړین بلل کېږي.

شپږم: د نظام په ټولو چارو کې د اسلام له اساساتو پیروي، افغانستان د ټولو ګډ کور بلل، د قوي او ټول شموله مرکزي اسلامي حکومت پر خوندیتوب ټینګار، د ملي یووالي او عدالت تأمینول، په سیمه‌ییزو او نړیوالو منازعو کې د افغانستان بې‌طرفي.

اووم: له هېواده د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل، په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر نه لاسوهنې او ګواښونو ټینګار، له افغانستانه نړیوالې ټولنې ته د ګواښ نه متوجه کېدو ډاډ، له اسلامي اصولو سره سم د بیان ازادي، تعلیم، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه، د هېواد د بیارغولو او پراختیا لپاره د نړیوالو مرستو جلبول.

اتم: د باور جوړونې په موخه د سپین ږیرو، ناروغو او همدارنګه هغو بندیانو را خوشې کولو لپاره هڅې، چې د بند موده یې پوره شوې يا کمه پاتې ده. دغه راز، د ملګرو ملتونو سازمان له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او د قطر په دوحه کې په رسمي توګه د دفتر پرانیستل.

نهم: د قطر په پلازمېنه دوحه کې په نږدې راتلونکي کې د بین‌الافغاني تفاهم بله ناسته جوړول.

د مسکو ناستې په اړه غبرګونونه

د مسکو ناستې په اړه مختلف غبرګونونه وښودل شول. افغان حکومت پر دغه ناسته نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا ډول ناستې یوازې د سولې په تړاو یو علمي بحث کېدای شي او اجرایوي پایلې نه لري. همدارنګه ویل کېږي، چې افغان دولت د مسکو په ناسته کې د ځینو طالب استازو د ګډون له امله د ملګرو ملتونو سازمان ته رسماً شکایت کړی، چې په قطر کې ځینې مېشت طالب چارواکي د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو په لېست کې دي او په ازادانه توګه سفر نه شي کولی.

په بل اړخ کې د دې ناستې ګډونوالو او پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې ناستې خوښي ښودلې او خبریالانو ته یې ویلي: «د افغانانو اساسي غوښتنه سوله ده او په دې ناسته کې د سولې پر راوستلو ټینګار وشو». دغه ‌راز د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته نوماند او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمدحنیف اتمر هم رسنیو ته په خبرو کې ویلي: «طالبان پخوا چمتو نه وو چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خو که د دې ناستې ګډه اعلامیه وګورئ، نو پکې پر بین‌الافغاني خبرو ټینګار شوی».

که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا ناسته د دوی له ‌خوا نه ده جوړه شوې، خو ځینې افغانان په دې باور دي چې په روسیه کې د دې ناستې جوړېدل له امریکا سره د روسیې د سیالۍ یوه برخه ده او مسکو غواړي په افغانستان کې خپل تمرکز زیات کړي. په همدې تړاو د مسکو د غوندې پر مهال د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د دې ناستې پر ضد لاریونونه هم وشول او خلکو د روسیې ضد شعارونه ورکړل.

د سولې بین‌الافغاني خبرې

د بین‌الافغاني خبرو له لارې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه له نږدې یوې لسیزې راهیسې هڅې کېږي. د ملي یووالي حکومت په راتګ سره دا هڅې لا ګړندۍ شوې، په دې دوره کې په مختلفو ډولونو د سیمې او نړۍ په کچه پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې وشوې، څو دغه ډله له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني، خو دغو ټولو هڅو لا هم په دې تړاو ملموسه پايله نه ده لرلې.

طالبانو له لومړي سره له امریکا سره پر مخامخ خبرو ټینګار کاوه او بالاخره امریکا هم له دې ډلې سره د سولې مخامخ خبرو اړتيا درک کړه او نږدې څلور میاشتې وړاندې یې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د خبرو په موخه خپل رسمي استازی معرفي کړ. په تېرو څلورو میاشتو کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ څلور ځله رسمي ناستې وشوې، خو د سولې په نوم د دې روانې پروسې لویه ستونزه دا ده چې افغان دولت ته پکې ځای نه دی ورکړل شوی.

په مسکو کې د طالبانو او مختلفو افغان سیاستوالو ګډه ناسته که څه هم د بین‌الافغاني خبرو لومړنی ګام او د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه یو مهم فرصت بلل کېږي، خو ظاهراً د بین‌الافغاني خبرو د مفهوم په تړاو د افغان حکومت او طالبانو د تعریفونو ترمنځ توپیر لېدل کېږي او همدې توپیر د سولې په خبرو کې یو ډول بن‌بست رامنځته کړی دی.

طالبان بین‌الافغاني تفاهم د افغانستان له مختلفو سیاسي جریانونو او مشرانو سره خبرې کول بولي، یعنې اوسنی نظام چې په رأس کې یې ولسمشر غني دی، د حکومت په توګه نه مني. په دې اړه زلمي خلیلزاد هم څه موده وړاندې په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل، چې طالبان نه غواړي چې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي، ځکه چې د ده په خبره، له یوې خوا دا حکومت مشروع نه بولي او له بلې خوا وایي، که له دغه حکومت سره خبرې وکړي، نو ګټه یې یوه ځانګړي نوماند ته چې ولسمشر غني دی، رسېږي. له بل پلوه افغان حکومت له بین‌الافغاني خبرو څخه بل تعریف لري او وایي، اوسنی حکومت دې طالبان د یوه مشروع نظام په توګه ومني او را دې شي له حکومت سره دې د سولې خبرې وکړي.

پایله

د افغان سولې په تړاو د طالبانو او مختلفو افغان سیاستوالو ترمنځ په مسکو کې دوه ورځنۍ ناسته په تېرو ۱۸ کلونو کې یوه بې‌سارې ناسته وه؛ ځکه لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره په پراخه کچه بېلابېل افغان لوري، غونډه کوي او د خبرو له لارې د افغان جګړې د پای ته رسېدو په موخه یو ګډ پرېکړه‌لیک خپروي.

د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ په پر له پسې توګه مخامخ خبرې او د دواړو لورو ترمنځ پر یوه عمومي چوکاټ باندې توافق، دغه‌ راز په لومړي ځل د طالبانو او مختلفو افغان سیاستوالو ترمنځ یوه لویه ناسته، له دې ناستې د ګډونوالو خوښي او د دا ډول ناستو پر دوام ټینګار؛ همدارنګه تازه د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د راغوښتلو مسئله، ټول هغه موارد دي چې په افغانستان کې یې سولې ته د رسېدو په موخه هیلې زیاتې کړې دي.

پر کومو مادو چې د مسکو ناستې په پرېکړه‌لیک کې توافق شوی، که چېرې په راتلونکي کې په صادقانه توګه رښتیا هم عمل پرې وشي، لرې نه ده چې افغانان به د روانې جګړې په پای ته رسولو کې بریالي شي. دغه‌ راز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو موضوع هغه څه ګڼلی شو، چې ښایي د مسکو په شان راتلونکې نورې ناستې او د سولې مشورتي جرګه کې  د حل لپاره لاره ورته پیدا شي او رامنځته شوی بن‌بست له منځه ولاړ شي.

Share10Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In