مارشال د ټاپوګانو ټولګی په شمالي ارام سمندر کې په اقیانوسیه کې د کارولین د ټاپوګانو او د میکرونیزي د فدرالي دولت ختیځ لور ته، د هاوایي او نویزیلنډ په منځنیو برخو کې پروت دی. د نقشې له مخې د شمالي درجې لسم مدار او د لوېدیځې درجې ۱۷۰م نصف النهار د دغو ټاپوګانو له منځ څخه تېرېږي.
مارشال د ټاپوګانو تولګی ټول ټال ۹۷ کیلومتره مربع پراخوالی لري. دغه د ټاپوګانو ټولګی په وچه کې له بل هېواد سره ګډه پوله نه لري او په سمندر کې یې نږدې ګاونډیان دا دي:
شمال ته یې د ویک ټاپوګان، جنوب ته یې د کریباتي او ناورو ټاپوګان، ختیځ ته یې د پالمیرا ټاپو او لوېدیځ ته یې د میکرونیزي فدرالي دولت موقعیت لري.
مارشال د استوا کرښې ته د نږدوالي او د سمندر له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله، توده او لنده هوا لري، چې ډېر اورښت پکې کېږي. د دغه هېواد دورښتونو په موسم کې د هوا لندبل سلنه له ۸۰ څخه پورته کېږي، که څه هم چې د مارشال په شمالي ټاپوګانو کې ورښت د جنوبي ټاپوګانو په پرتله لږ دی، خو بیا هم ډېر خلک د ماژوور او کواجالین په شمالي ټاپوګانو کې اوسېږي.
د مارشال ټاپوګان مارجني جوړښت لري او د سمندر له سطحې څخه څومتره جګ پراته دي. په عمومي توګه د سمندر له سطحې څخه د مارشال تر ټولو ټیټه سیمه ارام سمندر صفر متره او ډېره جګه یوه یې نومه سیمه ده، چې لس متره لوړوالی لري. د دغو ټاپوګانو ځمکه له مرجاني چونې او سمندري ریګ څخه جوړه شوې ده.
د مارشال پلازمېنه د ماجوور ښار دی او ټول ټال ۶۰ زره نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۳۷۹ کسان ژوند کوي. د دغه هېواد ۷۵ سلنه وګړي په ښار او ۲۵ سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د څلورو ماشومانو د درلودو حق لري.
په دغه هېواد کې ۵۵ سلنه وګړي د پروټسټانټ، ۲۵ سلنه د خدایي ټولنې، ۸ سلنه د رومن کاتولیک، څلور سلنه یې مسیحیان او پاتې نور یې د کوم مذهب پیروان نه دي.
د دغه هېواد رسمي ژبه مارشالي او لیکدود یې لاتیني دی. د ادارې وېش له مخې پر ۳۳ ښاروالیو باندې وېشل شوی دی. اریکوب، اوجیلان، مجیت، کواجالین او نامو یې مشهور او پور نفوسه ښارونه دي.
د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی. د مارشال دولت د امریکا له متحده ایالاتونو سره د خپلواکه اړیکو تړون لري، چې د ۱۹۸۶ ز کال د اکټوبر په ۲۱مه لاسلیک او نافذ شوی دی. په دغه تړون کې زیاتونې د ۲۰۰۴ ز کال په مې میاشت کې رسمي شوې. د دغه هېواد اوسنۍ ولسمشره هیلدا هاین ده چې د لومړي وزارت چارې هم پرمخ بیايي.
د مارشال ولسمشر د دغه هېواد د ولسي جرګې له خوا د خپلو غړو له منځ څخه، د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د دغه هېواد ولسې جرګه ۳۳ غړي لري، چې د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د مارشال حقوقي نظام پر هغو اصولو ولاړ دی، چې د تر قیمومیت لاندې سیمو لپاره جوړ شوی دی. د مارشال قضایي سیسټم خپل عنعنوي عمومي د ښاروالیو او نور قوانین هم د همدغو اصولو له مخې جوړ کړي دي. ستره محکمه او عالي محمکه د دغه ټاپو تر ټولو لوړ قضایي ارګانونه دي. په مارشال کې د عنعنوي حقوقو یوه محکمه فعاله ده چې د کلتوري مواریثو د ساتنې لپاره کار کوي.
د مارشال په ټاپوګانو کې داسې منظمې سیاسي ډلې نشته چې رسمي دفترونه، تشکیلاتي جوړښت، خپرنیز ارګانونه او داسې نور لازم شیان ولري، خو داسې ډلګۍ ورو ورو د جوړېدلو په حال کې دي، چې د ځانګړو ګټو لپاره کار کوي، لکه د کابوا ګوند چې مارشالي نوم یې دی.
دغه هېواد د ۱۹۸۶ ز کال د اکټوبر په ۲۱مه له امریکا څخه خپلواکي واخیسته او هر کال د مې لومړۍ نېټه د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
د امریکا مرستې د دغه هېواد د ټاپوګانو د اقتصاد د ملا تیر بلل کېږي. دغه هېواد له ۱۹۸۶ تر ۲۰۰۱ ز کال پورې له امریکا څخه یو میلیارد ډالره مرسته ترلاسه کړې ده. خټکي او کچالو یې مهم محصولات دي. مارشال واړه واړه کرنیزه فارمونه لري چې ډوډي یې د یادولو وړ دي. د مارشال څو کوچنۍ فابریکې د کبانو پروسس او د لاسي شیانو په جوړولو بوختې دي. په دې وروستیو کې مارشال ته د سیلانیانو ورتګ هم زیات شوی دی.
دغه راز دغه هېواد د ګوتو په شمېر طبیعي زېرمې لري او واردات یې د صادراتو په پرتله دوه برابره ډېر دي.
د هغه تړون له مخې چې د مارشال ټاپوګانو له امریکا سره د خپلواکو اړیکو په اړه لاسلیک کړی، امریکا هر کال له دغه وړوکي هېواد سره ۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي. دواړو هېوادونو په ۲۰۰۴ ز کال کې هوکړه وکړه چې تر ۲۰۲۳ ز کال پورې به له مارشال سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي.
د دغه هېواد د ناخالصو کورنيو تولیداتو کچه ۱۴۰ میلیون ډالرو او د سړي سر کلني عاید کچه یې ۲۹۰۰ ډالرو ته رسېږي. کاري ځواک یې ۱۵ زره تنه اټکل شوی، خو د وزګارتیا کچه یې بیا ۲۰ سلنه ده.
لرګي، د خوراکي توکو پروسس، ملغلرې، له پوستکو څخه د ښکلاییزو شیانو جوړول او نور لاسي کارونه د دغه هېواد په صنعت کې عمده او رغنده رول لوبوي.
د دغه هېواد ۱۵ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده او کرنه یې ۲۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات جوړوي. لرګي، کچالو، خټکي، مېوې، سابه، غوښه، کبان او لبنیات د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي. دغه راز د مارشال د صادراتو ټوله بیه ۲۵ میلیونه ډالرو او د وارداتو ټوله بیه یې ۸۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي. امریکا، جاپان، اسټرالیا، نویزیلنډ، چین او سنګاپور د دغه هېواد لوی سوداګریز شریکان بلل کېږي.
مارشال د اورګاډي پټلۍ نه لري. دغه راز دا هېواد ۱۵ سوه سوداګریزې بېړۍ او ۲۰ هوایي ډګرونه لري. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۶۹۲ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې اېم اېچ دی، چې ۱۵ سوه تنه یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
مارشال د سړي سرکلني عاید له پلوه د اسټرالیا او نړۍ له پرمختلونکو هېوادونو څخه دی او اټکل کېږي چې دا رقم به نور هم زیات شي.
په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۷ سلنه خلک نارینه او ښځینه دواړه په لیک او لوست پوهېږي. زده کړه په دغه هېواد کې له ۶ تر ۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري ده.
د مارشال د اوسنیو ټاپوګانو له ډلې ځینې یې په ۱۶ مه پېړۍ کې د اسپانویانو له خوا کشف شول او د ۱۹ مې پېړۍ تر وروستیو کلونو پورې د همدغه هېواد له خوا اداره کېدل. له ۱۸۵۰ ز کال را وروسته د المان سوداګریزو شرکتونو د مارشال په ټاپوګانو کې خپله اغېزه پراخه کړه. په ۱۸۸۶ ز کال کې دیارلسم پاپ لیوي د مارشال پر ټاپوګانو باندې د اسپانیا واکمني په داسې حال کې په رسمیت وپېژنده، چې الماني سوداګرو ته یې هم د فعالیت اجازه ورکوله. دا ټاپوګان په ۱۹۱۴ ز کال کې جاپاني پوځونو ونیول.
د ۱۹۴۴ ز کال په فبروري کې د امریکایي او جاپاني پوځونو ترمنځ د مارشال د ټاپوګانو پرسر درنه سمندري جګړه پېښه شوه. په دې جګړه کې جاپاني پوځونو ماتې وخوړه او ډېر جاپاني مهاجر د مارشال له ټاپوګانو څخه خپل هېواد ته ګډه شول. د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې ملګرو ملتونو په ۱۹۴۷ ز کال کې د مارشال د ټاپوګانو د کارولین او شمالي ماریانا د ټاپوګانو قیمومیت امریکا ته وسپاره. ملګرو ملتونو هغه وخت دا سیمه د ارام سمندر د ټاپوګانو قیمومیتي سیمه بلله، چې تر ۱۹۵۱ ز کال پورې امریکايي پوځیانو اداره کوله او بیا یې اداره ملکیانو ته وسپارل شوه.
له ۱۹۶۵ ز کال وروسته د مارشال د ټاپوګانو په اوسېدونکو کې د خپلواکۍ غوښتنې روحیه پیاوړې شوه. په ۱۹۷۷ ز کال کې د امریکا ولسمشر جیمي کارټر وویل، چې غواړي په ۱۹۸۱ ز کال کې پر مارشال باندې د امریکا قیمومیت پای ته ورسوي. په ۱۹۷۹ ز کال کې امریکایانو د کواجالین بیکیني ماریانا او کارولین د ټاپوګانو نیمه کورواکه دولت جوړ کړ، امریکا چې په ۱۹۶۱ ز کال کې په کواجالین کې د بین القاروي توغوندیو د ازمایښتونو او توغولو اډه جوړه کړې وه، غوښتل چې دغه سیمه تر خپلې ولکې لاندې وساتي او په ۱۹۸۰ ز کال کې یې په کواجالین کې د اېم اېکس د توغندیو ازمایښتي چاودنې پیل کړې او د دغه کار لپاره یې د ټاپو ټول اوسېدونکي وایستل او دغه سیمې ته یې د غیر پوځي پرسونل په ورتلو بندیز ولګاوه.
په ۱۹۸۶ ز کال کې امریکايي او مارشالي استازو داسې یو تړون لاسلیک کړ، چې دا ټاپوګان بشپړ کورواکه شول، خو امریکا دا ومنله چې د بهرني تېري په وخت کې به تر ۱۵ کلونو پورې د مارشال دفاع کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د مارشال نوم نشته، نو داسې څرګندېږي چې دا دواړه هېوادونه خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري. له افغانستانه تر مارشال پورې د هوا له لارې فاصله ۱۰۷۸۳ کیلومترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او ماجورو ښارونو تر منځ د وخت توپیر هم اووه نیم ساعته دی.